شمالي کوریا د جګړې اعلان وکړ
۱۳۹۲ فروردین ۱۰, شنبه د شمالي کوریا دولتي رسني (KCNA) د شنبې په ورځ د یوې دولتي بیانیې په حواله وویل: «تر دې شېبې وروسته، د شمالي او جنوبي کوریا اړیکې جنګي حالت ته ورداخل شوې دي. د دواړو هیوادونو تر منځ ټولې موضوعګانې به د جګړې د کلونو د قوانینو له مخې پر مخ یوړل شي.»
په بیانیه کې زیاته شوې ده: «د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ هغه وضعیت چې نه د جګړې حالت وو او نه هم د سولې بالاخره پای ته ورسید.»
تر هغه وروسته چې شمالي کوریا د شنبې په ورځ له جنوبي کوریا سره د جګړې اعلان وکړ، سیول د هغه پر وړاندې غبرګون ښکاره کړ او و یې ویل چې دغه شان ګواښونه نوي نه دي. جنوبي کوریا په یوه بیانیه کې وویل: «دا یو نوی ګواښ نه دی. دا د پاروونکو ګواښونو له ډلې څخه یو دی.»
له تخنیکي لحاظه اوس هم جنوبي او شمالي کوریا د جګړې په حالت کې دي. دا ځګه چې په ۱۹۵۳ کال کې د کوریا جګړه د یوه اوربند په پایله کې ختمه شوه او تر اوسه پورې دواړو هیوادونو د سولې کوم تړون نه دی لاسلیک کړی.
په وروستیو اوونیو کې ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا باندې د دې هیواد د دریمې اتومي آزموینې له کبله خپل بندیزونه نور هم سخت کړل. دې کار د شمالي کوریا غوسه راپارولې ده او له همدې کبله یې جنوبي کوریا او متحده ایالاتو ته ډیر ګواښوونه کړي دي. یوه بله موضوع چې شمالي کوریا یې له کبله پر واشنګټن او سیول باندې د بریدونو ګواښونه کوي، په وروستیو ورځو کې د امریکا او جنوبي کوریا ګډ پوځي مانورونه دي.
«امریکا ځواب ورکولو ته چمتو ده»
امریکا متحده ایالاتو د شمالي کوریا تر ګواښونو وروسته، له جنوبي کوریا سره په خپلو پوځي تمریناتو کې دوه B-2 ډوله بم اچوونکې الوتکې هم شاملې کړې چې د اتومي وسلو د لیږدولو وړتیا لري.
تر دې مخکې د کوریا رسمي خبري آژانس (KCNA) په خپل رپوټ کې ادعا کړې وه چې کېم جونګ ان، د هیواد پوځي مشرانو ته امر کړی چې د توغندیو قطعات د تیارسئ حالت ته راولي. نوموړي خبري آژانس وړاندې ویلي وو چې په سویلي کوریا او پسفیک کې به امریکایي اډې په نښه کړل شي. په رپوټ کې پر دې خبره باندې ټینگار شوی وو چې دغه کار به یوازې د یوه ورته عمل پر وړاندې د غبرگون په توگه تر سره شي.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیګل، د جمعې په ورځ وویل چې امریکا به د شمالي کوریا له ګواښونو څخه و نه ویریږي. هغه زیاته کړه چې هیواد یې د هر ډول ممکنه برید ځواب ورکولو ته چمتو دی.