1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا بيا د توغندي ازموينه کړې ده

۱۴۰۰ اسفند ۸, یکشنبه

د اوکراين جګړې په ترڅ کې شمالي کوريا د يوه توغندي ازموينه تر سره کړې ده. په چين کې د المپيک لوبو پر مهال شمالي کوريا دغسې ازموينې درولې وې.

Japan: Nordkorea feuert erneut Rakete ab
انځور: Ahn Young-joon/AP/picture alliance

شمالي کوريا له څلور اوونيز ځنډ وروسته د خپلو توغنديو ازموينو ته دوام ورکوي. د سويلي کوريا او جاپان په حواله دغه هېواد چې ځان يو اټومي ځواک هم بولي، د یکشنبې په سهار (ځايي وخت) يو شکمن باليستيک توغندی د ختيځ په لور سمندر ته توغولی دی. د ملګرو ملتونو پرېکړه ليکونه دغه هېواد اصلاً له دې منع کوي چې دغه ډول توغندي وازموي چې ځينې ورڅخه اټومي ګلولې هم لېږدولی شي. کارپوهان دغه خبره نه دروي چې اوس ازمويل شوی توغندی د منځني واټن دغسې يو توغندی وي چې اټومي خولۍ لېږدولی شي.

په سويلي کوريا کې لا پخوا اندېښنه موجوده وه چې شمالي کوريا به په چين کې تر ژمنيو المپيک لوبو وروسته په روانه مياشت کې د توغنديو ازموينې بېرته پيل کړي. دغه ازموينې ښايي شمالي کوريا خپل دوديز متحد هېواد چين ته د احترام په خاطر ځنډولي وي. خو اوس نوې تر سره شوې ازموينه د اوکراين جګړې په منځ کې کيږي.

کارپوهان د اوږدې مودې راهيسې ادعا کوي چې شمالي کوريا ښايي له دغې شخړې څخه ګټه واخلي څو د امريکا پر متحده آيالاتو لا ډېر فشار وارد کړي چې د نويو خبرو اترو له پاره ورته دقيق وړانديزونه وکړي. د شمالي کوريا او امريکا تر منځ د پيونګ يانګ د اتومي پروګرام په سر خبرو اترو د درو کلونو راهيسې خاص پرمختګ نه دی کړی.

د يکشنبې ورځې د ازموينې راکټ د سويلي کوريا د وسله والو ځواکونو په حواله له پلازمېنې پيونګ يانګ سره جوخت توغول شوی دی چې د ۶۲۰ کيلومترو په ارتفاع کې يې تقريبا ۳۰۰ کيلومتره واټن وهلی دی. د انکيت پاندا په نوم کارپوه په ټويټر کې »د الوتنې له يوه جالب مسير« څخه خبرې کولې چې وايي مطمين نه دی چې »آيا له پخوانو ازموينو ته ورته وو« که نه او په خبره يې ښايي د منځني واټن يو توغندی کارول شوی وي. د جاپان د دفاع وزير، نوبوو کيشي وويل چې راکټ د جاپان له »انحصاري تجارتي ساحې« څخه دباندې بحر ته لوېدلی دی. په خبره يې جاپان د بيجينګ د سفارت له لارې شکایت کړی دی، ځکه چې توکيو او پيون يانګ مستقيم ديپلوماتيک تماسونه سره نه لري. 

د کارپوهانو په باور کيم جون اون غواړي د تواغنديو په ازمويلو سره پر امريکا فشار راوړيانځور: KCNA via KNS/dpa/picture alliance

د سويلي کوريا د ملي امنيت شورا د تازه تر سره شوې ازموينې له کبله تر يوې بېړنۍ ناستې وروسته تاسف او »جدي اندېښنه« څرګنده کړه. شمالي کوريا په جنورۍ مياشت کې لا د اوو توغنديو ازموينې ترسره کړې وې چې داسې د منځني واټن راکټ پکې هم شامل وو چې په پاسيفيک کې د متحده آيالاتو ګوام اډه په نخښه کولی شي. دغه ټاپو چې امریکا پکې يوه پوځي اډه لري، له شمالي کوريا څخه تقريبا ۳۴۰۰ کيلومتره لېرې پرته ده.

په ورته وخت کې د شمالي کوريا کمونيستي مشرتابه پر واشنګټن د خصمانه سياست تور لګوي. د سويلي کوريا ولسمشر، مون جائي، د جنورۍ مياشتې په پای کې د منځني واټن توغندي تر ازمويل کېدو وروسته خبرداری ورکړی وو چې شمالي کوريا په ۲۰۱۸ کال کې له خپل اړخ څخه د اتومي تستونو او د قاروي توغنديو د ازموينو د درولو له ژمنې څخه فاصله نيولې ده. د شمالي کوريا مشر، کيم جونګ اون په جنورۍ مياشت کې دې ته اشاره کړې وه چې غواړي دغسې ازموينې بېرته پيل کړي.  

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل