1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاينماير: يهودانو د آلمان کلتور ځلولی دی

۱۳۹۹ اسفند ۳, یکشنبه

د آلمان ولسمشر د آلمان په تاريخ کې د يهودانو ونډه ستايلې ده. «که فلسفه، ادبيات، رسامي، موسيقي، علوم، طب يا اقتصاد وي، يهودانو زموږ تاريخ راسره ليکلی، اغېز پرې لرلی او ځلولی يې دی.»

Bildergalerie "2021 Jüdisches Leben in Deutschland"
انځور: Encanto/M. Grande/1700 Jahre jüdisches Leben in Deutschland e.V.

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاينماير دغه خبرې په کولن ښار کې د ۱۷۰۰ کلونو راهيسې په آلمان کې د يهودي ژوند د لمانځنې د کال په پرانيسته کې وکړې. د هغه په خبره يهوديت په اغېزمن ډول په آلمان کې د عصريتابه (مُدرن عصر) په پيلامه کې ونډه لرلې ده. د مثال په توګه يې د موزېس مندلسن نوم ياد کړ چې په ۱۸مه م پېړۍ کې د «يهودي روښانتيا» د دورې بنسټ ايښودونکی دی. 
په ورته وخت کې شتاينماير چې د لمانځنې د دغه کال سرپرستي هم لري، د پېړيو اوږده توپيري چلند او تعقيب خبره هم ياده کړه او د يهودي ژوند دغو ۱۷۰۰ کلونو ته يې په «صادقانه توګه د کتنې» غوښتنه وکړه. د هغه په خبره «يوازې په دې سره کولی شو چې د اوسمهال او ارتلونکي له پاره ترې عبرت واخلو. دا زموږ مسئوليت دی او پاتې به هم وي.»
د هغو په وينا يهودانو ته تل د پرديو او د بل ځای د خلکو په سترګه کتل شوي دي، خو بيا هم «په آلمان کې د يهودانو تاريخ د غښتلتيا او غوړېدنې او همداراز د سپکونې، توپيري چلند او ورڅخه د حقونو د اخيستلو تاريخ هم دی.»
د شتاينماير په خبره نن سبا په آلمان کې يهودي ژوند «منتوع، بېلابېل اړخيز، ژوندی او ګړندی» دی چې د يهودانو د تعقيب او ډله يزې وژنې تر دورې وروسته چې شپږ ميليونه اروپايي يهودانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ، د «ژورې منندويۍ» خبره ده.

شتاينماير او مېرمن يې د کولن په کنيسه کېانځور: Encanto/M. Grande/1700 Jahre jüdisches Leben in Deutschland e.V.


KNA/ن. ص./ا. ا.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب