شمالي کوريا د نړيوالي ټولني خبرداريو ته په نه پام لرني سره د دوشنبې په سهار (۲۰۱۷م کال د مارچ ۶ نيټه) يو وار بيا يو بل توغندی آزمويلی. د جاپان لومړي وزیر شيزو ابی، په ټوکيو کې وويل چې څلور بالسټيک راکټونه «کابو په يو وار» د جاپان د سمندرګي پر لور توغول شوي دي. ده زياته کړه دا ډول ګام «زموږ د هيواد امنيت ته جدي ګواښ دی.»
جنوبي کوريا هم تائید کړې چې شمالي کوريا «يو شمیر» توغندي توغولي دي. په سيويل کې د دفاع وزارت د معلوماتو په حواله دا توغندي تر « تقريباً ۱۰۰۰ کيلومتر» واټن وهلای شي. ويل شوي چې جنوبي کوريا او د امريکا متحد ايالات دمګړۍ دوی ته د رسيدلو معلوماتو په اړه ارزونه کوي.
ويل شوي چې دا راکټونه د «تونګچانګ ري» له سيمې څخه چې د توغنديو د آزمویني مرکز پکښې پروت دی، توغول شوي دي. د جنوبي کوريا لومړي وزیر هوانګ کيو آن، د ملي امنيت جرګه ګۍ بیړنۍ غونډه رابللې ده.
بې اغېزې بندیزونه
د شمالي کوريا مشرتابه د فيبرورۍ میاشتې په نيمايي کې د منځني واټن يوه توغندي کاميابه آزموينه ترسره کړې وه. د ملګرو ملتونو امنيت شورا دا آزمويني په يوه خوله د ملګرو ملتونو له پريکړو څخه د «جدي سرغړونو» په توګه غندلې وه او پر دغه هيواد یې د بالستيک توغنديو آزمويلو بندیز لګولی وو.
خو تير کال لا شمالي کوريا د دوو اټومي آزموينو او يو شمير توغنديو په توغولو سره نړيواله ټولنه تحريک کړې وه. په ۲۰۰۶م کال کې له لومړۍ آزمويني راهيسې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په شپږو پړاونو کې پر دغه هيواد بندیزونه لګولي، خو ټول بې اغیزې پاته دي.
د مارچ له لومړۍ نيټې راهيسې امريکا متحدو ايالاتو او جنوبي کوريا پخپلو کلنيو شريکو پوځي مانورو لاس پورې کړې دی. شمالي کوريا دې تمرينونو ته د کوريا پر ټاپو وزمه جنګ ته د چمتووالي د نيولو په سترګه ګوري او په مقابل کې یې د «غچ اخيستونکو ګامونو» اخيستلو ګواښ کوي.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب:
کوم هيوادونه تر ټولو زيات سرتيري لري؟
د نړۍ د ټولو هيوادونو د سرتيرو شمېر تر ۲۷ مليونو زيات دی. په دغه شمېر کي د بعضو هيوادونو نيمه پوځي سرتيري او نور امنيتي وسله وال ځواکونو هم شامل دي. خو له دغو هيوادونو تر ټولو زیات سرتيري کوم هيواد لري؟ دلته يې وګورئ:
انځور: Reuters/D. Sagolj۲۱ مقام - افغانستان - تقريبا ۳۱۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۵ فيصده
د دغه انځوريز مطلب له پاره معلومات د «نړيوال بانک» له وېبپاڼي (data.worldbank.org) څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۳يمه نېټه اخيستل سوي دي. د نفوس د شمېر سره تړلي معلومات د نړيوال بانک له ۲۰۱۵ کال د اړوند راپور او د سرتيرو د شمير معلومات يې له ۲۰۱۴ کال د اړوند راپور څخه اخيستل سوي. (ليکونکی: احمدولي اڅکزی)
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali۲۰ مقام - فرانسه - تقريبا ۳۱۵ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۴۷ فيصده
انځور: AP۱۹ مقام - الجزائر - تقريبا ۳۲۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۸۰ فيصده
انځور: picture-alliance/dpa۱۸ مقام - مکسيکو - تقريبا ۳۳۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۶ فيصده
انځور: AP۱۷ مقام - ايتاليا - تقريبا ۳۵۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۵۹ فيصده
انځور: Getty Images/AFP/V. Pinto۱۶ مقام - تايلند - تقريبا ۴۵۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۶۷ فيصده
انځور: Reuters۱۵ مقام - کولمبيا - تقريبا ۴۶۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۴ فيصده
انځور: Fuerzas Armadas de Colombia۱۴ مقام - ميانمار - تقريبا ۵۱۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۵ فيصده
انځور: Soe Than Win/AFP/Getty Images۱۳ مقام - ويتنام - تقريبا ۵۲۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۵۷ فيصده
انځور: picture-alliance/AP Photo/Na Son Nguyen۱۲ مقام - ايران - تقريبا ۵۶۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۷۱ فيصده
انځور: MEHR۱۱ مقام - ترکيه - تقريبا ۶۱۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۷۸ فيصده
انځور: Getty Images/AFP/O. Kose۱۰ مقام - جنوبي کوريا - تقريبا ۶۳۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۱،۲۵ فيصده
انځور: Reuters/Hwang Gwang-mo/Yonhap۹ مقام - اندونيزيا - تقريبا ۶۷۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۶ فيصده
انځور: Getty Images/AFP/A. Zamroni۸ مقام - برازيل - تقريبا ۷۳۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۳۵ فيصده
انځور: Reuters/R. Moraes۷ مقام - مصر - تقريبا ۷۴۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۱ فيصده
انځور: Getty Images/AFP/M. El-Shahed۶ مقام - پاکستان - تقريبا ۹۲۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۴۹ فيصده
انځور: picture alliance / ZUMA Press۵ مقام - روسيه - تقريبا ۱،۲۸ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۸۹ فيصده
انځور: Reuters/S. Karpukhin۴ مقام - شمالي کوريا - تقريبا ۱،۳۷ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۵،۴۸ فيصده
انځور: picture alliance/dpa۳ مقام - د امريکا متحده ايالات - تقريبا ۱،۳۸ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۴۳ فيصده
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Evans۲ مقام - هند - تقريبا ۲،۷۵ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۱ فيصده
انځور: UNI/PS۱ مقام - چين - تقريبا ۲،۹۹ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۲ فيصده
د دغه انځوريز مطلب له پاره معلومات د «نړيوال بانک» له وېبپاڼي (data.worldbank.org) څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۳يمه نېټه اخيستل سوي دي. د نفوس د شمېر سره تړلي معلومات د نړيوال بانک له ۲۰۱۵ کال د اړوند راپور او د سرتيرو د شمير معلومات يې له ۲۰۱۴ کال د اړوند راپور څخه اخيستل سوي. (ليکونکی: احمدولي اڅکزی)
انځور: Reuters/D. Sagolj