د کونړ ولایتي ویاند عبدالغني مصمم دویچه ویله ته ویلي دي چې تیره شپه (د اپریل میاشتې د ۱۷ او ۱۸ نیټې ترمنځ شپه ) د شدیدو ورښتونو په پایله کې په خاص کونړ ولایت کې د یوه کور د چت د نړیدلو په پایله کې د یوې کورنۍ شپږ تنه غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کونړ د والي ویاند زیاتوي چې تیره ورځ د دغه ولایت په مرکز اسدآباد ښار کې هم د یوه کور د چت د نړیدلو په پایله کې درې تنه ټپیان شوي دي.
د دغه ولايت له طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارې مشر عبدالوارث صافی وایي چې په دې ولایت کې د وروستیو بارانونو په نتیجه کې په دې ولایت کې ۶۵ کورونو ته زیان اوښتی دی او له دې ډلې دوه کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. ښاغلی صافی زیاتوي چې مرستندویه ټیمونه سیمې ته استول شوي دي.
همدارنګه د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي ویلي دي چې په دې ولایت کې د یوه کور د چت د نړیدو په پيښه کې یوې ځوانې نجلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تیره اونۍ هم په ننګرهار ولایت کې د سیلابونو د راوتلو په نتیجه کې یو شمیر کورنۍ بند پاتې شوې وې چې د افغانستان د ملي اردو ځواکونو له خوا وژغورل شول.
د روان کال پسرلی په افغانستان کې له شدیدو ورښتونو سره مل دی او د دغه هیواد په ډیرو ولایتونو کې یې د ځاني تاوانونو سره یوځای خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
په هند کې موسمي بارانونو تر سلو زیات کسان وژلي
په هند کې سږ کال موسمي بارانونه چې اوس هم ادامه لري تر اوسط لس سلنه زیات دي او په تیرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته رسیدلي. په وروستیو ورځو کې په اتر پردیش او بېهار ایالتونو کې دغو بارانونو تر ۱۰۰ کسان وژلي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Alam Siddiquiځایي اوسیدونکي د هند په پټنا سیمه کې له اوبو څخه ډکو سړکونو څخه د تیریدو په حال کې دي. په عادي ډول موسمي بارانونه د جون میاشتې څخه تر سپتمبر میاشتې پورې وي او د اکتوبر میاشتې د پيلیدو سره راکمیږي. سږکال هوا پيژوندکو په غیر عادي ډول د ډیرو بارانونو وړاندوینه کړې ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Alam Siddiquiد هند په پټنا سیمه کې له سختو بارانونو وروسته له سیلاب ځپلې سیمې څخه یو ناروغ کس وژغورل شو. په دغه سیمه کې ډیر شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Alam Siddiquiله طبیعي آفاتو سره د مبارزې بیړنۍ ایالتي ځواک د بېهار ایالت په بهادر پور سیمه کې له سختو اورښتونو وروسته له سیلاب ځپلو سره مرسته کوي. د سختو بارانونو وروسته د بېهار ایالت په مرکز پټنا کې ډیر شمیر کوچنۍ کښتۍ د ژغورنې د چارو له پاره پر دنده ګمارل شوې دي.
انځور: AFP/Getty Imagesد هند د شمالي ایالت اتر پردیش په پریاګ ښار کې سیلابونو کورونه لاندې کړي دي. موسمي بارانونو د هند په شمالي برخه کې په وروستیو ورځو کې ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. کارپوهان د اقلیم بدلون دومره ناوخته د غیر عادي موسمي بارانونو د یوه علت په توګه یادوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. K. Singhآن روغتونونه هم سیلابونو ځپلي
دغه انځور په پټنا کې د نلندا طب پوهنځي او روغتون یوه برخه ده. د هند په شمالي برخه کې په تیرو څو ورځو کې د طبیعي آفت په پایله کې تر سلو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: AFP/Getty Imagesد هند د ختیځ بېهار ایالت په پټنا کې یو کس د مرستې د لټې په هڅه کې دی. په راتلونکو ورځو کې د کسانو د مړیني شمیر د زیاتیدو اندیښنه هم ښودل شوې ده.
انځور: Reuters/Stringer