د سربستان د دفاعي چارو وزارت ويلي دي چي د بلغاريې و پولې ته نژدې يې د يو مهاجر مړی موندلی دی. د رايټرز خبري آژانس د راپور له مخي ياد وزارت ويلي چي دغه مړی په يو ځنګل کي موندل سوی دی.
آژانس د بلګراد د چارواکو په حواله ليکلي دي چي دغه مهاجر چي مړی يې موندل سوی افغان او عمر يې شل کلن دی. زیاته سوې دغه شل کلن افغان په ډزو وژل سوی دی.
د سربستان د دفاعي چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۴مه نېټه) وويل چي د شل کلن افغان مهاجر د وژل کېدو په تړاو يې د ښکاريانو د ډلې يو غړی نيولي دي. خو دغه وزارت نه دي ويلي چي ايا د نيول سوي کس څخه د قتل په تور او که د تصادف په ترڅ کي د وژلو په تړاو پوښتني ګروېږني کيږي.
د دغه شل کلن افغان مهاجر مړی په داسي حال کي موندل سوی چي په سربستان کي ګڼ شمېر خلک د کال په دغه وخت کي و ځنګلونو ته د ښکار په مقصد مخ کوي. ښکاريان په دغه موسم کي د هوسيانو، ګيدړو او مرغانو ښکار کوي. زياتره دغه ښکار د شپې پر وخت تر سره کيږي.
په سربستان کي پر دې خبره هم زياتي لانجې رامنځ ته سوي چي د افغانانو په شمول زيات شمېر مهاجر د دغه هيواد په لار و لوېديځو اروپايي هيوادونو ته د رسېدو هڅه کوي.
د سربستان لومړي وزير الېکزاندر ووچيچ د جولای په مياشت کي ويلي ول چي پوليس او پوځ به په ګډه د سربستان پر پولو ګزمې وکړي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.09.2015):
انځورونه: د بالکان له خنډونو ډکي لاري تیریدل
د مهاجرت په موخه د یونان، مقدونیا، سربستان، کرويشيا او هنگري له لاري سفر ډېر ستومانه دی. هیڅ هیواد نه غواړي چې د مهاجرو مسئولیت پر غاړه واخلي. دوی په اصطلاح له یوه سرحده بل ته شړل کیږي.
انځور: DW/L. Scholtyssykهره ورځ په زرونه انسانان د سربستان چارواکو له خوا د کرويشیا سرحد ته استول کیږي او هلته په تش ډاگ پرېښوول کيږي.
انځور: DW/L. Scholtyssykروښانه رنگونه او غمجن وضعیت
رضاکاران پر کډوالو باراني چپني ویشي. له څو ورځو راهیسي هلته بارانونه دي او مهاجر له يوه سرحده بل ته شړل کيږي.
انځور: DW/L. Scholtyssykله دې ځای وروسته د پښو مزل
اوس نو تر کرويشيا پوري ډیره لنډ واټن پاته دی. سربستان په رسمي ډول له دې خبري انکار کوي چې دوی د کرويشيا سرحد ته کډوال لیږدوي.
انځور: DW/L. Scholtyssykکډوال د زراعتي مځکو له لاري د کرويشيا سرحد ته ځان رسوي. دوی په غیر قانوني توگه دغه هیواد ته داخلیږي.
انځور: DW/L. Scholtyssykسربستان له مهاجرو سره ډیره ښه خدای پاماني کوي، خو په هیڅ صورت د دوی بیرته ستنیدل نه غواړي.
انځور: DW/L. Scholtyssykسارا او یوسف له خپلو ماشومانو سره له درو اونیو راهیسې له سوریې څخه تښتیدلي دي. تر سربستان پوري نهه ساعته سفر دوی ته انتظار باسي. اوس دوی په کرويشيا کې راتلونکي بس ته په تمه ناست دي.
انځور: DW/L. Scholtyssykپه مهاجرو کي کوچنيان هم سته چي په دغه اوږده سفر کي داسي هم پېښيږي چي له خپل مور او پلار څخه جلا شي.
انځور: DW/L. Scholtyssykپه راتلونکو څو دقیقو کې به دغه مهاجر په یو بل بس کې سپاره شي، خو دا وار د کرويشيا پر لور.
انځور: DW/L. Scholtyssykد کرويشيا پوځ سرحد ته نږدې په یوه کوچني ځای کې د خیمو یو کمپ جوړ کړی دی. دلته مهاجر کولای شي چې لنډه دمه وکړي او طبي مرستې ترلاسه کړي.
انځور: DW/L. Scholtyssykمخکې تر دې چې ۲۴ ساعته وروسته دوی په یو بل بس کې سپاره شي، دوی د هنگري سرحد د ځان له پاره هدف ټاکلی دی.
انځور: DW/L. Scholtyssyk