1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا د هایدروجني بم د ازمویلو ادعا کړې

۱۳۹۴ دی ۱۶, چهارشنبه

شمالي کوريا بيا ټولې نړۍ ته چلنج ورکوي. د هايدروجني بم په ازمويلو سره د دغه هېواد له خوا د اتومي وسلو جوړولو لړۍ خپل اوج ته رسېدلې ده. خو امريکا متحده آيالاتو لا دغه ازموينه تائيد کړې نه ده.

د شمالی کوریا تلویزونني رپوټ
د شمالی کوریا تلویزونني رپوټانځور: Getty Images/AFP/J. Yeon-Je

تر ډېره حده منزوي شوي هېواد شمالي کوريا، د خپلو څرګندونو له مخې په لومړي ځل يو هايدروجني بم ازمويلی دی. د ګاونډي هېواد جنوبي کوريا خبري اژانس يونهاپ، د شمالي کوريا تلويزيون په حواله ويلي دي چې ازموينه بريالۍ وه. په خپره شوې بيانيه کې شمالي کوريا دا هم ويلي دي چې «موږ اوس داسې يو اتومي قدرت يو چې هايدروجني بم هم په اختيار کې لرو.»

جنوبي کوريا او جاپان دغه ازموينه په کلکه غندلې ده. داسې ښايي چې د شمالي کوريا د کمونيستي رژيم پر وړاندې به نړيوال بنديزونه لا سخت شي. که د شمالي کوريا څرګندونې سمې وي، نو د دغه هېواد له خوا د اتومي وسلو جوړولو بهير به نوي پړاو ته داخل شوی وي. د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۳ کلونو په منځ کې شمالي کوريا د درې عادي اتومي بمونو ازمویینې تر سره کړې، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ورباندې بيا نوي بنديزونه لګولي ول.

د شمالی کور یا اتمي ټاټوبیانځور: picture-alliance/AP Photo/GeoEye

هايدروجني بم څه شي ته وايي؟

په هايدروجني بم کې دويتريوم او تريتيوم چې د هايدروجن عنصر درانده شکلونه يا ايزوتوپونه دي، ويلي کيږي او په هېليوم نومي عنصر بدليږي. د دغه بم چاودنه د عادي اتومي بم په پرتله ډېره زوروره ده. د شمالي کوريا واکمن، کيم جونګ اون، تېره مياشت دې ته اشاره کړې وه چې هېواد يې يو هايدروجني بم لري. کيم د KCNAخبري اژانس ته ويلي ول چې شمالي کوريا «يو قدرتمن اتومي دولت دی چې دې ته چمتو دی چې خپل یو اتومي بم يا هايدروجني بم استعمال کړي، د دې له پاره چې له خپل ملي حاکميت څخه دفاع وکړي.»

د کيم دغه څرګندونه هايدروجني بم ته لومړنۍ اشاره وه، خو نړيوالو کارپوهانو ورته د شک په سترګه کتل. په جنوبي کوريا کې هم شک او ترديد موجود وو.

په ۱۹۴۵ کال کې پر هیروشیما باندی د امریکایانو د اتمي بمب استعمالانځور: U.S. Army/Hiroshima Peace Memorial Museum via Reuters

ګاونډي هېوادونه د خبرداري په حالت کې دي

د زلزلو څخه د خبرداري مرکزونو په جنوبي کوريا، چين، د امريکا په متحده آيالاتو او اروپا کې د «پونګيه ري» په نوم د اتومي ازموينو په ساحه کې داسې ټکانونه اندازه کړي ول چې د ريشتر په مقياس ۴،۹ او ۵،۲ درجو ته رسېدل. د چين د زلزلو مرکز ويلي ول چې دغه ټکانونه ښايي «يوې چاودنې» رامنځ ته کړي وي.

جاپان سمدلاسه انګېرله چې شمالي کوريا به يو اتومي بم ازمويلی وي. د جاپان لومړي وزير شينزو ابې، وويل: «دا زموږ د هېواد د خونديتوب له پاره يو جدي ګواښ دی.» په ګاونډۍ جنوبي کوريا کې ولسمشرې پارک ګېون هيې، د امنيت د ملي شورا غونډه رابللې ده. د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو مرستيال وزير ليم سونګ نام، د يونهاپ خبري اژانس په حواله ويلي دي چې د شمالي کوريا اتومي تست پارونه او د ملګرو ملتونو له پرېکړه ليکونو څخه څرګنده سرغړونه ده. د شمالي کوريا له خوا د تست تر اعلانېدو وروسته سپينې ماڼۍ هم له «پارونې» څخه خبرې کولې چې د امريکا متحده آیالات به ورته «مناسب» غبرګون وښېي. د متحده آيالاتو حکومت دا هم ويلي دي چې د پيونګ يانګ څرګندونې لا نه شي تائيدېدلی او دا چې دغه ادعا بايد لومړی وڅېړل شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب