امریکا متحدو ایالاتو، سویلي کوریا او جاپان د شمالي کوریا د نوي لمسون له کبله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده. په پام کې ده چې دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې وشي.
د شمالي کوریا رژیم تر دوې نیمي میاشتنۍ وقفې وروسته یووار بیا د بالستیک یا قاره یي توغندي ازموینه کړې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې ښایي دا د اوږد واټن ویشتونکی توغندی وي. د پېنتاګون د معلوماتو له مخې دغه توغندی تر کابو زرو کیلومترو واټن وهلو وروسته په سمندر کې لویدلی دی.
شمالی کوریا بیا په خپله ویلي دي چې دغه توغندی د امریکا متحدو ایالاتو هري برخې ته ورسیږي. د هغوی په خبره د Hwasong-15 ډوله توغندي ازموینه بريالۍ وه. خو کارپوهان بیا د دغه ازموینې د بریا په هکله شک څرګندوي، ځکه چې په وینا يې په پرتلیزه توګه د توغندي د الوتلو د تګ کرښه کوچنۍ وه. په عادي ډول یو بالستیک توغندی تر۵۰۰۰ کیلومترو زیاته فاصله وهي.
د ملګرو ملتونو له پریکړه لیک څخه بیا سرغړونه
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په خپل لومړني غبرګون کې ویلي دي: «موږ به په دې هکله عمل وکړو.» خو هغه نور کوم ګواښونه و نه کړل. هغه یادونه کړې ده چې د توغندیو ازمویل به د شمالي کوریا پر وړاندي د امریکا په سیاست کې کوم بدلون را نه ولي. د امريکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، دغه ازموینه غندلې ده او پر ټولو هیوادونو باندې یې د پیونګ یانک د مشرتابه پر وړاندي د اقتصادي بندیزونو د سختولو غوښتنه کړې ده.
همداشان اروپایي اتحادیې او ناټو هم د توغندي توغول غندلي دي. د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبیرګ، ویلي دي چې دا د ملګرو ملتونو د ډیرو پریکړه لیکونو څخه یوه بله سرغړونه ده چې سیمه ایز او نړیوال امنیت تر پوښتنې لاندې راولي. هغه یادونه کړې ده چې «شمالي کوریا باید یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې سره د باور وړ او ګټور ډیالوک ته کښېني.»
د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو د مسوولې فدریکا موګیرني یوې ویاندي، د شمال کوریا له لوري له نړیوالو ملکفیتونو څخه د سرغړونې یادونه کړې او زياته کړې يې ده چې دا د منلو نه ده. دغې ویاندې ویلي دي: «د توغندی ازموینه یو بل سخت لمسون او د نړیوال امنیت له پاره جدي ګواښ دی.» شمالي کوریا باید خپل اتومي او د توغندیو پروګرام ودروي.
په تیرو میاشتو کې د شمالي کوریا د واکمن کیم جونګ اون، له خوا د توغندیو ازموینو او همداشان د سپتمبر په لومړیو کې د یوه اتومي بم ازموینې په سیمه کې وضعیت یووار بیا سخت ترینګلی کړی. پر دې سربیره د شمالي کوریا دغه ګامونه د ملګرو ملتونو له پریکړه لیکونو څخه سرغړونه ده.
امریکا له دې اندیښنه لري چې ښایي شمالي کوریا د لیرې واټن ویشتونکي توغندي داسي بریالي ازموینه تر سره کړي چې د امریکا پاسفیک ساحل ته ورسیدی شي. د نوي ازموینې په ترڅ کې د توغندي لوړ الوتل ښایي د توغندیو د پرمختګ په برخه کې یوه نخښه وي.
s.r/n.z (dpa, afp, rtr)
زموږ له آرشیف څخه:
انځورونه: له سکډ توغندي تر د اتومي وسلو آزموينو پورې
شمالي کوريا د څو کلونو راهیسې خپلو پوځي تجهيزاتو ته پراختيا ورکوي. دغه هيواد خپله شپږمه اتومي آزموينه هم ترسره کړه. پيونګيانګ وايي داسې توغندي يې جوړ کړی چې هايدروجني سرګلولي له ځانه سره لیږدوی شي.
انځور: Reuters/KCNAشمالي کوريا د پخواني شوروي اتحاد د «سکد-بي» توغندي جوړ کړل چې نژدې ۳۰۰ کيلومتره واټن وهلی شي.
انځور: picture-alliance/dpa/Jeon Heon-Kyunشمالي کوريا په ۱۹۸۴ کې د يوې توغنديزې آزموينې د ترسره کولو وروسته پرمختک وکړ. تر هغې وروسته پيونګيانګ د «تايپودونګ-۲» راکټونو خاوند شو، چې څو زره کليومتره واټن وهلی شي.
انځور: Getty Imagesد ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۵ پورې وقفه
شمالي کوريا د ۱۹۹۹ کال په سپتمبر کې د امريکا متحده ایالتونو سره د اړیکو د ښو کيدو په نيت، خپلې د توغنديزې آزموينې ودرولې. خو د دواړو هيوادونو ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې، ځکه شمالي کوريا د توغنديو د نه صادرولو په بدل کې د کال يو مليارډ ډالر غوښتل. دغه هيواد په ۲۰۰۵ کال کې د خپلو وسلو د انکشاف وقفه پاي ته ورسوله.
د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر مياشتې ۹مه
پيونګیانګ په دغه وخت کې د ځمکې لاندې لمړني اتومي بم آزموينې وکړه.
انځور: picture-alliance/dpaشمالي کوريا يو توغندی و توغاوه چې د جاپان له سره تير او په آرام اوقيانوس سمندر کې ولويد. پيونګيانګ ویلي وو چې دغه آزموينه يې فضا ته د يوې سپوژمکۍ د استولو په مقصد تر سره کړې ده. امريکا متحده ایالتونو، سويلي افريقا او جاپان بيا برعکس د «تايپودونګ - ۲» توغندي د يوې پټې آزموينې خبرې وکړې. د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې شمالي کوريا يوه سپوژمکۍ فضا ته واستوله.
انځور: APد ۲۰۰۹ کال د می مياشتې ۲۵ مه
شمالي کوريا د يو بل اتومي بم آزموينه وکړه چې تر مخکيني بم څخه يې ځواک څو برابره زيات وو.
انځور: APشمالي کوريا د خپلې شپږمې اتومې آزموينې خبر ورکړ او ادعا يې وکړه چې دا يو هايدروجني بم دی. دا ډول هستوي چاودنې د ډیر زيات ويجاړونکي ځواک درلودونکې وي. خو دا چې هغه دې په رښتیا هم يو هايدروجني بم وي، ډیری کارپوهان يې په اړه شک لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/GeoEyeد ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ ۱۲ مه
پيوينګيانګ لخوا د خپل دريم اتومي بم آزموينه تر سره شوه.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNAدا ځل شمالي کوريا خپل توغندي له يو اوب تل څخه وتوغول. تر هغې وروسته د ۲۰۱۶ کال د جولاي مياشتې په ۸ مه د امريکا متحده ایالتونو او سويلي کوريا اعلان وکړ چې په سويلي کوريا کې د «تاد» په نوم خپل د توغنديو دفاعي سيستم فعالوي.
انځور: picture-alliance/dpaشمالي کوريا خپل پنځم اتومي بم وچاوه. تر هغه وخته د دغه بم چاودنې ساری نه لرود.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Sinmunشمالی کوريا په خپلو پوځي تمريناتو کې، په جاپان کې د امريکا متحده ايالتونو پر يوې پوځې اډې حملې ته ورته اقدام وکړ. دغه توغندي سمندر کې ولګيدل. تر هغې يوه ورځ وروسته امريکا په سئول کې خپل د توغنديو «تاد» دفاعي سيستم چې هغه وخت يې غير فعال کړی وو بيرته فعال کړ.
انځور: Reuters/KCNAد ۲۰۱۷ کال د اپريل مياشتې ۱۵مه
سويلي کوريا د شمالي کوريا د يوې ناکامې توغنديزې آزموينې څخه خبر ورکړ. واشنګتن هم دغه ناکامه آزموينه تائيد کړه. ويل شوي وو چې دغه توغندی له توغولو لږ وروسته وچاوديد.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jones شمالي کوريا د پلازمينې شمال ته نژدې له يوې سيمې څخه د يوه توغندي په توغولو يو ځل بيا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پريکړه ليک له اصولو سرغړونه وکړه. دغه توغندی هم تر توغولو څو ثانيې وروسته وچاوديد.
انځور: Getty Images/AFP/Str.شمالي کوريا د « هواسونګ - ۱۲» په نوم توغندي په توغولو اعلان وکړ چې دا تر ټولو پرمخ تللې وسله ده چې کولای شي لويې اتومې سرګلولې له ځانه سره وليږدوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/KCNAد ۲۰۱۷ کال د می مياشتې ۲۱مه
د شمالي کوريا هيواد کمونیستي رهبرۍ يو ځل بيا د منځني واټن ويشتونکي توغندي آزموينه ترسره کړه. دغه توغندی د نژدې ۵۰۰ کيلومتره واټن په وهلو، د جاپان سمندرګي کې وغورځيد.
انځور: Reuters/KCNAد ۲۰۱۷ کال د جولاي مياشتې ۴مه
شمالي کوريا د امريکا متحده ايالتونو د آزادۍ په ورځ يو بل توغندی وآزمایه. پيونګيانګ د لمړي ځل له پاره د «هواسونګ - ۱۴» قاره وهونکي توغندي څخه يادونه وکړه. کارپوهان په دې باور دي چې دغه توغندی کولای شي ۶۷۰۰ کيلومتر واټن ووهي او د امريکا تر قلمروه ځان ورسوي.
انځور: Getty Images/AFP/KCNAد ۲۰۱۷ کال د جولاي مياشتې ۲۸مه
امريکا متحده ايالتونو له خوا د تعزيراتو تر وضع کولو وروسته، شمالي کوريا د دويم ځل لپاره يو لرې واټن ويشتونکی توغندی وآزمايه. د دغه هيواد مشر، کيم جونګ اون په وياړ سره ادعا وکړه چې دغه توغندی کولای شي د امريکا ټولې خاوري ته ورسيږي. د دې په غبرګون کې د امريکا متحده ايالتونو د اګست په ۲مه د «مينیتمن ۳» توغندي وتوغاوه. دغه توغندی د ۶۷۰۰ کيلومتره واټن په وهلو، د آرام اوقيانوس په سويل کې ولويد.
انځور: Reuters/T. Hanaiشمالي کوريا چې تر دې مخکې يې د ولسمشر دونالد ترامپ د ګواښونو په غبرګون کې ويلي وو چې په آرام اوقيانوس سمندر کې به امريکا پورې اړوند د ګوام ټاپو وولي، درې د منځني واټن ويشتونکي توغندي وتوغول. د امریکا متحده ایالتونو د پوځ پر وينا، دغه توغندي د شمالي کوريا په ختيځو اوبو کې ولويدل او ګوام ټاپو ته يې هيڅ ډول زيان ندي اړولي.
انځور: imago/Kyodo Newsد ۲۰۱۷ کال د اګست مياشتې ۲۹مه
د شمالي کوريا يو توغندی د جاپان له سره تير شو. د سئول په خبره چې دغه توغندی د ۵۵۰ کيلومتره په ارتفاع کې ۲۷۰۰ کيلومتره واټن وهلی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/kyodoشمالی کوريا د شپږم ځل لپاره د يوه اتومي بم آزموينه وکړه. د دغه بم ځواک د ټولو هغو بمونو څخه څو برابره زيات ښودل شوی دی، کوم چې دغه هيواد تر اوسه آزمويلي دي. خپله پيونګ يانګ هم منلې چې د يوه هايدروجني بم کاميابه آزموينه يې ترسره کړې ده.
انځور: Reuters/KCNA