د پیونگ یانگ د رژیم په عقیده تقریبأ دوې اوونی لا د اولتیماتوم ختمولو ته پاته دي. شمالي کوریا د امريکا د متحده ايالاتو څخه غواړي، چي په تجارتي مسایلو کي نوي امتیازات ورکړي او اقتصادي بندیزونه ورباندي را کم کړي، که نه نو به داسي نوې لار انتخاب کړي، چي د امريکا د «خوښي خلاف به د کرسمس تحفه» ورکړي. دا چي هغه به څه ډول تحفه او څه شي وي، د پیونگ یانگ په حواله به په دې هکله د کمونسټ حزب مرکزي کمیټه په همدې ډسمبر کي لا د یوې فوق العاده جلسې پرمهال تصمیم ونیسي.
د همدې میاشتي د سر عکسونه، د شمالي کوریا رهبر کیم یونگ اون، خور یې کیم یو یونگ او دوه اعتمادي کسان ښکاره کوي، چي د دوهم وار له پاره په همدې کال کي مقدس غره، پایکدو ته تللي دي. خو دا وار د هغوی سره لوی درستیز هم ملگری ؤ. دغه ډول راظاهریدونو په پخوانیو وختونو کي هم ډیر اهمیت درلودئ. واقعأ هم تر دې وروسته دوې ازمویني تر سره سوې.
دغه ډول تیاتر غوندي صحنې جوړول د شمالي کوریا د هغي پراخي تهدیدي تیورۍ یوه برخه ده، چي د همدې کال په فبرورۍ میاشت کي په هانوی کي د سرمشریزي تر ناکامه کیدو وروسته یې پیل کړې ده. د اپریل میاشتي په نیمايي کي کیم یونگ اون د همدې کال تر پایه پوري امريکا متحده ايالاتو ته مهلت ورکړ، چي یو د منلو وړ د حل یو پیشنهاد وکړي.
د شمالي کوریا سره په سرحد کي یې د امریکا د جمهور رييس دونالد ترمپ سره د جون میاشتي په اخره کي ملاقات هم نتیجه ور نه کړه. بلاخره د کیم مرکچیانو د اکتوبر میاشتي په سر کي دسویډن په غونډه کي اعلان وکړ، چي غیر اټومي کولو ته اماده دي. دا هم په داسي حال کي، چي د همدې کال په جریان کي شمالي کوریا شل واره نوي ماډل اټومي راکټان ازمویلي دي.
امريکا راکټي سړي ته خبرداری ورکوي
د امريکا متحده ايالات په خپل نوبت سره د هغه سره مخالفت کوي. دغه خبره د شمالي کوریا له پاره د امریکا خاص نماینده، سټیفین بي یې گن د دوشنبه په ورځ (د ډسمبر ۱۶ نیټه) په سیؤل کي وکړه. هغه شمالي کوریا ته په خطاب کي وویل: «اوس ددې وخت رارسیدلی دی، چي موږ خپل کار وکړو. پرې مو ږدۍ چي هغه سرته ورسوو. موږ دلته یو او تاسي پوهیږئ، چي څنگه موږ پیدا کولای سئ.»
د بلي خوا اکثره ناظرین د شمالي کوریا رفتار داسي توجیه کوي، چي پراساس یې کیم یونگ اون په خپلو دغو تهدیدونو سره غواړي د ملگرو ملتونو له خوا وضع سوي تعزیرات تر ډیره حده پوري له منځه یوسي، بې له دې چي خپل اټومي کامله بې وسلې کول ومني او عملي یې کړي.
پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
انځور: picture-alliance/AP
هندوستان
په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
انځور: Reuters
اسرائیل
له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
انځور: Reuters/B. Ratner
شمالي کوریا
د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.