1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا: د هايدروجني بم جوړولو توان لرو

۱۳۹۴ آذر ۲۰, جمعه

د شمالي کوريا مشر کيم جونگ اون، د دغه هيواد رسمي خبري آژانس ته ويلي دي، چي هيواد ئې نه يوازي اټومي بم، بلکي د هايدروجني بم تکنالوژي هم لري. د جنوبي کوريا چارواکو دغه څرگندوني «بې ځايه» خبري بللي.

انځور: picture-alliance/AP Photo

د شمالي کوريا مشر کيم جونگ اون، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۰مه) د دغه هيواد له دولتي خبري آژانس سره په خبرو کي اعلان کړی دئ چي هيواد ئې نه يوازي د اټومي بم، بلکي هايدروجني بم د جوړولو توان هم لري.

د آلمان خبري آژانس د راپور له مخي د شمالي کوريا مشر ويلي دي چي هيواد ئې اوس په نړۍ کي يو له اټومي قدرتونو څخه دئ چي د خپل هيواد د حاکميت د دفاع په خاطر هم د اټوم بم او هم تر هغه د پياوړي هايدروجني بم د استعمال توان لري.

فرانسې خبري آژانس بيا د شمالي کوريا د مشر په حواله ليکلي دي چي دغه هيواد همدا اوس هايدروجني بم لري.

هايدروجني بم يو داسي اټومي بم دئ چي د سونگ مواد ئې ديترويم او تريتيوم دي چي د هايدروجن ايزوتوپونو دي. د معمولي اټومي بم د سونگ مواد يورانيم او پلوتونيم دي. د هايدروجني بم قدرت تر معمولي اټوم بم څو برابره پياوړی دئ.

په لومړي وار دغه شان بم په ۱۹۵۲م کال کي امريکا متحدو ايالاتو و ازمويه. يو کال وروسته بيا پخواني شوروي اتحاد هم دغه شان بم جوړ کړ او ورپسې بيا بريتانيا، فرانسې او چين هم د دغه شان بمونو ازمويني وکړې. اوس د دغو پنځو سرو هیوادونو تقريباً ټول اټومي بمونه دغه ډول دي.

خو جنوبي کوريا په دې کي شک لري چي گانډی دي ئې هايدروجني بم جوړ کړی وي. د کيم جونگ اون، تر اعلان وروسته د جنوبي کوريا يوه امنيتي چارواکي د دغه هيواد دولتي خبري آژانس ته ويلي دي چي شمالي کوريا د هايدروجني بم د جوړولو تکنالوژي په اختيار کي نه لري. هغه د شمالي کوريا د مشر څرگندوني «بې ځايه خبري» بللي.

د جنوبي کوريا د رسنيو د راپورونو له مخي دا لومړی وار دئ چي د شمالي کوريا مشر دغه شان بم ته د لاس رسي خبره کوي.

د شمالي کوريا د اټومي پروژې په اړه تر اوسه دقيق معلومات نه سته. تراوسه څوک ويلای نه سي چي آيا د دغه هيواد اټومي تکنالوژي دې ځای ته رسېدلې ده چي وکولای سي داسي توغندي جوړ کړي چي اټومي خولۍ هغو هدفونو لکه امريکا ته ورسوي؟

د تيرکال په سپتمبر مياشت کي شمالي کوريا يو نوی اټومي راکتور پيل کړ چي د نړۍ والو سخت غبرگون وښوود. د امريکا د بهرنيو چارو وزير دغه اقدام «لمسونکی» وباله.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب