د سویلي کوریا پوځ د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د جون ۴مه) ویلي دي چې شمالي کوریا له شمالي ولایت څخه د جاپان سمندرگي پر لور یو توغندی توغولی دی. دغه ولایت د چین پولې ته څیرمه پروت دی.
یونهاپ خبري آژانس د سویلي کوریا د لوی درستیز له قوله ویلي دي: «شمالي کوریا د شمالي ولایت پیونگان د بنگیون ښار له څنډې څخه شا او خوا ۹:۴۰ (د سیمي په وخت) یو نامعلوم بالستیک توغندی ختیځ سمندرگي ته توغولی دی.» زیاته شوې ده چې دغه توغندی ۹۳۰ کیلومتره واټن وهلی دی.
د سویلي کوریا ولسمشر مون جای، چې د یوه ملي امنیت کنفرانس مشري یې کوله ویلي دي چې داسې فکر کیږي دغه توغندی دی د منځني واټن ویشتونکی یو ډول توغندی وي. خو هغه ویلي دي چې پوځ په دې هکله هم څیړنې کوي چې آیا دا یو قاره ویشتونکی توغندی وو که نه.
شمالي کوریا له اوږدې مودې راهیسي داسې یو توغندی جوړول غواړي چې وکولای شي تر امريکا پورې د سرگلولو د انتقالو وړتیا ولري. داسې ویل کیږي چې وروستي توغندي له پخوانیو څخه لږ زیات واټن وهلی دی او احتمالا تر الاسکا پوري به ورسیږي. شمالي کوریا ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ به په دې هکله یوه بیانیه خپره کړي.
د سه شنبې د ورځې توغندیي ازموینه په وروستیو میاشتو کې د شمالي کوریا رژیم له لوري څویمه ازموینه ده چې تر سره کیږي او له متحدو ایالاتو سره یې د پوځي کړکیچ راپورته کیدو ته لمن وهلې ده.
د جاپان د دفاع وزارت ویلي دي چې ښایي دغه توغندی د دوی تر اقتصادي انحصار لاندې زون کې لگیدلی وي. د متحدو ایالاتو د پوځ لومړنۍ ارزونې ښيي چې شمالي کوریا منځني واټن ویشتونکی توغندی ازمویلی دی.
د سویلي کوریا ولسمشر مون تیره اوونۍ د امريکا له ولسمشر دونلد ترمپ سره په لومړي ځل ولیدل، چې زیاتره بحثونه یې په دي هکله راڅرخیدل چې له شمالي کوریا سره څه وکړي. ترمپ وروستۍ ازموینې ته د خپل ټویټر په پیغام کې غبرگون ښوولی دی او ویلي دي چې ډیر باور نه شي کولای چې سویلي کوریا او جاپان دې نور اوږده موده دغه وضعیت وزغمي. هغه له چین څخه هم غوښتي چې دغه بې معنی کارونو ته یو وار د تل له پاره د پای ټکی کښیږدي.
ترمپ هڅه کړې چې چین دې ته واداره کړي چې پر شمالي کوریا باندې د هغوی د اتومي او توغندیو پروگرام له کبله فشار راوړي چې موخه یې د قاره یي توغندي په واسطه د اتومي سرگلولي انتقالول دي، څو امریکا په نخښه کړای شي. چین د شمالي کوریا اصلي اقتصادي شریک دی.
خو ترمپ په وروستیو کې د شمالي کوریا د منع کولو له پاره د چین پر ناتوانۍ او یا هم د بې میلۍ په هکله ناهيلي ښوولي ده او ویلي یې دي چې د ستراتیژیک زغم دوران یې ختمو ته نزدې شوی دی.
د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پر شمالي کوریا باندې د اتومي او توغندیو پروگرام او همداشان د بشري حقونو د وحشتناکه سابقې له کبله بندیزونه لگولي دي.
زموږ له آرشیف څخه :
د شمالي کوريا پوځي تمرينونه او په دغه ټاپو وزمه کي کړکېچ
امريکا په جنوبي کوريا کي دفاعي سيستم نصبوي. په عين حال کي د کوريا په اوبو کي د امريکا د اټومي اوبتل د ځای پر ځای کولو خبره کيږه. شمالي کوريا بيا خپل پوځي قدرت نندارې ته وړاندي کړی. انځور: Reuters/D. Sagolj امريکا په جنوبي کوريا کي د «تاد» په نوم توغنديو دفاعي سيستم نصبول پيل کړل. دغه اقدام نه يوازي د سولي د پلويانو له غبرگون سره مخامخ سوی، بلکي روسيې او چين هم غبرگون ښوولی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Jun-Bum په دې انځور کي د توغنديو دفاعي سيستم آزموينه ښوول کيږي. د دغي آزمويني ځای او وخت روښانه سوی نه دی.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Scott/Department Of Defense شمالي کوريا په تيرو اوونيو کي د کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي او پوځ د تاسيس په وياړ ستر پوځي پريډونه وښوول او پوځي تمرينونه پيل کړي دي. دغو هڅو ته د شمالي کوريا د پوځي قدرت ښوولو په سترگه کتل کيږي.
انځور: picture-alliance/Kyodo د شمالي کوريا د پوځ له جوړښته ۸۵کاله تيريږي. دوی دغه ورځ په پوځي پرېډونو ولمانځله. جنوبي کوريا او امريکا متحدو ايالاتو بيا گډ پوځي تمرينونه پيل کړي دي.
انځور: Reuters/KCNA د پوځ د تاسيس په ورځ د کيم ايل سونگ او کيم يونگ ايل مجسمو ته پوځي پرېډ.
انځور: picture-alliance/Kyodo د شمالي کوريا ښځي په دغه شان ورځو کي ميدان ته راوځي او ژاړي. دا ځل دوی د شمالي کوريا د بنسټ ايښوونکي کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي په وياړ راوتلي او ژاړي.
انځور: picture-alliance/AP/Wong Maye-E د شمالي کوريا د تاسيس ورځ.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jones د کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي په وياړ پوځي پرېډ.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jones شمالي کوريا گواښ کړی دی چي د توغنديو آزموينو ته به دوام ورکړي. امريکا ويلي دي چي د صبر کاسه ئې نوره ډکه سوې ده او روسيې په کوريا ټاپو وزمه کي د کړکېچ له ډېرښت څخه خبرداری ورکړی دی.
انځور: Reuters/S. Sagolj د شمالي کوريا د توغنديو نوي آزامويني يو روښانه پيام لاره، هغه دا چي د دغه هیواد رهبران په لوی لاس غواړي چي کړکېچ ته لمن ووهي.
انځور: Reuters/S. Sagolj د کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي په وياړ د ښځو پوځيانو پرېډ.
انځور: Reuters/S. Sagolj د شمالي کوريا د دولت او پوځ پيام يو دی. دوی دواړه د خپلو رهبرانو فرمانونو ته غاړه ږدي.
انځور: Reuters/S. Sagolj د کيم ايل سونگ د زېږېدو ورځ ئې د «لمر ورځ» نومولې ده. د هغه د زېږېدو په ورځ پوځ اسمان ته گوري.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Maye-E د کيم ايل سونگ د زېږېدو په ورځ شمالي کوريا بيا د توغنديو آزموينه وکړه. دې ته امريکا غبرگون وښود او دغه ټاپو وزمه ته ئې الوتکي وړونکي بېړۍ ولېږلې. شمالي کوريا به د خپل پوځي قدرت د ښوولو له پاره پوځي تمرينونه پيل کړل.
انځور: Gettty Images/AFP/E. Jones معمولاً له شمالي کوريا څخه ډېر لږ انځورونه رسنيو ته رسيږي. خو کله چي د توغنديو ازموينه، پوځي تمرينونه يا د پوځ قدرت نندارې ته وړاندي کوي رسنيو ته ئې انځورونه په اختيار کي ورکوي څو خپل ځواک گاونډیانو ته وښيي.
انځور: Reuters/D. Sagolj