1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا د توغندیو ازموینه کړې

۱۳۹۹ فروردین ۱۰, یکشنبه

جاپان او جنوبي کوریا ويلي دي چې شمالي کوریا نن یکشنبه د سمندر د اوبو دپاسه دوه نوي توغندي توغولي دي.‌ شمالي کوریا د کرونا ویروس د خپریدو د ویرې سربیره بیا هم د توغندیو ازموینو ته ادامه ورکړې ده.‌

Nordkorea testet Rakete
انځور: Reuters/KCNA

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۲۹مه) د شمالي‌ کوریا دوو ګاونډیانو یعنې جاپان او جنوبي کوریا وویل چې شمالي کوریا د سمندر لوري‌ ته دوه نوي توغندي توغولي‌ دي.‌ د جنوبي کوریا پوځ‌ ویلي چې دوی د یکشنبې ورځې په سهار د شمالي کوریا له شرقي ساحلي ښار ونسان څخه د کوریا د ټاپو او جاپان ترمنځ د اوبو لوري‌ ته دوه توغول شوي توغندي لیدلي دي.

د جنوبي‌ کوریا د پوځ له لوري‌ په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې چې یاد دواړو توغنديو د ۳۰ کیلومتره په ارتفاع کې شاوخوا ۲۳۰ کیلومتره مزل وهلی دی.‌ د جنوبي کوریا پوځ‌ په داسې وخت کې چې نړۍ د کورنا له وبا سره لاس او ګریوان ده،‌ د شمالي کوریا د توغندیو دغه توغول یې یو ډیر «غیر مناسب» کار بللی دی. د جنوبي کوریا پوځ‌ شمالي کوریا هڅولې چې په دغه راز پوځي کارونو لاس پورې نه کړي.‌

بل لوري ته د جاپان دفاع وزارت بیا ویلي چې احتمال لیدل کیږي چې یاد بالستیک توغندي د جاپان د انحصاري اقتصادي اوبو له سیمې څخه د باندې په سمندر کې لګیدلي‌ دي.‌ په دې هکله د جاپان د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «د شمالي کوریا له لوري‌ د بالستیک توغندیو وروستۍ تکراري توغونې،‌ د جاپان په ګډون ټولې نړیوالې ټولنې ته یوه جدي ستونزده ده.»

په دې وروستیو اونیو کې شمالي‌ کوریا یو شمیر توغندي او توپخانه يي مرمۍ د سمندر په لوري‌ توغولي دي او غواړي په دې توګه له امریکا متحده ایالاتو سره د اتومي وسلو د خبرو د دریدو سره هم مهاله،‌ خپل پوځي ظرفیت لوړ کړي.‌ یادې وسلې ټولې د لنډ واټن ویشتونکې وسلې وې چې یوازې جنوبي‌ کوریا په نخښه کولی شي، خو امریکا متحده ایالاتو ته مستقیم ګواښ نه شي رامنځ‌ ته کولی‌.

شمالي کوریا په داسې وخت کې نوي توغندي‌ آزمویلي دي چې د شمالي کوریا په ګډون ټوله نړۍ د کرونا ویروس ځپلې ده.‌ کارپوهان خبرداری ورکوي چې د شمالي کوریا د کمزوری روغتیايي سیستم او روغتیايي وسایلو ته نه لاسرسی،‌ ښايي د دې سبب وګرځي چې کرونا ویروس په دې هیواد کې ګڼ شمیر قربانیان واخلي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب