شمالي کوريا: پوځ بايد جنگ ته تيار سي
۱۳۹۳ اسفند ۹, شنبه د شمالي کوریا رهبر کيم جونگ اون د دغه هيواد پوځ ته لارښوونه کړې ده چي «له سياسي، ايډيالوژيکي، پوځي او تسليحاتي نظره له امریکا سره جگړې ته ځان تجهيز کړي».
د شمالي کوريا د رسمي رسنيو د راپور له مخي، د دغه هيواد واکمن د شنبې په روځ (۲۰۱۵م کال د فيبرورۍ ۲۸مه) د امريکا او جنوبي کوريا د گډو پوځي مانورونو په غبرگون کي وويل: «پوځ بايد ښه تمرين وکړي، څو موږ وکولای سو د امریکا بيرغ ټوکر ټوکر کړو».
د دغو گډو مانورونو په درشل کي چي د پلان له مخي به د دوشنبې په ورځ پيل سي، دواړو هيوادونو د جمعې په ورځ خپل دريابي عمليات پيل کړل.
د جنوبي کوريا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي به دغو عملیاتو کي لسو جنگي کښتيو او څو الوتکو ونډه لره.
کيم جونگ اون چي د خپل پلار کيم جونگ ايل، تر مرگ وروسته د ۲۰۱۱م کال په ډسمبر مياشت کي واک ته رسېدلی، هر کال د دغو مانورونو پر مهال امريکا متحدو ايالاتو او خپل گاونډي هيواد ته د جگړې گواښ کوي.
شمالي کوريا ادعا لري چي اتومي وسلې لري. دغه هيواد د ۲۰۰۶م کال په اکتوبر او ۲۰۰۹م کال په می مياشت کي دوې اتومي آزمويني وکړې.
امريکا، جاپان او څو غربي هیوادونو شمالي کوريا ته گواښ کړی دئ، چي د نورو اتومي آزموينو په ترسره کولو سره به پر دغه هيواد باندي نور هم سخت بنديزونه ولگوي.