1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څلور افغانان او پاکستانيان د قاچاق په تور نیول سوي دي

۱۴۰۰ آذر ۱, دوشنبه

په شمالي مقدونيا کې دوه پاکستانیان او دوه کم سنه افغانان د انساني قاچاق په شک نیول سوي دي. دا کسان په دې تورن دي چې له نورو کډوالو سره یې "خورا ظالمانه او له سپکاوي ډک" ناوړه چلند کړی دی.

Nordmazedonien Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/AP Photo/V. Kryeziu

د شمالي مقدونيا چارواکو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه څلور کسان يې له نورو کډوالو سره د جرمونو د ترسره کولو په شک نیولي دي.

دا نیول سوې څلور کسه په دې تورن دي چې د انساني قاچاق د یوې ډلي غړي دي.

د څارنوالانو په وینا دغو کسانو د صربستان پولي ته نژدې یو کمپ جوړ کړی وو  او هغه کډوال یې پکې ساتل چې غوښتل يې له یونان څخه لویدیځي اروپا ته ولاړ شې.

څارنوالانو ویلې دي »چې دغو کسانو کډوال په زوره کمپ ته راویستل او بیا به یې موبایلونه او نور شخصي اسناد ترې اخیسته او د هغوی هر ډول اړیکه به یې له کمپ نه بیرون ناممکنه کوله.«

څارنوالان ويلي دي چې، تورنو کسانو له کډوالو سره فزیکي ناوړه چلند کاوه او بیا به یې د هغوی عکسونه د هغوی کورنۍ ته استول چې د خلاصون په بدل کې یې پیسې ترلاسه کړي.

په شمالي مقدونيا کې چارواکي وايي دغو کسانو په کمپ کې له کډوالو سره ناوړه چلند کړی او اند جنسي تاوتریخوالی یې هم ورسره کړی دی.

دا قضیه هغه مهال افشا سوله چې دوه کډوال وروسته له هغه چې له کمپه ووتل او ځانونه یې صربستان ته ورسول او چارواکو ته خبر ورکړی.

چارواکې وایې وروسته له دې چې ددغو دوو کډوالو څخه یې معلومات تر لاسه کړ د شمالي مقدونيا او صربستان امنیتي مسولین په ګډه لاس په کار سول.

د دواړو هیوادونو پولیسو د شنبې په ورځ پر کمپ چاپه وهلې او ۳۵ کډوال یې موندلي چې نهه کسان یې ۱۴ او ۱۵ کلن دي.

که دغه کسان په محکمه کې مجرم ثابت شي، لږ تر لږ به په اتو کلونو بند محکوم شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب