1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوريا د جاپان پر فضا بالستيک توغندی فاير کړی

۱۴۰۱ مهر ۱۲, سه‌شنبه

د دې توغندي په توغولو سره جاپاني چارواکو په شمالي سيمو کې له اوسيدونکو وغوښتل چې ځایونونه خوندي ځايونو ته ورسوي. ګمان کيږي چې دا توغندی په پاسيفيک کې لوېدلی دی. جاپان او جنوبي کوريا دا کړنه په کلکه غندلې.

د ۲۰۱۷م کال راهيسې دا لومړۍ تجربه ده چې به ترڅ کې یې توغندی له جاپانه تير شوی
د ۲۰۱۷م کال راهيسې دا لومړۍ تجربه ده چې به ترڅ کې یې توغندی له جاپانه تير شویانځور: Lee Jin-man/AP/picture alliance

د جاپان او جنوبي کوريا چارواکو وويل چې شمالي کوريا د سه شنبې په ورځ د جاپان پر فضا د منځني واټن احتمالي بالیستک توغندی فایر کړی دی که څه هم چې ښايي دا يوه تجربه وه. خو د سې شنبې ورځي په سهار وختي د جاپان چارواکو په هوکايدو او اوموري سيمو کې خلکو ته لارښوونه وکړه چې خوندي ځايونو ته ولاړ شي.

شمالي کوریا بیا بالستیکي راکټونه وتوغول

د جاپان حکومت د خبرداري د خپل سيسټم له لارې ويلي ول: «داسې بریښي چې شمالي کوريا يو میزايل توغولی دی. د مهربانۍ له مخې په ودانيو او يا هم په تکاويو کې پناه واخلئ.»

د جنوبي کوريا ولسمشر يو سک پول د شمالي کوريا دغه «بې پروا پاروني» غندلي دي. د جاپان لومړي وزير فوميو کشيدا بيا د میزايل د فاير کولو پېښه يو «وحشيانه» عمل بلل دی. په دې پېښه کې د هیڅ ډول مالي او ځاني زيان خبر نه دی ورکړل شوی.

د توغنديو توغولو له کبله جاپان ته خطر

د جاپان د کابينې مشر منشي هیروکازو ماتسونو وويل چې توغندی د جاپان له فضا تېر شوی او په پاسيفيک کې لګيدلی دی. د جاپان او جنوبي کوريا چارواکو وويل چې ميزايل په ټوله کې ۴۵۰۰ کيلومترو واټن وهلی دی.

ماتسونو زياته کړې: «د شمالي کوريا له خوا د بالستيک توغنديو پرله پسې آزموينې او نور فعالیتونه د جاپان او نړېوالې ټولنې امنيت ته نه یوازې خطر، بلکې د جاپان په شمول د نړېوالې ټولنې له پاره يوه ستره ننګونه هم ده.»

امريکا خپلې دفاعي ژمنې تازه کړې

د امريکا د ملي امنيت کمیټې شمالي کوريا له خوا د توغندي توغول «يوه  خطرناکه او بې پروا» کړنه بللې ده. په ختيځه آسيا کې امريکايي ديپلومات او امريکا د اندو پاسیفيک قوماندې هم دا عمل غندلی دی.

د جنوبي کوريا ولسمشر يو سک پول د شمالي کوريا دغه «بې پروا پاروني» غندلي دي. انځور: Stanislav Kogiku/ picturedesk.com/picture alliance

د امريکا د ملي امنيت مشاور جيک سليوان د جنوبي کوريا او جاپان له خپلو سيالانو سره د يوه ګډ نړيوال غبرګون په هکله هم سلا مشوره کړې ده. سليوان د آسيا د دغو دواړو هېواد د دفاع خپله ژمنه تازه کړې ده.

په سيمه کې ترنګلتيا پر زياتېدو ده

د ملګرو ملتونو پريکړه ليکونه شمالي کوريا د هر ډول بالستيک توغنديو له تجربو منع کوي. خو پر دې سربیره هم دا په تېرو لسو ورځو کې دا ډول پنځمه آزموينه ده.

د توغنديو توغولو د دې وروستيو پېښو برعکس بيا د سه شنبې ورځې تجربه تر ۲۰۱۷م کال وروسته داسې لومړۍ تجربه وه چې د شمالي کوريا له خوا فاير شوی توغندی پکې له جاپان څخه تير شوی دی.

په یوه اونۍ کې د شمالي کوریا څلورمه توغندیزه آزموېنه

په اګست میاشت کې امريکا متحده ايالاتو او جنوبي کوريا په سيمه کې ګډ پوځي تمرينونه پيل کړي ول. شمالي کوريا دې تمرينونو ته پر خپل هېواد د بريد د مانورو په سترګه ګوري خو د جنوبي کوريا او امريکا د حکومتونو دريځ دادی چې دا تمرینونه دفاعي موخه لري.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP, AFP, dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل