په افغانستان کې د ملکرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د روغتیایي وضعیت په اړه په خپل اونیز راپور کې د شري یا سرخکان ناروغۍ د زیاتیدو خبر ورکړی دی.
په همدې وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستو هم غږې کوونکي دفتر (اوچا) هم د افغانستان په اړه د خپل رپوټ په یوه برخه کې د شري د ساري ناروغۍ د پيښو ډیریدو له کبله انديښنه ښودلې ده.
اوچا ویلي دي چې یوازې د روان کال په درو میاشتو کې پر شري ناروغۍ د ۳۷ اخته کسانو مړينه ثبت شوې ده.
د دغه سازمان د شمیرو له مخې په ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ ۸۴۱۵ مشکوکې پيښې ثبت شوي دي. پر دې ناروغۍ اکثره اخته کسان او قربانیان یې ښځې او هغه ماشومان دي چې عمرونه یې له پنځو کلونو څخه کم دي.
ولي د شري ساري ناروغي زياته شوې؟
په نيويارک کې د شري ساري ناروغۍ خپريدو له کبله بيړنی حالت اعلان شو. د روغتيا نړيوال سازمان هم د دغې ناروغۍ خپريدلو په اړه خبري کوي. د شري ډيريدلو وجه څه ده؟
انځور: Colourboxشری يو داسي مصيبت چې مخه يې نه نيول کيږي
د روغتيا نړیوال سازمان په وینا واکسن کولو ته نه پاملرنه په نړۍ کې تر ټولو زيات روغتيا ساتني ته جدي ګواښ دی. د دغه سازمان په باور، واکسن کولې شي له دوو تر درو ميليونو انسانانو د مرګ مخه ونيسي. خو واکسنو ته نه لاس رسې اصلي ستونزه نه ده، بلکي په هغو هيوادونو کي چې د روغتیا ساتنی سیستم يې ښه وي بې پرواي او پر واکسنو بې اعتماي اصلي لامل دې.
انځور: picture-alliance/dpa/K.-J. Hildenbrandشری يو ډول ساري ناروغي ده چې ويروس يې د پړنچي يا ټوخې، د پزي او خولې د لاړو له لارې له يو کس څخه بل ته انتقاليږي. حتي که انسانان په څومتره فاصله کي هم اوسي. د شري په ناروغۍ اخته کس سره د روغ کس تماس چې واکسن يې نه وې کړی، سمدستې سړی په اخته کيږي.
انځور: Novartis Vaccinesشری يوه ډيره سارې ناروغي ده چې تقريبا ټول انسانان په خاصه توګه په ماشومتوب کې پرې اخته کيږي. د دغي ناروغۍ نخښې لکه د زکام په څير پيليږي. وروسته بيا سره داغونه او کوچنۍ دانې يا ګرمکي پر بدن راښکاره کيږي. دغه ناروغي د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي او کيداي چې د سږو او مغزو د التهاب سبب شي.
انځور: picture-alliance/dpa/fit-for-travelپر واکسن د ځينو مخالفينو دلایل
د واکسن مخالفين د اندرو ويکفيلد پر نظر ټينګار کوي. دغه برتانوي ډاکټر په ۱۹۹۰ لسیزه کي يوه مقاله خپره کړه چې پکښې ادعا يې کړې وه چې د شري واکسن د آوتيسم د رامنځ ته کيدلو سبب کيږي. ډير موده لا تیره نه وه چې د دغه ډاکټر طبي اجازه ترينه واخیستل شوه او څيړنيزه مقاله يې هم بیرته را وګرځول شوه.
انځور: Getty Images/Y. Dyachyshynپه اوکراین کې د شري ناروغۍ ډيرښت
په اوکراين کي ۳۰ سلنه د شري ناروغۍ خپريدل دغه هيواد نړيوال ریکارد ته رسولی. په ۲۰۱۸م کال کي په دغه هيواد کې تر ۵۳ زره زيات کسان شري نيولي ول. په اوکراين کې په روان کال کی په شری د اخته کسانو شمير ۳۰ زره کسانو ته رسيدلی چې ۱۷ زره يې ماشومان دي. د اوکرايني چارواکو په وينا د واکسن کمښت او له واکسن څخه ډډه کول په دي هیواد کې د دغه ناروغۍ د ډيريدو لاملونه دي.
انځور: Getty Images/Y. Dyachyshynد نيويارک ښاروال د اپريل مياشتې پر نهمه نيټه په شرې د څوسوه کسانو د اخته کيدلو له کبله بیړني وضعيت اعلان کړ. له ۲۰۰۰م کال راهیسی په امريکا کې دغه ناروغي له منځه تللې ګڼل کيده. خو د روان کال له پيل راهيسي د دغه هيواد په ۱۹ آيالاتونو کې ۴۶۵ نوي پيښې ليدل شوي. د نيويارک په ښار کې د ناروغيو کنترول او مخنيوي مرکز د رپوټ له مخې د تيرکال له اکتوبر راهیسي تر اوسه پورې ۲۸۵ کسان په دغه ښار کې پرې اخته شوي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Herrickآلمان هم د دغه ناروغۍ له خپريدلو څخه په آمان کې نه دی. د روبرت کخ موسسي په وینا په ټول آلمان کې د مارچ میاشتې تر لومړیو پورې په ټوليزه توګه ۲۳۶ پيښې رامنخ ته شوی دي. په همدي مياشت کې د دغي ناروغۍ د خپريدلو له کبله زده کونکو خپلو ښوونځيو ته د ورتلو اجازه نه درلوده. وجه يې دا وه چې هغوی واکسن شوي نه ول.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Gateau اوچا زیاته کړې ده چې یوازې د ۲۰۲۴م کال په فیبرورۍ کې په افغانستان کې په مجموع کې د شري ۴۶۸۵ نوي مشکوکې پيښې ثبت شوي دي چې د ۲۳ نورو کسانو د مړینې سبب شوی دی. دا د جنورۍ میاشتې په پرتله د مبتلایانو په شمیر کې ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيې.
په افغانستان کې دغه ساري ناروغي په داسې یو وخت کې خپره شوې ده چې د دغه هیواد روغتیايي سیستم له جدي ننګونو سره لاس او ګریوان دی.
په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک له بيا نیولو راهیسې ډېر داکتران له دغه هیواد څخه وتلي او په نورو هیوادونو کې مهاجر شوي دي.
نړیوالې مرستې هم کمې شوي دي. د دغه هیواد روغتیايي سیستم د پاشل کیدو له خطر سره مخامخ دی چې په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان له دې څخه رنځ وړي.
شری یا سرخکان اوس هم په نړۍ کې یو له ډیرو ساري او په بلقوه ډول وژونکو ناروغیو څخه شمیرل کیږي. خو د واکسیناسیون د پروګرامونو له لارې د دغې ناروغۍ مخه نیول کیدلی شي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز