1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

شمالي وزیرستان کې د سړک د غاړې ماین درې پوځیان وژلي

۱۳۹۸ آبان ۲۲, چهارشنبه

د پاکستان په شمال لویدیځ کې پر یوه پوځي موټر باندې د سړک د غاړې ماین چاودلی چې په پایله کې یې درې پوځیان وژل شوي دي. دغه خبر د چهارشنبې په ورځ د پاکستان پوځ ورکړی دی.

Grenzzaun zwischen Afghanistan und Pakistan
آرشیف انځورانځور: Reuters/C. Firouz

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر موټر په دغه چاودنه کې یو څلورم عسکر ټپي شوی هم دی. یو وخت دغه سیمه د القاعدې ترهګرې ډلې او طالب یاغیانو پوخ سنګر ګڼل کیده.

د پاکستان د پوځ په وینا د سه شنبې په شپه دغه برید ښيې چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې د یاغیانو د له منځه وړلو له پاره د عملیاتو سربیره هم هغوی د دې وړتیا لري چې امنیتي ځواکونه او ملکیان په نښه کړي.

د پوځ له لورې په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې تر چاودنې سملاسي وروسته سیمه کلابنده شوې ده او د شکمنو کسانو لټون پیل شوی دی. خو په دې هکله نور هیڅ ډول جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې لا تر اوسه کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو په تیرو وختونو کې د داعش ډله او پاکستاني طالبانو په سیمه کې امنیتي ځواکونه په نښه کول.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب