شمالي کوریا غواړي نوري اتومي ازمویني وکړي
۱۳۹۴ اسفند ۲۱, جمعه
د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس «کي سي ان اې» په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې کیم ویلي دي چې د نورو اتومي ازموینو موخه د یوې اتومي حملې له پاره د دغه هیواد وړتیا ښه کول دي.
د دغه خبري آژانس په وینا کیم دغه څرگندونې د یوه بل بالستیک یا قاره یي توغندي د توغولو پر مهال کړي دي. خو په رپوټ کې دا نه دي ویل شوي چې دغه ازموینه څه وخت تر سره شوې ده.
په همدې روانه اوونۍ کې شمالي کوریا د لنډ واټن ویشتونکو دوو توغندیو ازموینه تر سره کړه، چې تر ۵۰۰ کیلومترو واټن وهلو وروسته په سمندرگي کې ولوېده. جنوبي کوریا د کیم دغه نوی اعلان بې سنجشه بللی دی.
په عین وخت کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د شمالي کوریا پر حکومت غږ کړی دی چې په عاجل ډول خپل بې ثباته کوونکو اقدامات ختم کړي. د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ویاند په نیویارک کې ویلي دي چې بانکي مون د کوریا په نیمه ټاپو کې د وضعیت په هکله خپله ژوره انديښنه څرگنده کړې ده.
بندیزونه – اتومي ازموینه – بندیزونه
د ملگرو ملتونو امنیت شورا یوه اوونۍ تر مخه د شمالي کوریا له خوا د یوې اتومې ازموینې په غبرگون کې د دغه کمونستي هیواد پر وړاندي خپل بندیزونه لا پسې سخت کړل. په نوو بندیزونو کې پر نورو سربیره شمالي کوریا ته د تلونکو او راتلونکو ټولو کښتیو کنترولول شامل دي.
شمالي کوریا خپله وروستۍ اتومي ازموینه د جنورۍ مياشتي پر شپږمه نېټه تر سره کړه. تر هغې یوه میاشت وروسته شمالي کوريا د لیري واټن ویشتونکی توغندی وازمایه.
دواړه ازمویني د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو څخه سرغړونه وه. خو د پیونگ حکومت بیا برعکس څرگندوني وکړې او ویې ویل د توغندي توغول د دوی د مشروع فضايي پروگرام برخه ده.
د اتومي پروگرام د شخړې په ترڅ کې شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ له سویلي کوریا سره خپل ټولي باقې پاته اقتصادي اړیکي هم قطع کړې. پر دې سربیره شمالي کوریا د جنوبي کوریا د ټولو شتمنیو د ضبطولو اعلان هم وکړ.