امریکا متحده ایالاتو پر کومو هیوادونو بندیزونه وضع کړي؟
امریکا متحده ایالات چې د نړیوالې سوداګرۍ اساس جوړوي ځینې وخت بیا له خپل دغه موقف څخه د نورو رقیبو هیوادونو د مجازاتو له پاره کار اخلي. په دې البوم کې به ولولئ چې امریکا اوسمهال پر کومو هیوادونو بندیزونه وضع کړي دي.
انځور: Imago
ایران
متحده ایالاتو د ایران د طلا او قیمتي فلزات هدف ګرځولي، پر ایران یې د مسافر وړونکو جېټ الوتکو د رانیولو بندیز وضع کړی او د نورو اقداماتو ترڅنګ یې پر ایران د امریکايي ډالرو د رانیولو بندیز هم وضع کړی. امریکا په پام کې لري چې په راتلونکي کې د ایران د نفتو د خرڅولو مخه هم ونیسي.
شمالي کوریا د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې بندیزونو سره هم مخامخ دی، خو واشنګټن هم بیا له خپل لوري پردغه هیواد سخت بندیزونه وضع کړي دي. د بیلګې په توګه، متحده ایالاتو دغه هیواد ته د وسلو پر صادراتو کلک بندیز وضع کړی. امریکا له خپل نړیوال نفوذ څخه په ګټه اخیستنې غیر امریکايي بانکونه او شرکتونه له شمالي کوریا سره له سوداګرۍ هم منع کړي دي.
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai
سوریه
په سوریه کې د اسد پر رژیم باندې د امریکا د اقتصادي بندیزونو په لړ کې دغه هیواد نه شي کولی چې خپل نفت امریکا متحده ایالاتو ته صادر کړي. په امریکا متحده ایالاتو کې د سوریې د حکومت ټولې شتمنۍ هم کنګل شوي دي. د امریکا د خزانې وزارت په حواله د نړۍ په هره برخه کې میشت امریکايي اتباع په جنګ ځپلې سوریه کې له پانګونې منع شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Esiri
روسیه
په ۲۰۱۴م کال کې د کریمیا تر کړکیچ وروسته متحده ایالاتو ګڼ شمیر لوړپوړي روسي چارواکي او سوداګر په تور لیست کې داخل کړل، امریکا ته یي د هغوی په سفر بندیز ولګاوه او دغه هیواد کې یې د دوی شتمني کنګل کړې. د روسي پر پخواني جاسوس سرګي سکریپال باندې زهرجنو موادو تر شخړه ایزې حملې وروسته، متحده ایالاتو پر روسیې د تازه بندیزونو اعلان وکړ.
انځور: Imago
کیوبا
وروسته له هغي چي په ۲۰۱۶م کال کې د اوباما ادارې له کیوبا سره د نرمو اړیکو تازه فصل پرانیست، ګڼ شمیر امریکايي سیلانیانو دغه هیواد ته مخه کړه. د ترمپ د ادارې پرمهال بیا سپینې ماڼۍ کیوبا ته د امریکايي اتباعو پر سفر بندیز وضع کړ او امریکایانو ته یې دغې ټاپو ته تګ لا ډیر سخت کړ. خو بیا هم د اوباما د دورې یو امتیاز لا هم پر ځای پاتې دی او هغه دا چې امریکا ته د کیوبايي سیګارو راوړل لا هم قانوني بڼه لري.