شتاین مایر د کډوالو کړکیچ د کنترول په اړه خبرې وکړې
۱۳۹۵ خرداد ۳۱, دوشنبهاعلان
شتاین مایر د لوکسمبورگ د بهرنیو چارو له وزیر سره تر کتنې مخکي په دې هکله وویل چې خبره پر دې باندي ده چي اروپا نور څه کولای سي ترڅو «د لیبیا له لاري مدیترانې او اروپا ته د مهاجرينو د راتلو مخنیوي سوي وي».
د بهرنیو چارو وزیرانو په دغه مشورتي غونډه کي د سوفیا Sophia د روان ماموریت تمدیدل او غزیدل هم شامل دي. په غونډه کي باید د لیبیا د ساحلي ساتونکو د تقوېې او د وسلو د تحریم پر تطبیقولو باندي هم پریکړه وسي.
د سوفیا ماموریت په ۲۰۱۵ کال کي تصویب سو. هغه په اوس وخت کي په مدیترانه کي د قاچاقبرانو د کښتیو کنټرولولو او گرځولو باندي متمرکز دی. په دې ترځ کی کیدلای سي، چي قاچاقبران بندیان هم سي.
نوموړی ماموریت باید هغه انسانان هم وژغوري چي د خطرناکو حالاتو سره مخامخ کیږي. د آلمانی پوځ په حواله د هغوی ۴۰ تنه عسکر په دغه ماموریت کي برخه لري.