شمالي کوریا بیا توغندي توغولي
۱۳۹۸ مهر ۱۰, چهارشنبهد شمالي کوریا پوځ د چهارشنبې په سهار وختي د جاپان سمندر پر سر توغندي توغلي دي. د جنوبي کوریا خبري آژانس یونهاپ، د پوځ د یوه ویاند له قوله لیکلي دي چې دغه توغندي د لنډ واټن ویشتونکي توغندي وو. زیاته شوې ده چې دغه توغندي د ونسان ساحلي ښار له یوې څنډې څخه توغول شوي دي. د جاپان سمندري امنیتي خدماتو ادارې په سیمه کې کښتیو ته خبرداری ورکړی دی.
شمالي کوریا په تیرو اوونیو کې څو وارې د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي توغولي ول. خو دغه نوي توغندي د امریکا متحده ایالاتو او شمالي کوریا تر منځ د اتومي بې وسلې کیدو په تړاو د خبرو د پيلیدو په درشل کې توغول کیږي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې په نړیواله کچه د دغه منزوي شوي هیواد له دولتي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې دواړو هیوادونو توافق کړی دی چې د شنبې په ورځ خبرې اترې پیل شي.
زیاته شوې ده چې د جمعې په ورځ د چمتووالي له پاره د اړیکو نیول په پام کې نیول شوي دي. خو دا چې دغه خبرې به چیرې تر سره شي په هکله یې تر اوسه کوم معلومات نه دي ورکړل شوي.
د شمالي کوریا د اتومي بې وسلې کیدو په هکله خبرې اترې له میاشتو راهیسې دریدلي دي. په فبروري میاشت کې په هانويي کې په یوه سرمشریزه کې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اتومې بې وسلو کیدو د اقداماتو پر سر کوم توافق ته و نه رسیدل.
د شمالي کوریا له لوري د توغندیو تر توغولو څو ساعته دمخه جنوبي کوریا د لومړي ځل له پاره له متحده ایالاتو څخه رانیولو ۴۰ نویو عصري جنګي جېټ الوتکو څخه یې ځینې نندارې ته وړاندې کړې.
دغه الوتکې د خپل پرمختلې تکنالوژۍ له کبله له راداره هم تیښته کولی شي. د شمالي کوریا مشرتابه د دغه الوتکو پر رانیولو باندې سخت انتقاد کړی وو.
rb/nob sr/nz (afp, ap, dpa)