1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي وزيرستان: د بې پيلوټه الوتکې برید ۹ انسانان ووژل

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبه

د پاکستان په شمال لوېديځ کې د امريکايي بې پیلوټه الوتکې په بريد کي ۹ انسانان وژل سوي دي. د پاکستاني چارواکو په وينا دغه بريد د شنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په شاوان سیمه کي تر سره سوی دئ. پاکستاني چارواکو زياته کړې ده چي وژل سوي ټول کسان شکمن وسله وال ول.

د امریکا متحده ایالات وخت نا وخته په پاکستان کې د یاغیانو د په نښه کولو له پاره د بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخلي. پاکستان څو څو وارې له امریکا څخه غوښتي دي چې دغه عملیات ودروي خو امریکا د یاغیانو د په نښه کولو له پاره د بې پیلوټه الوتکو کارول د خپلې پوځي ستراتیژۍ يوه مهمه برخه بولي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب