1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوريا د سمندر په لور مارش توغندي توغولي دي

۱۴۰۲ شهریور ۱۱, شنبه

شمالي کوريا چې ځان اټومي قدرت بولي، د ژيړ سمندر په لور يو څو مارش توغندي ويشتلي دي. په سويلي کوريا کې پوځي مشرتابه ويلي چې دغه د هدايت وړ توغندي دوی د شنبې په سهار په هوا کې تثبيت کړي دي.

شمالي کوریا کې یوه توغندی
شمالي کوریا کې یوه توغندی انځور: Ahn Young-joon/AP/picture alliance

ويل کيږي چې دغه توغندي د کوريا نيمه ټاپو او چين ترمنځ سمندر ته لوېدلي دي. دا چې څو توغندي ويشتل شوي، تر اوسه لا معلوم نه دي. سويلي کوريا ويلي چې د امريکا متحده آيالاتو سره په همکارۍ د شمالي کوريا فعاليتونه څارل کيږي. همدا د پنجشنبې په ورځ سويلي کوريا او د امريکا متحده آيالاتو خپل يولس ورځنی پوځي مانورونه «اولچي فريدوم شيلد» په دغه سيمه کې پای ته رسولی و. شمالي کوريا پر سويلي کوريا او امريکا تور پورې کوي چې د خپلو پوځي تمرينونو له لارې غواړي پر دوی پوځي بريد ته تياری ونيسي، چې دغه دواړه هېوادونه دغه ادعا ردوي. 

د شمالي کوريا اټومي او توغنديز پروګرام د امريکا او د هغوی د متحدينو سويلي کوريا او جاپان له خوا مستقيم ګواښ بلل کيږي. شمالي کوريا تیر او سږ کال په بې ساري ډول توغندي او د هدايت وړ الوتونکي جسمونه ازمويلي دي. په نړۍ کې منزوي دغه هېواد ايله دوې اوونۍ تر مخه هم پوځي د هدايت وړ جسمونه ازمويلي ول. شمالي کوريا د ملګرو ملتونو د پرېکړو له مخې اجازه نه لري چې بالستيک توغندي وازموي چې ځينې يې اټومي سرګلولې هم لېږدولی شي. د هدايت وړ مارش توغنديو ازموينو په وړاندې بيا بنديزونه جاري نه دي. خو دغسې وسلې هم په اټومي سرګلولو سمبالېدلی شي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل