په شاندارو مراسمو او اورلوبو سره د شمالي کوریا واکمن، کم یونگ اون د پټۍ په پرې کولو سره دغه ښار رسمأ افتتاح کړ. دې ښار ته د هغه د یوې ډیري محبوبې ساختماني پروژې په سترگه کتل کیږي. سم جیون به نو د کم جونگ اون په غوښتنه په آینده کي د«عصري تمدن ښکارندوی» وي.
د مځکي پرمخ »جنت«
د شمالي کوریا په یوه رسمي اعلامیه کي راغلي، چي د سم جیون ښاري ناحیه به په «سوسیالیزم کي د یوه غرني عصري ښار نمونه وي.» د شمالي کوریا د کارگر گوند د سیاسي دفتر غړي، چوی رونگ های په خپله یوه وینا کي ددې غوښتنه وکړه، چي دغه ښار د «بشریت د یوه په اصطلاح ډیر ښه جنت» په حیث تبدیل کړي.
دغه ښار د شمالي کوریا په شمال د پیاکتو د مقدس غره سره نژدې جوړ سوی او د کیم د حاکمي کورنۍ له پاره یو سمبول هم دی. د شمالي کوریا د معلوماتو پر اساس دغه ښار د ۴۰۰۰ فامیلونو له پاره ځای لري او تقریبأ ۱۰۰۰۰ اپارتمانونه لري. د دې ترڅنگ به پکښي موزیمونه، ژمني سپورټي مرکزونه او گلخانې هم جوړې سي چي د ښار اوسیدونکو ته میوې او سبزیجات تقدیموي.
د ښار په جوړولو کي جبري کارونه
که څه هم په شمالي کوریا کي انتقاد کول منع دي، خو د دغه هیواد د باندي داسي سازمانونه موجود دي، چي دغي پروژې ته په انتقادي ډول سره گوري. په جنوبي کوریا کي د شمالي کوریا د مهاجرو یوه انټرنیتي ورځپاڼه »ډيلي اين کی« د همدې عیسوي کال په اگست میاشت کي لا رپوټ ورکړی ؤ، چي د نورو تر څنگ د شاوخوا ناحیو اوسیدونکي د ښار په جوړولو کي جبري کارونو ته مجبوره سوي دي. سربیره پردې له ټولې کوریا څخه کارگران هلته لیږل سوي دي. ویل کیږي، چي پر دغه ښار باندي ډیر مصارف هم راغلي دي.
په همدې حال کي د«سم جیون ښار» ته د کم جونگ اون د پراختیايي پلانونو په سترگه هم کتل کیږي، چي غواړي د هیواد اقتصاد یې پر خپلو پښو ودریږي او مستقل سي. دهغه د راکټي پروگرام له کبله پر دغه هیواد باندي بين المللي بندیزونه لگیدلي او د سختي انزوا سره مخامخ دی.
هغه کمونیست رهبران چې تر مرګ وروسته یي جسدونه ساتل شوي
دا یو تاریخي حقیقت دی چې کمونیست رهبرانو د خپل ژوند پر مهال له خپل شخصیت سره ډیره مينه درلوده. شاید په همدې دلیل د دوی تر مړينې وروسته یې جسدونه په اصطلاح مومیايي او محفوظ ساتل شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Ropiولادیمیر لینن د پخواني شوروي اتحاد په بنسټ ایښودونکو کې تر ټولو مطرح کس وو. نوموړی همدارنګه د اکتوبر میاشتې د انقلاب یو مخکښ رهبر وو چې په پایله کې یې واک ته ورسید. د هغه دور ته د سرې ویرې وخت ویل کیږي چې د انقلاب په زرګونو مخالفين په کې ووژل شول. په ۱۹۲۴م کال کې د هغه تر مړينې وروسته یې ماغزه وایستل شول او پاتې جسد یي محفوظ کړای شو. د هغه جسد د مسکو په «ریډ سکوایر» کې ساتل شوی دی.
انځور: picture-alliance/akg-imagesد چين د خلق جمهوریت کمونیستي مشر ماو
ماو زي تنګ، د چين د خلق جمهوریت بنسټ ایښودونکی وو. ماو د شلمي پيړۍ یو له با رسوخه کسانو څخه وو چې دلیل پر یوه نړیوال قدرت د چين بدلیدل ګڼل کیږي. په دې هڅه کې اووه میلیونه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. نوموړی په ۱۹۷۶م کال کې ومړ چې د وروستي دیدن له پاره یي یو میلیونه انسانان را ټول شوي وو. د ماو زي تنګ، مړی تر محفوظ کولو وروسته په بیجینګ کې ساتل شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Ropiکیم ال سنګ د شمالي کوریا لومړی رهبر وو. نوموړی د کمونیستي حکومت د قیام ترڅنګ د کوریا د جګړې د رامنځته کیدو لامل هم بلل کیږي. شمالي کوریا د پخواني شوروي اتحاد تر ختمیدو وروسته له سختې قحطۍ سره مخامخ شوې وه. نوموړی په ۱۹۹۴م کال کې د ۸۲ کلنې په عمر ومړ. د لس ورځني ویر تر مراسمو وروسته د هغه جسد محفوظ او په یوه مزار کې چې په کومسوسان آسامبلي کې واقع دی ایښودل شوی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/KCNAپه شمالي کوریا کې د کِم ال سُنګ تر مړینې وروسته د هغه زوی کِم جونګ اِل هم د جابرانه حکومتي نظام لړۍ جاري وساتله. هغه هم په دې هڅه کې وو چې ولس ورته تر اندازې ډیره عقیده ولري. نوموړی په ۲۰۱۱ م کال کې د قلبي سکتې په نتیجه کې ومړ. کِم جونګ اِل تر مړینې وروسته ابدي رهبر وبلل شو. د هغه جسد هم تر محفوظ کولو وروسته د کومسوسان په ماڼۍ کې کیښودل شو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/KCNAهو شي مین په ویتنام کې د فرانسې استعماري حکومت ته ماته ورکړه او د شمالي او سویلي ویتنام د یوځای کولو جنګ یي پیل کړ، خو په بشپړ ډول تر بریا مخکې مړ شو. هغه غوښتل چې تر مرګ وروسته یي مړی وسوځول شي او ایره یي د هیواد په دریو غرونو وشیندل شي، خو برعکس تر مړيني وروسته یي جسد محفوظ او د هنويي په یوه مزار کې وساتل شو. د ځینو سرچينو په حواله د هغه پوزه خاورې شوې او ږیره یي هم له مخ څخه رژیدلې ده.
انځور: picture-alliance/AP Photo