شتروک: د آلمان پارلمان بايد د تورنادو الوتکو د مسئلې په هکله پرېکړه وکړي
۱۳۸۵ بهمن ۱۶, دوشنبهاعلان
شتروک دې ته اشاره وکړه چې ده په پارلمان کې په دې اړه د تصميم نيولو او رايگيرۍ وړانديز کړی دی. شتروک زياته کړه چې «دا د هر چا د ضمير او وجدان پورې تړلې پرېکړه ده«. پېتر شتروک د آلمان د دفاعي چارو پخوانی وزير هم دی، ده وويل چې د آلمان پوځ به ښايي چې يو څو کالونه لا په افغانستان کې پاتې شي.