تر ډیره وخته پوري د شمالي او جنوبي کورياوو ترمنځ اړیکي شکیدلي وې. خو اوس دغه دواړه هیوادونه غواړي بیرته سره نژدې سي. په همدې خاطر پيونګ يانګ غواړي له سيؤل سره خبري وکړي او ارتباطي لین ورسره پرانيزي.
اعلان
د شمالي او جنوبي کورياوو ترمنځ له تقریباً دوو کلونو راهیسي ټوله ارتباطات قطع ول. خو نن یې د اروپا پر وخت د سهار د اوه نیمي بجو په شاوخوا کي دواړو هيوادونو شل دقيقې تلیفوني خبري کړي دي. دغه خبره د جنوبي کوريا د بیرته یووالي وزارت یوه استازي د فرانسې خبري آژانس AFP ته وکړه. خو د نورو جزیاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړل سوي.
ویل کیږي چي د تلیفوني خبرو په جریان کي جنوبي کوريا د راتلونکي سه شنبې ورځي له پاره له شمالي کوريا سره په لوړه سویه خبرو وړانديز کړی دی. شمالي کوريا یې په جواب کي ویلي دي چي غواړي له جنوبي کوريا سره بیرته مخابراتي کانال پرانیزي. دغه کانال د۲۰۱۶م کال په اپریل میاشت کي قطع سوی وو.
شمالي کوريا غواړي په المپیک سياليو کي گډون وکړي
د سيؤل د معلوماتو پراساس په دغو خبرو کي به په جنوبي کوريا کي جوړېدونکي د المپيک دوبنۍ مسابقو کي د شمالي کوريا د ممکنه گډون پر موضوع بحث وسي، خو پر نورو دوه اړخیزو مناسباتو باندي هم.
د المپیک دوبنۍ مسابقې په راتلونکي فبروري میاشت کي د جنوبي کوريا په پیونگ شانگ کي دایریږي. تر دې دمخه د شمالي کوريا رهبر کیم یونگ اون د نوي عیسوي کال په مناسبت وینا کي له جنوبي کوريا سره د خبرو اترو پیغام ورکړی وو.
د چین عکس العمل
په همدي حال کي د چین خارجه وزارت د تلیفوني اړیکو د بیرته پرانیستلو هرکلئ کړی دی او د دواړو خواوو د هڅو ملاتړ کوي، ترڅو د المپیک مسابقو ترمخه یې مناسبات عادي سي.
زموږ له آرشیف څخه:(10.07.2017)
د شمالي کوریا پوځ څومره غښتلی دی؟
نه يوازي دا چي شمالي کوریا اوس په نړۍ کي يو له تر ټولو ستر پوځ لري، بلکي د خپلو وسلو او تجهیزاتو د لا پیاوړتيا او ډېرښت لړۍ يې هم جاري ساتلې ده.
انځور: Reuters/KCNA
د نړۍ تر ټولو لوی پوځ
دغه هیواد ۷۰۰۰۰۰ پوځ او ۴،۵ میلیونه ریزرف پوځ لري چې د اړتیا په صورت کې خدمت ته اماده وي. په دې توګه نو د دغه هیواد نږدې هر ۵ تن پوځي دی.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jones
د وسلو بې شماره سیستمونه
د وسلو او تجهیزاتو نړیوال شاخص د ۲۰۱۷م کال د رپوټ پر بنسټ، دغه هیواد ۷۶ اوبتلونه، ۵۰۲۵ زیري ټانکونه او ۴۵۸ جنګي الوتکې لري. په دغه انځور کې چې د ۲۰۱۳م کال دی د شمالي کوریا واکمن کم جونګ اون د قوماندې په مرکز کې لیدل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa
د وسلو ننداره
شمالي کوریا هرکال په پلازمېنه پيونګ یانګ کې د یوه پوځي پرېډ په ترڅ کې خپلې وسلې او تجهیزات نندارې ته وړاندې کوي. د وسلو دا ډول ننداره د دغه کمونیستي هیواد له تاریخي او ملي ورځو سره مطابقت کوي.