1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

شتاين ماير: له کرونا وروسته نړۍ به بل ډول وي

۱۳۹۹ فروردین ۲۴, یکشنبه

د آلمان ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر د کرونا ویروس پر وړاندې هڅې «د انسانیت آزمیښت» بللی دی.‌ دا لومړی ځل دی چې د کریسمس له مراسمو پرته د آلمان دغه ولسمشر ملت ته رسمي وینا کوي.‌

***ACHTUNG: SPERRFRIST! Keine Verwendung vor 17:00 Uhr, 11.04.2020!***  Deutschland Berlin | Coronavirus | Frank-Walter Steinmeier, Bundespräsident
انځور: Getty Images/Bundesregierung

د آلمان ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر د تلویزیونې وینا پرمهال پر ملت غږ وکړ چې د کرونا وبا پر وړاندې صبر،‌ دسپلین،‌ او پیوستون وښيي. نوموړي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ د اپريل ۱۱مه) ملت ته د تلویزیون له لارې وینا وکړه.‌ دا لومړی ځل دی چې د آلمان یو ولسمشر د عیسویانو د اختر له مراسمو پرته،‌ ملت ته تلویزیوني‌ وینا کوي.‌

شټاین مایر په دې تلویزیوني وینا کې وویل:‌ «هغه پیوستون چې تاسې یې هره ورځ‌ ښیئ،‌ موږ به په راتلونکې کې لا ډیر [دغه راز پیوستون] ته اړتیا ولرو.» شټاین مایر همدا راز زیاته کړه چې د کرونا ویروس له کبله رامنځ ته شوي کړکیچ د خلکو ښه او بد را څرګند کړل.‌

د آلمان ولسمشر همدا راز پر خلکو غږ وکړ چې د کرونا ویروس د لا ډیر خپریدو د مخنیوي له پاره دې لارښونې عملي‌ کړي.‌ شټاین مایر وویل:‌ «دا چې څرنګه به وضعیت پر مخ ولاړ شي‌ او یا دا چې وضع شوي محدودیتونه به کله نرم کړل شي، یوازې سیاستوال او کارپوهان به د دې پریکړه ونه کړي.‌» هغه همدا راز وویل چې دغه کړکیچ زموږ بد او ښه خلک را وښودل.‌

ملت د نورو ملتونو پر وړاندې نه دی

له جګړې سره د کرونا وبا د پرتلې په هکله د آلمان ولسمشر شټاین مایر وویل چې دغه څه په اصل کې د انسانیت آزمیښت دی.‌ شټاین مایر وویل: «نه،‌ دغه وبا جګړه نه ده.‌ ملتونو د نورو ملتونو او سرتیري د نورو سرتیرو پر وړاندې نه دي دریدلي. دا د انسانیت ازمیښت دی.»

نوموړي په خپله دغه وینا کې همدا راز وړاندوینه وکړه چې تر دغه کړکیچ وروسته به ټولنه په بې ساري توګه تغیر وکړي.‌ هغه وویل: «موږ نه غواړو چې په یوه تشویشي او یا بې اعتماده ټولنه بدل شو. لیکن موږ د لا ډیر اعتماد لرونکې ټولنه کیدلی شو،‌ ډیره فکر کوونکې او او ډیره با اعتماده یوه ټولنه کیدلی شو.»

ولسمشر شټاین مایر همدا راز په ټوله اروپايي ټولنه کې د نړیوال پیوستون غږ وکړ. هغه وویل: «پرته له دې چې د آلمان ګاونډیان له دغه کړکیچ څخه غښتلي او روغ رمټ را ونه وځي،‌ آلمان هم نه شي کولی چې له دغه کړکیچ څخه غښتلی او روغ را ووځي.»

دا لومړی ځل دی چې شټاین مایر په رسمي توګه د آلمان ملت ته د کریسمس له مراسمو پرته د تلویزیون له لارې وینا وکړه.‌ ان د برلین د دیوال تر غورځیدو سمدلاسه وروسته،‌ هغه مهال د آلمان ولسمشر تلویزیوني وینا نه وه کړې.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب