1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا بيا يو توغندی توغولی دی

۱۴۰۱ مهر ۳, یکشنبه

داسې ښکاري چې د احتمالاً لنډ واټن دغه توغندی د شمالي کوريا په لويديځ کې تر ۶۰۰ کيلومتره الوتنې وروسته سمندر ته لوېدلې دی. د جنوبي کوریا پوځ دغه خبره تائید کړې ده.

Nordkorea feuert erneut Rakete Richtung Meer ab
انځور: Ahn Young-joon/AP/picture alliance

لږه موده مخکې امريکايي الوتکې لېږدونکې کښتۍ »يو اس اس رونالد رېګن« سويلي کوريا ته رسېدلې وه او يوه بله داسې کښتۍ هم په لاره ده. متحده آيالات د سويلي کوريا تر ټولو مهم متحد بلل کيږي.

داسې ښکاري چې د احتمالاً لنډ واټن دغه توغندی د شمالي کوريا په لويديځ کې تر ۶۰۰ کيلومتره الوتنې وروسته سمندر ته لوېدلې دی. دغه خبره د سويلي کوريا د پوځ مشرتابه کړې ده. توغندی د دغه هېواد د ختيځ ساحل په اوږدو کې سمندر ته لوېدلی دی. د سويلي کوريا پوځ پر منزوي شوې شمالي کوريا د پارونې تور لګولی دی.

د امريکا الوتکي لېږدونکې بېړۍ جنوبي کوريا ته رسېدلې

د ملګرو ملتونو پرېکړه ليکونه شمالي کوريا ته اصلاً د هر ډول باليستيک توغنديو د ازموينو اجازه نه ورکوي چې ځينې ډولونه يوه يوه يا يو څو اتومي سرګلولې هم لېږدولی شي. سويلي کوريا بيا اندېښنه لري چې شمالي کوريا به ښايي ډېر ژر له اوبتل څخه هم يو باليستيک توغندی وازمايي. سول او واشنګټن د ډېرې مودې راهيسې وېره لري چې شمالي کوريا ښايي له دې وروسته يوه اتومي ازموينه هم تر سره کړی.

پر شمالي کوريا باندې د دغه هېواد د اتومي وسلو د تګلارې له کبله سخت نړيوال بنديزونه لګېدلي دي. د توغندي دغه وروستۍ ازموینه مخکې له دې وشوه چې د امریکا متحده آيالات او سويلي کوريا د کوريا له نيمه ټاپو سره څېرمه ګډ پوځي سمندري تمرينونه پلان کړي دي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل