د شمالي کوریا پر ضد د ولسمشر دونالد ترمپ تر سختو څرګندونو وروسته، د پيونګ يانګ له خوا په لومړي رسمي غبرګون کې، د بهرنیو چارو وزیر ري يونگ هو، ویلي دي: «یو متل دی چې وایي: آن کله چې سپي هم غاپي، پرید دوام کوي.»
ري په نیویاک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ودانۍ ته نزې، خبریالانو ته وویل: «که هغوی غواړي چې موږ د سپي په غپا وویروي، نو هغوی په رښتیا سره چې د سپي خوب ویني.»
کله چې له رې څخه وپوښتل شول چې ترمپ د شمالي کوریا مشر کیم جون اون، «راکټي» بللی دی، او دی یې په اړه څه فکر کوي؛ رې وویل: «زما زړه د هغه [ولسمشر ترمپ] پر مرستیالانو خوږیږي.»
تمه کیږي چې ري به د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډي ته وینا وکړي.
ترمپ ملګرو ملتونو ته په خپله لومړۍ وینا کې وویل چې که شمالي کوریا امریکا متحد ایالات او یا هم متحدین یې وګواښي نو واشنګټن به شمالي کوریا په بشپړه توګه ویجاړه کړي. خو د ترمپ له دې موقف سره د آلمان او چین په ګډون یو شمیر هیوادونه موافق نه دي.
ترمپ ویلي ول: «راکټي د ځان او خپل رژیم له پاره په یوه ځان وژونکي ماموریت راوتی دی.»
شمالي کوریا په وروستیو اوونیو کې خپل اتومي پروګرام پراخ کړی دی. دې هیواد خپله شپږمه اتومي آزموینه وکړه او بیا یې د جاپان پر فضا څو توغندي وتوغول.
شمالي کوریا غواړي د دې وړتیا ولري چې په خپلو اتومي وسلو سره امریکا متحد ایالات په نخښه کړي. د دې هیواد رژيم په سپتمبر میاشت کې ادعا وکړه چې داسې هایدروجني بمونه یې جوړ کړي دي چې پر بالیستیک یا قاره یی توغندیو نصبیدای شي.
زموږ له ارشيف څخه:
د شمالي کوریا پوځ څومره غښتلی دی؟
نه يوازي دا چي شمالي کوریا اوس په نړۍ کي يو له تر ټولو ستر پوځ لري، بلکي د خپلو وسلو او تجهیزاتو د لا پیاوړتيا او ډېرښت لړۍ يې هم جاري ساتلې ده. انځور: Reuters/KCNA دغه هیواد ۷۰۰۰۰۰ پوځ او ۴،۵ میلیونه ریزرف پوځ لري چې د اړتیا په صورت کې خدمت ته اماده وي. په دې توګه نو د دغه هیواد نږدې هر ۵ تن پوځي دی.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jones د وسلو او تجهیزاتو نړیوال شاخص د ۲۰۱۷م کال د رپوټ پر بنسټ، دغه هیواد ۷۶ اوبتلونه، ۵۰۲۵ زیري ټانکونه او ۴۵۸ جنګي الوتکې لري. په دغه انځور کې چې د ۲۰۱۳م کال دی د شمالي کوریا واکمن کم جونګ اون د قوماندې په مرکز کې لیدل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa شمالي کوریا هرکال په پلازمېنه پيونګ یانګ کې د یوه پوځي پرېډ په ترڅ کې خپلې وسلې او تجهیزات نندارې ته وړاندې کوي. د وسلو دا ډول ننداره د دغه کمونیستي هیواد له تاریخي او ملي ورځو سره مطابقت کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNA امریکا متحدو ایالاتو د تيري سه شنبې په ورځ د شمالي کوریا له خوا، د بالستيک توغندي د آزموینې بریاليتوب تائید کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي دي: دغه آزموینه د شمالي کوریا له خوا امریکا، د هغه متحدینو او نړیوالو ته د ورپیښ احتمالي نوي ګواښ جدیدت ښيي.
انځور: Getty Images/AFP/KCNA پر ډیرو سختو بندیزو سربیره شمالي کوریا خپل د اټومي پروګرام لړۍ جاري ساتلې ده. دغه هیواد په مجموع کې تر اوسه پورې ۵ اټومي آزمویني کړي دي. یوازي په ۲۰۱۶م کال کې یې دوې آزموینې کړي دي. د سویلي کوریا د دفاع وزیر وایي چې په ډیر قوي احتمال به شمالي کوریا ډیر ژر شپږمه آزموینه هم وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNA یوازي چين او روسیه تر اوسه پوري د شمالي کوریا متحدین دي. د شمالي کوریا رژیم د «امریکا متحدو ایالاتو امپریالیستي قدرت» خپل اصلي دښمن بولي او جاپان او سویلي کوریا په دویمه درجه کې ځای لري. شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا د کلني ګډ پوځي مانورونو پر وړاندې په ډیر حساسیت سره غبرګون ښيي.
انځور: Reuters/K. Hong-Ji داسې ښکاري چې د شمالي کوریا له خوا د بالستيک توغندی تر ازموینې وروسته اوس د امریکا حوصله ختمه شوي وي. د شمالي کوریا د توغندو آزموینه د جې ۲۰ په سرمشریزه کې یوه د بحث موضوع وه.
انځور: picture-alliance/Zumapress/M. Brown