1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوریا توغندي توغولي، يو يې جنوبي کوريا ته نيږدې لګېدلی

۱۴۰۱ آبان ۱۱, چهارشنبه

شمالي کوریا د چهارشنبې په ورځ ۲۳ توغندي توغولي دي چې یو توغندی ېې د جنوبي کوريا اوبو ته نژدې لوېدلی دی. د جنوبي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا دغه عمل «يو اغېزمن ارضي یرغل» ښودلی. جنوبي کوریا هم درې توغندي ېې توغولي.

د شمالي کوریا د یوې توغندویزې آزموینې انځور - د آرشیف انځور د ۲۰۲۲م کال د جنوري میاشتې ۶مه
د شمالي کوریا د یوې توغندویزې آزموینې انځور - د آرشیف انځور د ۲۰۲۲م کال د جنوري میاشتې ۶مهانځور: YONHAPNEWS AGENCY/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله، شمالي کوریا همدارنګه یوې سمندري «حائل سېمې» پر لور توپخانه يي ډزې هم کړي دي. د چارو کارپوهان دا د امریکا متحده ایالاتو او سویلي کوریا ګډو پراخو پوځي تمریناتو ته چې اوسمهال د اجرا په حال کې دي، د پيونګ د «یرغليزو او ګواښونکو» ځوابونو يوه برخه بولي.

یو لنډ واټن ويشتونکی بالستيک توغندی د دواړو کوریاګانو تر منځ له سمندري سرحده (Northern Limit Line) اوښتی دی چې د اولونونګدو ټاپو اوسیدونکو ته په پټنځایونو کې د پټېدلو له پاره یو نادر خبرداری دی.

د سيول پوځ ويلي دي چې په ۱۹۵۳م کال کې د کوريا جګړې د خصومتونو په پای کې چې «دغه نیمه جزیره په دوه برخو وویشل شوه، له هغه وخت راهيسې دا لومړی ځل دی» چې د شمالي کوریا یو توغندی د جنوبي کوریا سمندري حریم ته په دومره نژدې فاصله کې رالويږي.

شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي توغولي

د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې «ولسمشر یون نن د توغندي په ذریعه د شمالي کوریا دغه پارونه پر ځمکنۍ بشپړتیا یو اغیزمن یرغل وښود.»

د جنوبي کوریا پوځ زیاته کړې چې د توغنديو له ډلې ېو ېې د جنوبي کوریا له اصلي وچې ختځ لور ته په ۵۷  کيلومترۍ کې په اوبو کې لوېدلی دی. پوځ زیاته کړې ده چې دا «یوه ډېره نادره او د نه زغم وړ» پېښه ده.

د سیول د پوځ په خبره، پيونګ یانګ په مجموع کې ۷ لنډ واټن ويشتونکي بالستيک توغندي او ۱۶ نور توغندي چې په هغو کې ۶ ېې ځمکې نه هوا ته ويشتونکي توغندي دي، توغولي دي.

په یوه اونۍ کې د شمالي کوریا څلورمه توغندیزه آزموېنه

شمالي کوریا همدا ډول د سمندر «ېوې حائل» سېمې پر لور توپخانه يي ډزې هم کړي. دغه سیمه په ۲۰۱۸م کې د دواړو هیوادونو تر منځ د ناوړه ديپلوماتيکو اړيکو په جریان کې د ترينګلتياو د کمولو په موخه رامنځ ته شوه.

د آسیا د پالیسۍ مطالعاتو له انستيتوت څخه څېړونکی، ګو ميونګ هیونګ، وايي چې په لويه کچه دغه فیرونه «د جنوبي کوریا پر ضد پارونه» ده.

هغه زیاته کړه: «زه به تعجب ونه کړم که چېرته هغوی د اتومي آزموينې په ترسره کولو لاس پورې کړي.»

شمالي کوریا د توپخانې ډیر فیرونه کړي دي

جنوبي کوریا هم توغندي توغولي دي. دغه هیواد ويلي دي چې د دواړو هیوادونو شمالي سمندري سرحد پر لور په سمندر کې ېې له هوا څخه ځمکې ته درې توغندي فير کړي دي.

د جنوبي کوریا ولسمشر، د ملي امنيت شورا یوه غونډه رابللې ده. هغه «د چټکو او شدیدو اقدماتو امر کړی» او ويلي دی چې د «شمالي کوریا دغه پارونه به یوه واضحه بېه پرې کړي.»

جنوبي کوریا، د شرقي سمندر یا د جاپان سمندر پر سر، خپل يو شمیر هوايي کرښې بندې کړي او محلي هوايي شرکتونو ته ېې سپارښتنه کړې چې «د مساپرو د ډاډمن امنيت په خاطر دې د جاپان او امريکا متحده ايالاتو تر منځ کرښو کې» بدلون راولي.

پيونګ یانګ په وروستيو کې په داسې حال کې د توغنديو توغول زيات کړي چې سیول او واشنګټن پراخ ګډ هوايي پوځي تمرینات چې تر اوسه ېې ساری نه دی ليدل شوی ترسره کوي. د ويګيلنت ستارم یا هوښيار توپان په نوم دغو تمریناتو کې د دواړو هیوادونو په سلونو جنګي جیت الوتکې برخه لري.

امریکا او جنوبي کوریا له مځکي څخه مځکي ته توغندي توغولي

شمالي کوریا د واشنګټن او سیول ګډ پوځي تمرینات، یرغلیز او غوسه پارونکي ښودلي دي. د يو رپوټ مطابق چې د چهارشنبې په ورځ پر دولتي رسنۍ خپور شو، د شمالي کوریا يوه لوړپوړي چارواکي، پاک جونګ چونګ، دغه تمرینات یرغليز او پارونکي ښودلي دي.

پاک وويل چې د دغو پوځي تمریناتو نوم، د متحده ایالاتو په مشرۍ، د صحرا توپان عملیاتو ته وګرځي چې امريکا تر کويټ وروسته په ۱۹۹۰ - ۱۹۹۱ کلونو کې پر عراق پوځي حمله وکړه.

شمالي کوريا د جاپان پر فضا بالستيک توغندی فاير کړی

هغه زياته کړه: «که امریکا متحده ایالات او جنوبي کوريا پرته له ډاره د «شمالي کوریا« پر ضد له پوځي ځواکه کار اخلي، د شمالي کوریا وسله وال پوځ به له کوم ځنډ پرته خپل ستراتيژيک ماموریت ترسره کړي.»

د شمالي کوریا دغه لوړپوړي چارواکي ټينګار وکړ چې «امریکا متحده ایالات او جنوبي کوریا به... په تاريخ کې تر ټولو ويرونکې بېه پري کړي.»

آ/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه يو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب