1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا اته اتومي وړتيا لرونکي توغندي ازمویلي

۱۴۰۱ خرداد ۱۵, یکشنبه

د نړيوالو بنديزونو سربېره شمالي کوريا د توغنديو ازموینې ترسره کوي. د يوه ساعت په ترڅ کې د دغه کمونيستي هېواد پوځ اته د لنډ واټن داسې توغندي ازمویلي دي چې اتومي وړتیاوې هم لري.

Nordkorea feuert mehrere Kurzstreckenraketen ab
انځور: Lee Jin-man/AP Photo/picture alliance

دغه اته د لنډ واټن توغندي د شمالي کوريا پلازمېنې پيونګ يانګ ته څېرمه له سونان سيمې څخه د جاپاني سمندر په لور توغول شوي دي. دغه خبره د سويلي کوريا پوځ کړې ده. جاپاني رسنيو هم د توغنديو د ازموينو په هکله رپوټونه ورکړي دي. دا چې دغو توغنديو څومره واټن وهلی دی، لا معلومه شوې نه ده.

د شنبې په ورځ سويلي کوريا او د امريکا متحده آیالاتو د څلورو کلونو راهيسې د جاپان د اويناوا ټاپو په مخکې خپل لومړی ګډ پوځي مانور پای ته رسولی و. په دغو درې ورځنيو تمريناتو کې د سويلي کوريا په خبره امريکايي الوتکې لېږدونکې کښتۍ »يو اس اس رونالد رېګن« او د سويلي کوريا بېړۍ ماتونکې کښتۍ هم ګډون درلود. د سويلي کوريا پوځ وويل چې »دغه تمرين د دواړو هېوادونو هوډ لا مضبوط کړ چې د شمالي کوريا هر ډول پارونو ته به غبرګون ښيي.«

د شمالي کوريا واکمن، کين جونګ اون، په وار وار د دغه ډول مانورونو پر ضد اعتراض کړی دی او د دغه اقدامات یې د خپل هېواد اشغال ته چمتووالی بللی دی. د امريکا متحده آيالات او سويلي کوريا بيا د پيونګ يانګ راکټي او اتومي پروګرام ته د ګواښ په سترګه ګوري. شمالي کوريا چې په نړيواله کچه منزوي هېواد دی، سږ کال تر اوسه ۲۳ د توغنديو ازموينې تر سره کړې دي. وروستۍ ازموينه د می په ۲۵مه نېټه وشوه.

د شمالي کوريا واکمن، کيم جونګ اونانځور: Korean Central News Agency/Korea News Service via AP/picture alliance

وروسته له دې چې د امريکا ولسمشر جو بايدن سويلي کوريا ته سفر کړی و، د يوه بين القاروي توغندي په ګډون درې توغندي وازمويل شول. د متحده آيالاتو حکومت له دغې پېښې وروسته پر شمالي کوريا نوي بنديزونه وضع کړل.

د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې متحده آيالات د لا سختو نړيوالو تغزيراتو په موخه له خپلې غوښتنې سره البته د چين او روسيې د ويټو له کبله ناکام شول. د متحده آيالاتو حکومت د اوونيو راهيسې خبرداری ورکوي چې شمالي کوريا ښايي د ۲۰۱۷ کال راهيسې په لومړي ځل يوه اتومي وسله هم وازمايي. دغه هېواد د کارپوهانو د معلوماتو له مخې هم اتومي بمونه او هم بالستيک توغندي لري، خو په دې لا بريالی شوی نه دی چې دواړه ټکنالوژۍ سره يو ځای کړي. 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب