شتاين ماير: د بیان ازادي د نورو د توهین په معنی نه ده
۱۳۹۸ آبان ۲۷, دوشنبه
د آلمان جمهوررئيس ويلي چي د بیان ازادي د نورو د توهین او کرکي خپرولو په معنی نه ده. هغه وويل چي د بيان د آزادۍ د حق څخه بايد ناوړه استفاده ونه سي او نه هم په دې سره د نورو بې احترامي وسي.
اعلان
جمهوررييس فرانک واټر شټاین مایر دغه خبري د پوهنتونونو د رییسانو د کلني کنفرانس پر مهال نن دوشنبه (د نومبر میاشتي ۱۸ نیټه) په هامبورگ کي وکړې او اضافه یې کړه چي د « بیان له ازادۍ څخه حتی د نورو کسانو د جسماني حملو، صحت او ژوندانه د تهدیدولو په لار کي استفاده کیږي.» خو په خبره یې دا د بیان ازادي نه ده، «بلکي ژبنی خشونت دی، چي باید مخنیوی یې وسي او مجازات سي.» هغه وويل: »ځيني کسان د بیان د ازادۍ حق د دې حق سره تغیروي، چي نور کسان په بې پروایۍ سره تحقیر او بې احترامي یې وکړي.« هغه وويل چې دغه ډله کسان اصلأ د بیان ازادي تهدیدوي.
شټاین مایر همدارنگه وویل د ځینو کسانو دا احساس چي نور د خپل نظر او عقیدې د بیانولو اجازه نه لري، نو هغه د »ژبني خشونت، تبعیض، دښځو څخه نفرت، د همجنسبازانو او یا یهودانو سره دښمنۍ ته د حق په جانب توب په معنی نه دی.»
شټاین مایر په خپله وینا کي دا هم وویل چي په خبرو او خپل نظر په بيانولو کي احترامانه طرز او رفتار د دې معنی نه لري، چي د یوې موضوع سره مخالفت ونه سي. شټاین مایر غوښتنه وکړه « هغه څه ته چي موږ ضرورت لرو، هغه د یوې موضوع سره د مخالفت کولو کلتور دی، چي باید زده سي.» د مخالفت کولو دغه کلتور جرأت او خونسردۍ ته ضرورت لري.»
هغه زياته کړه د دې برعکس نور انسانان چوپ پاته کیدلو ته مجبورول، ځکه چي هغوی خپله جهان بیني لري، د منلو وړ نه ده.
په کیمنیڅ کی د مهاجرو پرضد د مظاهرو په وړاندی د غبرگون په اړه ، ددغه هیواد په زرو اوسیدونکو، د تعصب په وړاندی یوه کنسرت کی گډون وکړ چی د "کرافت کلوب" او "دی توتن هوزن" په نامه د موسیقۍ مشهورو ډلو هم پکښی خپل هنر وښود.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert
موږ ډیر یو
څه د پاسه ۶۵ زره کسان د «موږ ډير يوو» په نوم کنسرت ته ورغلي ول. دغه کنسرت د جرمني په کيمنيڅ ښار کي د نوو نازيانو د زورزياتيو پر ضد جوړ سوی وو. د کنسرت جوړونکو، د خپل پروگرام په پيل کي وويل چي په دې ډول غواړي وښيي چي «په دغه ښار کي د نازيانو له پاره هيڅ ځاي نه سته». په دغه کنسرت کي د جرمني مشهورو محلي او د موسيقۍ نامتو ډلو برخه اخيستې وه.
انځور: picture alliance/AP Photo/J. Meyer
د ښی اړخه افراطيانو پرضد غبرگون
دغه کنسرت، د مهاجرو پرضد د هغو پراخو مظاهرو تر پيليدو څو ورځي وروسته جوړ سو چي د يوه ۳۵ کلن آلماني ځوان تر وژل کيدو وروسته پيل سوي وې. دانيل ح. د اگست پر ۲۵مه ووژل سو. ويل کيږي چي هغه په کوڅه کې له يوه عراقي او سوريايي سره په شخړه کي ووژل سو.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas
د کرکې پر ځای محبت
دغه کنسرت ته ورغلو کسانو د «ښه راغلاست» او «کرکي پر ځای محبت» شعارونه له ځان سره انتقالول. هغوی په سر کي، دانيل ح. ته د درناوي له امله يوه دقيقه چوپتيا غوره کړه. داوطلبه کسانو اعانه راټولوله، څو د قربانيانو د کورنۍ او د تعصب پر ضد د اعتراضي ابتکارونو ترمنځ وويشل سي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Macdougall
تاسي يوازي نه ياست
د دغه کنسرت هنرمندان او گډونوال زياتره ځوانان ول. فيليکس برومر د "کرافت کلوب" د هنري ډلي سندرغاړي وويل «موږ ساده گان نه يوو او نه هم دا کولاي سو چي، په يوه کنسرت سره نړۍ وژغورو، خو دا مهمه ده چي نورو ته وښيوو چي «تاسي يوازي نه ياست».
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow
کمپينو په کيمنيڅ کي
د آلمان د موسيقۍ يوه نامتو ډله چي "دي توتن هوزن" نوميږي، دغه کنسرت نور هم رنگين کړی وو. د دغې ډلې اصلي سندرغاړي، کمپينو وويل: «دا ډيره مهمه ده چي دغه ډول چلند ته د پای ټکی کښيښودل سي، سړی بايد د واوري غټی مخکي له هغه چي واوره ښوېدنه رامنځ ته کړي، له منځه يوسي.