شتاینمایر: اروپايي اتحادیه باید متحده شي
۱۳۹۴ آذر ۲۰, جمعه![Deutschland SPD-Bundesparteitag](https://static.dw.com/image/18909653_800.webp)
اټکل کیږي چې سږ کال به آلمان ته یو میلیون مهاجر ورسیږي او دا هیواد په اروپایې اتحاديې کې له نورو هیوادونو څخه غواړي چې د دې کړکیچ په تنظیم کې مرسته وکړي خو د اروپایې اتحادیې ځینې غړیو ،خصوصا د شرقي اروپا هیوادونه، د آلمان دې غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی.
د سوسیال دیموکرات ګوند په کلنیزې غونډه کې د وینا پر مهال شتاینمایر وویل: « یا خو به اروپا په متحده توګه د هغو سلونو زرو کسانو سره همدردي ښیي چې مرسته ته اړتیا لري او یا خو به یو ځل بیا موانع ودروي.»
شتاینمایر د سوسیال دیموکرات ګوند پخوانی مشر دی او دا ګوند د انګلا میرکل د حکومت متحد دی. شتاینمایر همداراز زیاتوي: «او بیا [که اروپایې هیوادونه خپلې پولې بندې کړي نو] د یو متحدې اروپا ارمان به ټوټه ټوټه شي.»
هغه همداراز غوښتنه وکړه چې د اروپا پر پروژې باید جدي اقدامات تر سره شي او همدا راز د ښي اړخو سره مخالفت وشي.
د شتاینمایر دا څرګندونې په فرانسې کې د یکشنبې په ورځ د ښي اړخه ملي جبهې (National Front) بریا څخه وروسته شریکې شوي دي. په فرانسې کې د ملي جبهې بریا د ۲۰۱۷کال د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د دې هیواد په سیاسي حالاتو کې یو ستر بدلون راوستی دی.
مارتین شولس، د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند غړی او د اروپايي پارلمان مشر، تیره اوونۍ وویل چې اروپایي اتحادیه د تجزیې له ګواښ سره مخامخه ده او د دې اتحاديي ملاتړې باید هڅه وکړي چې دا اتحادیه متحده وساتي.
اټکل کیږي سږ کال په آلمان کې یو میلیون کسان د پناه غوښتنه وکړي. د صدراعظمې انګلا میرکل د پرانیستو دروازو پر تګلارې د هغې د حکومت ځینو متحدینو نیوکې کړي دي. همداراز د اروپایې ټولنې ځینې غړي هیوادونه هم د مهاجرو له منلو څخه ډډه کوي او پر خپلو پولو یې اغزن سیمان غزولي دي.
آلمان ته د ډیر شمیر مهاجرو د رسیدو له کبله د پیګیدا او AfD ملاتړې هم ډیر شوي دي چې د آلمان حکومتي چارواکي یې هم په اندیښنه کړي دي. دا غورځنګونه له حکومت څخه غواړي چې نور مهاجرو ته پناه ورنکړي او همدا راز د پرانیستو دروازو تګلارې ته هم د پاې ټګۍ کیږدي.