پر نړیوالو خبرادریو سربیره شمالي کوریا یو ځل بیا د لنډ واټن ویشتونکی توغندی ازمویلی دی. دغه خبر د سویلي کوریا پوځ ورکړی دی. زیاته شوې ده چې دغه یو سکډ ډوله توغندی وو چې د شمالي کوریا ونسان ښار ته نزدې سیمي څخه توغول شوی او د ۴۵۰ کیلومترو تر واټن وهلو وروسته د جاپان په سمندرگي کې لگیدلی دی.
د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د سویلي کوریا ولسمشر مون جای ان، ته د ملي امنیت شورا په غونډه کې په دې هکله معلومات ورکړل شوي دي. جاپان پر دغه ازموینه سخته نیوکه کړې ده. د جاپان د حکومت مشر شینزو آبه اعلان کړی دی چې «له امریکا متحدو ایالاتو سره به په گډه د شمالي کوریا پر وړاندې اساسي اقدامات کړو.»
د اوو صنعتي هیوادونو یا جي۷ په وروستۍ غونډه کې پر دې باندې توافق وشو چې د نړیوالې ټولنې له پاره د شمالي کوریا ستونزه مهم لومړیتوب اوسي. په واشنگټن کې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر دونالد ترمپ ته د توغندی د نوي ازموینې په هکله معلومات ورکړل شوي دي.
د نوي توغندي په ازمویلو سره پیونگ یانگ یوازي په می میاشتې کې درې توغندي وازمویل. د ملگرو ملتونو ډير پریکړه لیکونو دغه هیواد له هر هغه توغندی له ازمویلو څخه منع کوي، چې د اتومي سرگلولو د لیږدولو وړتیا ولري.
د لویدیځ اوو پرمختللو صنعتي هیوادونو د شنبې په ورځ له شمالي کوریا څخه وغوښتل چې په بشپړه توگه خپل اتومي او توغندیو پروگرام ودروي. د ایټاليا په سیسيليا کې د جي ۷ غونډي په وروستۍ اعلامیه کې پر نړیوالي ټولني غږ شوی دی چې په دې اړه د ملگرو ملتونو د پریکړه لیکونو د تطبیقیدو له پاره خپلې هڅې دوه برابره ډیرې کړي.
د خبري آژانسونو په وینا د شمالي کوریا کمونيستي مشرتابه، له تیرکال راهیسې اتومي او توغنديو ازمویني کړې دي چې له کبله یې تر ټولو زیات سویلي کوریا او د جي ۷غړی هیواد جاپان ځان په خطر کې احساسوي. د دې په بدل کې د امريکا ولسمشر دونلد ترمپ پر دغه هیواد د یوه احتمالي پوځي اقدام خبره نه ده رد کړې.
پیونگ یانگ وروستی وار د می میاشتې په ۲۱ نیټه د منځني واټن ویشتونکی یو توغندی د سمندرگي پر لور توغولی وو. د سویلي کوریا د پوځ د معلوماتو له مخې د گاونډي هیواد له لویدیځ څخه توغول شوی توغندی په جاپان سمندرگي کې تر لویدو دمخه ۵۰۰ کیلومتره واټن وهلی وو. تر دې دمخه د می میاشتې پر ۱۴ نېټه شمالي کوریا تر دې هم یو قوي توغندی ازمویلی وو.
شمالي کوریا د توغندیو پرمختگ ته ادارمه ورکړې، څو داسې توغندي جوړ کړی شي چې نه یوازي سویلي کوریا او جاپان وویشتلی شي، بلکې د اتومي سرگلولو د لیږد وړتیا ولري او امريکا هم په نخښه کړای شي.
(dpa,rtr/SR)
د شمالي کوريا پوځي تمرينونه او په دغه ټاپو وزمه کي کړکېچ
امريکا په جنوبي کوريا کي دفاعي سيستم نصبوي. په عين حال کي د کوريا په اوبو کي د امريکا د اټومي اوبتل د ځای پر ځای کولو خبره کيږه. شمالي کوريا بيا خپل پوځي قدرت نندارې ته وړاندي کړی.
انځور: Reuters/D. Sagoljامريکا په جنوبي کوريا کي د «تاد» په نوم توغنديو دفاعي سيستم نصبول پيل کړل. دغه اقدام نه يوازي د سولي د پلويانو له غبرگون سره مخامخ سوی، بلکي روسيې او چين هم غبرگون ښوولی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Jun-Bumپه دې انځور کي د توغنديو دفاعي سيستم آزموينه ښوول کيږي. د دغي آزمويني ځای او وخت روښانه سوی نه دی.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Scott/Department Of Defenseشمالي کوريا په تيرو اوونيو کي د کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي او پوځ د تاسيس په وياړ ستر پوځي پريډونه وښوول او پوځي تمرينونه پيل کړي دي. دغو هڅو ته د شمالي کوريا د پوځي قدرت ښوولو په سترگه کتل کيږي.
انځور: picture-alliance/Kyodoد شمالي کوريا د پوځ له جوړښته ۸۵کاله تيريږي. دوی دغه ورځ په پوځي پرېډونو ولمانځله. جنوبي کوريا او امريکا متحدو ايالاتو بيا گډ پوځي تمرينونه پيل کړي دي.
انځور: Reuters/KCNAد پوځ د تاسيس په ورځ د کيم ايل سونگ او کيم يونگ ايل مجسمو ته پوځي پرېډ.
انځور: picture-alliance/Kyodoد شمالي کوريا ښځي په دغه شان ورځو کي ميدان ته راوځي او ژاړي. دا ځل دوی د شمالي کوريا د بنسټ ايښوونکي کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي په وياړ راوتلي او ژاړي.
انځور: picture-alliance/AP/Wong Maye-Eد شمالي کوريا د تاسيس ورځ.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jonesد کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي په وياړ پوځي پرېډ.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jonesشمالي کوريا گواښ کړی دی چي د توغنديو آزموينو ته به دوام ورکړي. امريکا ويلي دي چي د صبر کاسه ئې نوره ډکه سوې ده او روسيې په کوريا ټاپو وزمه کي د کړکېچ له ډېرښت څخه خبرداری ورکړی دی.
انځور: Reuters/S. Sagoljد شمالي کوريا د توغنديو نوي آزامويني يو روښانه پيام لاره، هغه دا چي د دغه هیواد رهبران په لوی لاس غواړي چي کړکېچ ته لمن ووهي.
انځور: Reuters/S. Sagoljد کيم ايل سونگ د زېږېدو د ورځي په وياړ د ښځو پوځيانو پرېډ.
انځور: Reuters/S. Sagoljد شمالي کوريا د دولت او پوځ پيام يو دی. دوی دواړه د خپلو رهبرانو فرمانونو ته غاړه ږدي.
انځور: Reuters/S. Sagoljد کيم ايل سونگ د زېږېدو ورځ ئې د «لمر ورځ» نومولې ده. د هغه د زېږېدو په ورځ پوځ اسمان ته گوري.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Maye-Eد کيم ايل سونگ د زېږېدو په ورځ شمالي کوريا بيا د توغنديو آزموينه وکړه. دې ته امريکا غبرگون وښود او دغه ټاپو وزمه ته ئې الوتکي وړونکي بېړۍ ولېږلې. شمالي کوريا به د خپل پوځي قدرت د ښوولو له پاره پوځي تمرينونه پيل کړل.
انځور: Gettty Images/AFP/E. Jonesمعمولاً له شمالي کوريا څخه ډېر لږ انځورونه رسنيو ته رسيږي. خو کله چي د توغنديو ازموينه، پوځي تمرينونه يا د پوځ قدرت نندارې ته وړاندي کوي رسنيو ته ئې انځورونه په اختيار کي ورکوي څو خپل ځواک گاونډیانو ته وښيي.
انځور: Reuters/D. Sagolj