1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي وزیرستان: د پت په نوم وژنې قضیه کې څلور کسان نیول شوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

د خیبر پښتونخوا د پولیسو په وینا په شمالي وزیرستان کې د پت په نوم د وژل شوو نجونو په قضیه کې دوو مرکزي شکمنو کسانو په محکمه کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی. دغه نجونې په ټولنیزو شبکو کې د یوې ویډیو تر خپریدو وروسته وژل شوي.

Symbolbild - Ehrenmord - Pakistan
انځور: picture-alliance/dpa/Keystone USA Falkenberg

په خپل اعتراف کې یوه تن دا منلي ده چې د ویډیو د ثبتولو له پاره یې د خپل دوست تلیفون کارولی وو. دغه کس لا ترمخه پولیسو نیولی دی. د یادولو وړ ده چې د ځایي پولیسو له پاره په دغسې حساسه سیمه کې د دغه ډول قضیې څیړل سخت کار دی. د سیمي خلک او د اړونده کورنۍ هیڅوک هم له پولیسو سره د شکایت د ثبتولو له پاره اماده نه ول.

د دویچه ویله اردو څانګې په دې هکله په شمالي وزیرستان کې د پولیسو له افسر شفیع الله ګڼداپور، سره اړیکه نیولې. هغه ویلي: «د پت په نوم په دغه قتل کې له ښکیلو پنځو کسانو څخه څلور یې نیول شوي دي. په نیول شوو کسانو کې د ویډیو کلیپ اخیستونکی او د کارول شوي تلیفون خاوند هم شامل دی. دغه مجرمین د چهارشنبې په ورځ محکمې ته وړاندې کړل شول، چې هلته یې ومنله چې ویډیو دوی جوړه کړې ده او وروسته ورته معلومه شوه چې نجونې وژل شوي دي.»

د ګنډاپور په خبره په شمالي وزیرستان کې له دې ډول حساسو قضیو سره چلن کوم آسانه کار نه دی او له دې کبله د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو مشر د ده په مشرۍ یو ځانګړی تحقیقاتي ټیم جوړ کړی دی، چې په ډیر لږ وخت کې په دې وتوانیدل چې شکمن کسان ومومي.

د می پر ۱۵ نېټه د پولیسو له خوا په ثبت شوي رپوټ کې ویل شوي دي چې ۱۶ کلنه او ۱۸ کلنه دوې نجونې، نزدې خپلوانو د پت په نوم وژلي دي. څو ورځې ترمخه په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوې ده چې د شمالي وزیرستان د ګړیوام درې نجونې او یو هلک پکې لیدل کیږي. د پولیسو په وینا د ویډیو تر خپریدو وروسته دغه نجوني وژل شوي.

فریدالله خان، پيښور