1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا تر غږ چټک توغندي د بريالۍ ازموينې ادعا کوي.

۱۴۰۰ دی ۱۶, پنجشنبه

شمالي کوريا ادعا کوي چې هغه توغندی چې پرون يې د سمندر په لور توغولی، تر »غږ چټک« وو. دغسې چټکې او زبر صوت وسلې يو لوی ګواښ پېښوي ځکه چې دفع يې ډېره سخته ده.

Nordkorea | Raketentests
انځور: YONHAPNEWS AGENCY/picture alliance

د شمالي کوريا دولتي اژانس د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې د کوريا نيمې ټاپو د ختيځ سمندر په لور توغول شوی يو توغندی تر غږ چټک وو. دا د پيونګ يانګ له خوا دويمه د زبر صوت يا تر غږ چټک توغندي ازموينه ده او د اکتوبر راهيسې د شمالي کوريا له خوا لومړۍ د يوه توغندي ازموينه ده. شمالي کوريا په سپتمبر کې هم د داسې يوې ورته ازموينې ادعا کړې وه.

خو د شمالي کوريا دغه ادعا بايد لومړی په بې طرفه ډول تائيد شي. د پنجشنبې په ورځ د جاپان د دفاع وزير، نوبوو کيشي، جاپاني رسنيو ته وويل چې دغه توغندی تر غږ چټک نه وو، خو يو »نوی ډول بالستيک توغندی« وو چې شمالي کوريا تر اوسه لا ازمويلی نه وو.

پيونګ يانګ خپله څه وويل؟

د کی سي ان ای دولتي خبري اژانس وويل چې راکټ »ترغږ چټکه سرګلوله« لېږدوله چې »په دقت سره يې په ۷۰۰ کيلومترۍ کې خپل هدف وويشت.«

د چهارشنبې ورځې ازموينې د ياد اژانس په حواله »د توغندي د الوتنې د کنترول او ثبات وړتيا د فعالې الوتنې پړاو کې تائيد کړه.« زياته شوې چې »د تر غږ چټکو توغنديو سکتور کې پر له پسې برياليو ازموينو ستراتيژيک اهميت موندلی په دې چې د دولت د ستراتيژيکو وسله والو ځواکونو عصري کېدل راچټکوي.«

د توغندي ازموينه د شمالي کوريا په دولتي تلويزيون کې خپره شوهانځور: Kim Hong-Ji/REUTERS

خو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړه ليکونو د شمالي کوريا له خوا د باليستيک توغنديو او اټومي تستونو هر ډول فعاليت بندوي او ردوي چې د دغو پروګرامونو له کبله په دغه هېواد باندې بنديزونه هم وضع شوي دي.

زبر صوت وسلې څه اهميت لري؟

د چهارشنبې ورځې ازموينه د جاپان په سمندر کې د سيمې ډېرو بېلو پوځونو کشف کړې ده چې د متحده آیالاتو، سويلي کوريا او جاپان له خوا ورباندې انتقادونه شوي دي. زبر صوت يا تر غږ چټک توغندي د غږ يا صوت په نسبت تر پنځو برابره زياته چټکتيا موندلی او په ساعت کې تر ۶۲۰۰ کيلومترو پورې واټن شا ته پرېښودلی شي.

د باليستيک توغنديو خلاف چې لومړی فضا ته رسيږي، زبر صورت وسلې په کمه ارتفاع سفر کوي او هدايت او لارښوونه ورته هم کېدای شي چې له کبله يې د هغوی کشف کول سختيږي. د هدايت وړ توغنديو او سرګلولو پرمختيا ښايي د سويلي کوريا او امريکا متحده آیالاتو د توغنديو د دفعې سيستمونه وننګوي. امريکا متحده آيالات دا مهال په مليارډونو ډالر د توغنديو پر دفاعي سيستمونو لګوي چې هڅه کوي وړتيا يې ډېره کړي. د امريکا متحده آيالاتو او د جرمني په څېر نورو هېوادونو هم د شمالي کوريا له خوا د توغنديو دغه ازموينه غندلې ده.    

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب