شمالي او سویلي کوریا دوه کاله وروسته بیا مستقیمي خبرې اترې پیل کړې. د سویلي کوریا په پلازمینه سیول کې د بیا یو ځای کیدو چارو وزارت ویلي دي چې په غیر پوځي شوي سیمه پنمون یوم، کې د دواړو هیوادونو تر منځ غونډه د سویلي کوریا د پلاوي تر افتتاحیه بیانیې وروسته پيل شوه.
د سویلي کوریا د پنځه کسیز پلاوي مشري د بیا یو ځای کیدو چارو وزیر چو مایونګ ګیون، کوي. د شمالي کوریا د پلاوي مشري بیا د کوریا د دننه چارو له پاره ځانګړی استازي ري سون ګون، کوي. په ۱۹۵۳م کال کې په ویشل شوي دغه نیمه ټاپو کې په وروستیو میاشتو کې د شمالي کوریا له لوري تر پوځې لمسونو وروسته شخړې لا پسې زور اخیستې.
شمالي کوریا په المپیک سیالیو کې د ګډون له پاره ټیم استوي
د خبرو اترو په اصلي موضوعاتو کې د المپیک په ژمني سیالیو کې د شمالي کوریا د لوبغاړو ګډون شامل دی. دغه سیالۍ په فبرورۍ میاشت کې د سویلي کوریا په پیونګ چانګ، ښار کې تر سره کیږي. شمالي کوریا غواړي چې یو جګپوړ پلاوی، لوبغاړي، د مینه والو یوه ډله، د هنرمندانو یوه ډله او همداشان د تیکواندو د نمایش یوه ډله سویلي کوریا ته واستوي.
د شمالي کوریا پلاوی د خبرو اترو په ځای کېانځور: picture-alliance/AP Photo/Yonhap/Korea Pool د یونهاپ، خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه خبره د شمالي کوریا مرکچیانو کړې ده. د دې په بدل کې د سویلي کوریا پلاوي د بشري موضوعاتو پر سر خبرو اترو وړاندیز کړی دی. ویل شوي دي چې په دواړو هیوادونو کې د سره صلیب ادارې به د کوریا د جلا شوو کورنیو تر منځ د نوو ملاقاتو پر سر وغږیږي.
د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون، د نوي کال په تړاو بیانیه کې سویلي کوریا ته د خبرو اترو وړاندیز کړی وو او د اولمپیک په سیالیو کې یې د ګډون یادونه کړې وه. خو په عین وخت کې هغه د خپل هیواد اتومي او توغندیو پروګرام پر دوام باندې ټینګار کړی وو.
د شمالي کوریا له پاره وخت ډیر کم دی، که چیرې غواړي په پیونګ چانګ، کې د اولمپیک په ژمني سیالیو کې ونډه واخلي. په اصل کې دغه هیواد د لوبغاړو د ثبتولو له پاره نیټه له لاسه ورکړې. خو سویلي کوریا او د اولمپیک نړیواله کمیټه (آی او سي) غواړي چې شمالي کوریا په سیالیو کې ګډون وکړي. د هغوی له نظره دا د سولې له پاره یو مهم سمبول دی. آی او سي، کولای شي شمالي کوریا ته په سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي.
sr/nz (rtr, dpa)
زموږ له آرشیف څخه د انځورونوګالري:
په ۲۰۱۷م کال په آسيا کي دغه مهم واقعات وسول ـ انځوريز راپور
د چین لخوا د زور ښکاره کول، د شمالي کوریا توغندويي ازموینې، د ټرمپ د افغانستان نوې ستراتیژې او په دې هیواد کې تاوتریخوالی، د پاکستان د لومړي وزیر ګوښه کیدل او نورو پیښو ته کتنه کوو. د پاسفیک د آزادې سوداګرۍ څخه د امریکا وتل د امریکا د ولسمشر په توګه تر کار پیلولو یوازې درې ورځې وروسته، ولسمشر ترمپ د امریکا او آسیا پسیفیک هیوادونو ترمنځ د آزادې سوداګرۍ له تړون څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ. په ۲۰۱۶م کال کې په ترسره شوي دغه تړون کې ۱۲ هیوادونو ګډون درلود.
انځور: picture alliance/Newscom/R. Sachs ’’بوڑھے شخص‘‘ اور ’’چھوٹے سے راکٹ آدمی‘‘ کے درمیان الفاظ کی جنگ ٹرمپ کی جانب سے امریکی صدر کا عہدہ سنبھالنے کے بعد فروری کے وسط میں شمالی کوریا نے رواں برس کا پہلا میزائل تجربہ کیا۔ پھر یکے بعد دیگرے میزائل تجربے کیے جاتے رہے۔ شمالی کوریا اس سال کے دوران اپنا چھٹا جوہری تجربہ بھی کیا۔ ان تجربات کے تناظر میں صدر ٹرمپ اور کم جونگ اُن کے درمیان تند و تیز جملوں کا تبادلہ بھی ہوتا رہا۔
انځور: picture-alliance/AP Photo/Ahn Young-joon په کوالالمپور کې مرموز قتل د مالیزیال د پلازمینې کوالالمپور په هوايي ډګر کې د کم جون اون ورور کم جونګ نم د زهرجنو موادو په برید کې ووژل شو. د اندونیزیا او ویتنام هیوادونو دوه میرمنې په دې جرم کې تر توقیف لاندې دي. پر دوی تور دی چې پر اعصابو باندې برید کوونکی زهرجن مواد یې په یوه ټوټه وهلي او بیا یې د کیم جونګ نم پر مخ مښلي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Kambayashi د جنوبي کوریا د ولسمشرې ګوښه کیدل د جنوبي کوریا ولسمشره پارک ګون هي د فساد په تور د روان کال په فبروري میاشت کې تر پلټنو لاندې راغله. د همدې کال په مارچ میاشت کط پر هغې باندې د فساد د تور محکمه پیل شوه. سربیره پر دې پر هغې باندې د هیواد د ځینو رازونو د افشا او له واک څخه د ناقانونه استفادې تور هم دی.
انځور: Getty Images/J. Heon-Kyun جنوبي کوریا او یو نوی سیاسي سفر د روان کال په مې میاشت کې د ټاکنو په پایله کې جنوبي کوریا د ازاد سوسیال ګوند مشر مون جای این بری ترلاسه کړ. د پارک ګون هي تر ګوښه کیدو وروسته، د ازاد سوسیال ګوند مشر مون جاي این د دې هیواد د نوي ولسمشر په توګه واک په لاس کې واخیست.
انځور: Reuters/Kim Hong-Ji روحاني د دوهم ځل له پاره د ایران ولسمشر د ایران ولسمشر حسن روحاني د روان کال په مې میاشت کې د دې هیواد په ولسمشریزو ټاکنو کې یو ځل بیا بری خپل کړ. نوموړې په دې ټاکنو کې ۵۷،۱سلنه رایې ترلاسه کړې. د اصلاح غوښتونکی روحاني د واک په موده کې د دې هیواد د اتومي لانجمن پروګرام ستونزه تر یوې اوږدې مودې وروسته د یوې تفاهمنامې پر مټ پای ته ورسیده.
انځور: FARARU د روان کال په ۳۱ نیټه په پلازمینه کابل کې د آلمان سفارت مخې ته خونړۍ موټر بم چاودنه وشوه. په دې پیښه کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شاوخوا ۴۵۰ کسان بیا ټپي شوي وو. د آلمان استخباراتي ادارې د دې برید په هکله افغان چارواکو ته خبر هم ورکړی وو.
انځور: Reuters/O. Sobhani په شمالي کوریا کې یو نیم کال بندي شوی امریکايي زده کوونکی اوټو وارمبیر د روان کال په جون میاشت کې بیرته امریکا ته ولیږدول شو. نوموړي په دې وخت کې بې هوښه وو او خپل هیواد ته تر رسیدو څه موده وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا چې له هغه سره په شمالي کوریا کې څه شوي، دا تر اوسه روښانه نه ده.
انځور: picture alliance/The Cincinnati Enquirer/AP/S. Greene د روان کال په جولای میاشت کې هندوستان خپل نوی ولسمشر وټاکو. نوی ولسمشر د یوې داسې ډلې له خلکو څخه دی چې په هندوستان کې د بیلابیلو ستونزو او ټولنیز بیلوالي ښکار دي. د ولسمشر په توګه د کووند ټاکل کیدل د دې ټولنې له پاره یوه ستره بریا وه.
انځور: Reuters/C. McNaughton د چین د حکومت تر ټولو ستر دښمن هم ومړ د روان کال په جولای میاشت کې د بشري حقونو او د جمهوریت د آواز پورته کوونکی او د سولې د نوبل جایزې ګټونکی چینايي لیو شیاوبو په ۶۱ کلنۍ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی د ځګر په سرطان اخته وو. د یوې اوږدې مودې له پاره په زندان کې پاتې شوی شیاوبو تر مرګ دوه اونۍ مخکې د روغتیايي ستونزو له امله آزاد کړی شوی وو.
انځور: picture-alliance/AP د پاکستان د لومړي وزیر لیرې کیدل د پاکستان سترې محکمې د فساد په یوه محکمه کې د دې هیواد ملکي لومړی وزیر نواز شریف نا اهل وګرځول شو او په دې توګه هغه د پارلمان د غړي او همدا راز د دې هیواد د صدراعظمۍ حق ترې واخیستل شو.
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi د روان کال په اګست میاشتې په پای کې د روهنګیايي یاغیانو لخوا د میانمار پر پوځ باندې تر برید وروسته، د دې هیواد په راکهین ولایت کې پوځي عملیات پیل شول. تر عملیاتو وروسته له ۶ لکو څخه ډیر روهنګیايي مسلمانان هجرت ته اړ شول او بنګلدیش ته ورسیدل. په دې ترڅ کې سلګونو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړ. ملګرو ملتونو په میانمار کې پر روهنګیایانو باندې دغه کار د نسل وژنې په توګه یاد کړ.
انځور: Reuters/Z. Bensemra د شمالي کوریا لخوا د توغندیو آزمویل د روان کال د سپتمبر میاشتې په دریمه نیټه شمالي کوریا د توغندیو خپله ۶مه آزموینه وکړه او دغه وروستی آزموینه د اتومي آزموینو په کتار کې تر ټولو ځواکمه ګڼل کیږي. شمالي کوریا بیا ویلي چې دا د هایدروجني بم آزموینه وه چې د دې وړتیا لري چې پر قاره ای توغندیو هم نصب کړل شي.
انځور: Reuters/KCNA د چین تر ټولو ځواکمن ولسمشر د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د چین د کمونیست ګوند کنګره تشکیل شوه. په دې کنګره کې د ولسمشر شي جنګ پنګ ښه ملاتړ وشو.
انځور: Getty Images/W.Zhao د فلپین په مراوي ښار کې د اسلامي دولت اړوند جنګیالیو او د دې هیواد د امنیتي ځواکونو ترمنځ د پنځو میاشتو اوږده جګړه د اکتوبر میاشتې په ۲۳ نیټه پای ته ورسیده. دې ښار ته د حکومتي واک د بیرته لیږلو له پاره د پوځي عملیاتو په پایله کې ټولټال له زرو څخه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
انځور: Reuters/R. Ranoco