1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا بیا توغندي آزمویلي

آژانسونه/ ب.ص۱۳۹۵ تیر ۲, چهارشنبه

شمالي کوریا یووار بیا د ملګرو ملتونو له ممانعت سره سره د دوه نوو توغنديو آزموینه کړې ده. د جنوبي کوریا د معلوماتو له مخې دا آزموینه د تیرو په پرتله تر یو حده کامیابه وه.

انځور: picture alliance/Yonhap

د جنوبي کوریا د معلوماتو پر اساس شمالي کوریا د چهار شنبې په سهار دوه «موسودان» ډوله توغندي وتوغول. لومړی توغندی د شمالي کوریا د ختیځ ساحل نه توغول شوی او د کابو ۱۵۰کیلومترو واټن وهلو وروسته په سمندر کې لگېدلی. د جنوبي کوریا د دفاع وزارت دا ازمایښت ناکامه وباله.

خو زیاته شوې چې دویم توغول شوي راکټ تقریباً ۴۰۰ کیلومتره واټن وواهه. جنوبي کوریا د دویمې آزموینې د کامیابۍ او یا ناکامۍ په اړه له څرګندونو ډډه وکړه. په سیول کې د دفاع وزارت له خوا زیاته شوه چې له امریکا متحدو ایالاتو سره په شریکه نور معلومات و ارزول شي.

هدفونه: جنوبي کوریا،جاپان او یا د ګوام ټاپو

د «موسودان» راکټونو کامیابه تجربه به د شمالي کوریا رژیم له پاره یو ستر پوځي پرمختګ وي. په روان کال کې د دغه ډول راکټونو څلور تجربې ناکامه شوي دي. په ټولو آزموینو کې توغندي تر توغول کیدو سملاسي وروسته یا تر لږ واټن وهلو وروسته چاودلي ول.

د «موسودان» توغندي په اصل کې کولای شي د ۲۵۰۰ او ۴۰۰۰ کیلومترو ترمنځ واټن ووهي او کولای شي چې تر جنوبي کوریا، جاپان او یا په لویدیځ پاسیفیک کي د ګوام ټاپو کې د امریکا تر پوځي اډې ورسیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوې راکټي آزموینه د «پارونکي عمل» په توګه ارزولې. د وزارت یوه ویاند وویل چې امریکا به ملګري ملتونه دې ته د اماده کولو هڅه وکړي چې شمالي کوریا د خپل دې عمل ځواب ویلو ته مجبوره کړي.

د جاپان لومړي وزیر شیزو ابی هم وویل چې دغه ډول آزمویني د زغملو وړ نه دي. د نوموړي د دفاع وزیر ګین ناکاتاني رویترس خبري آژانس ته وویل: «جاپان ته متوجه ګواښ نور هم زیات شوی دی.»

د م.م. پریکړه لیک او بندیزونه

شمالي کوریا په نوو آزموینو سره د ملګرو ملتونو له تعهداتو سرغړونه کړې. د ملګرو ملتونو په یوه پریکړه لیک کې شمالي کوریا له دې ډول آزموینو څخه منع شوی دی. خو سربیره پر دې دغه هیواد په تیرو دوو میاشتو کې د څو واري ازمایښت په هدف توغندي توغولي خو دا ټولي هڅي ناکامي بلل کیږي.

د منځني واټن توغندیو ترڅنګ شمالي کوریا د اتومي وسلو آزموینه هم کړې. د جنوري میاشتي پر ۶ نېټه دغه هیواد له ۲۰۰۶م کال راهیسي څلورم وار اټومي وسلې و ازمويلې. یوه میاشت وروسته یې بیا د اوږده واټن راکټ هم وآزمايه. ملګرو ملتونو د دې په غبرګون کې پر دغه هیواد کلک بندیزونه وضعه کړل.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب