شتاين ماير د دوشنبې په ورځ د کوچني اختر په مناسبت يو کتبي پېغام کې په دغه هيواد کې ميشتو مسلمانانو او د دغه هيواد مسلمانو اتباعو ته د اختر مبارکۍ ورکړه.
هغه په دغه پېغام کې د آلمان خلکو ته په خطاب کې وويل: «موږ د ټولو هغو مسلمانانو پر وړاندې چې د مهاجرت ريښې لري، او په مجموع کې د ټولو «مسلمانانو» پر وړاندې هيڅ ډول بد ګماني، نفرت او تجريد نه شو زغملی.»
هغه د آلمان د اساسي قانون هغو برخو ته اشاره وکړه چې تبعيض او تجريد يې په صراحت سره منع کړی دی.
د آلمان ولسمشر زیاته کړې: «خوښ يم چې روژه او روژه ماتی په ټوله کې په يوه عادي امر باندې اوښتی او په آلمان کې زموږ د ګډ ژوند برخه ګرځيدلې ده.»
شتاين ماير د خپل پېغام په دوام ليکلي: «هغه مسلمانان چې د خپلو روژه ماتو په مراسمو کې د نورو اديانو پيروان ګډ کړي، هغوی زموږ هيواد کې په ګډه د اوسيدو، زغم او متقابل درناوی پېغام لرلی دی.» هغه وويل چې غواړي له همدې کبله له دوی څخه مننه وکړي.
د اټکلونو له مخې په آلمان کې شا او خوا ۵ ميليونه مسلمانان ژوند کوي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (د ۲۰۱۶م کال کوچنی اختر):
کوچنی اخترد نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې څرنګه ولمانځل شو؟
د نړۍ په زیاتو برخو کې مسلمانانو نن د ۳۰ روژو تر نیولو وروسته کوچنې اختر «عیدالفطر» لمانځي. د نړۍ د بیلا بیلو برخو د اختر د لمانځنې یو څرک په دې انځورونو کې لیدلای شئ.
انځور: Getty Images/AFP/B. Maatپه ترکي ژپه کوچني اختر ته «سیکر بایرامي» یا «خوږ اختر» ویل کیږي او دا د نورې نړۍ د اسلامي ملکونو په څیر په دې هیواد کې هم یو مهم مذهبي جشن دی. په زرونو انسانان د اختر د لمانڅه له پاره مسجدونو ته ځانونو نه رسوي. لکه په دې انځور کې چې یې وینئ د فاتح سلطان مسجد کې په سوونو کسان د اختر لمنونځ ادا کوي.
انځور: Getty Images/C. McGrathپه دې تر ټولو ستر اسلامي هیواد کې خلک کوښښ کوي اختر د خپلو کورنیو سره تیر کړي او هڅه کوي په وخت ځان خپلو کلیو او کورونو ته ورسوي چې له امله پر سړکونو ډیر بیروبار وي. دلته پر موټر سایسکلو دا سپاره د یوه پله له لارې د هیواد په شمال کې پراته ټاپو مادورا ته د رسیدو په انتظار دي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Handokoپه پاکستان کې هم اختر «خوږ» وي. دلته په پیښور کې هم د کلچو او کیکونو رانیونکي ډير دي. د روژې وروستې دوه درې ورځې د ښار بازانونه د شپې تر ناوخته پرانستي وي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arbabد بنګله دیش په پلازمینه دهاکه کې هم خلک یوه هیله لري، هغه دا چې اختر د خپلو کورنیو سره تیر کړي. په دې ورځو کې داسې تر خپل حده زیات ډک ریلونه کومه عجبه خبره نه ده.
انځور: Reuters/A. Abidiد سارایوو په غازي خسرو بیګ جومات کې د اختر لمونڅ د ادا کولو له پاره خلک سهار د وخته دلته ځانونه رسوي. په دې څو ملتې هیواد کې مسلمانان چې د ۵۰ فيصدو زیات دي، اکثریت جوړوي. ارتودوکس عیسویان او صربان دویمه ستره او رومي کاتولیکي کروات دریمه ستره ډله ده.
انځور: Getty Images/AFP/E. Barukcicاختر لا ډیر مخکې د اورپا ترمنځه رسیدلی دی.لکه دلته د هالنډ په روتردم ښار کې په زرونو مسلمانان په جوماتونو، رستورانتونو او په خپلو کورونو کې اخترلمانځي.
انځور: Getty Images/AFP/B. Maat