1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا له اوبتل څخه يو توغندی ازمویلی

۱۳۹۸ مهر ۱۱, پنجشنبه

له امریکا متحده ایالاتو سره تر پلان شوو خبرو څو ورځې مخکي شمالي کوریا دا ځل له اوبتل څخه ویشتل کیدونکی یو نوی توغندی په بریالیتوب سره آزمویلی دی. د شمالي کوریا ګاونډیانو دغه اقدام بیا غندلی دی.

Nordkorea mutmaßlicher Start einer Unterwasserrakete
انځور: Reuters/KCNA

د شمالي کوريا دولتي رسنيو د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې په ۳مه نیټ) رپوټ ورکړی دی چې دغه هیواد له اوبتل څخه ویشتل کیدونکی یو نوی توغندی په بریالیتوب سره آزمویلی دی.

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس رپوټ ورکړی چې دغه هیواد د وانسن په اوبو کې «یو نوی ډول بالستیک توغندی په عمودي ډول توغولی دی.»

د شمالي کوریا یاد خبري آژانس ویلي دي چې آزمویل شوی توغندی «پوک ګوکسونګ ۳» نومیږي او زیاتوي چې دغه توغندی یې د شرقي سمندر په وانسن اوبو کې په عمودي توګه له اوبو څخه توغولی دی. د سمندر دغي برخې ته د جاپان سمندر هم ویل کیږي.

د یاد خبري آژانس په حواله د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د توغندي د څیړنې څانګې ته د توغندي د بریالۍ آزموینې له کبله خپلې تودې هیلي استولی دي او زیاتوي چې دغه ازموینه ګاونډیو هیوادونو ته کوم بد عواقب له ځانه سره نه لري.

شمالي کوریا له وړاندې نه د خپلو توغندیو د آزموینو له کبله له نړیوالو فشارونو سره مخامخ ده. انځور: picture-alliance/Yonhap

له امریکا سره تر خبرو مخکي د توغندي آزموینه

د شمالي کوریا له لوري د نوي توغندي آزموینه داسې مهال کیږي چې په راتلونکو څو ورځو کې د امریکا متحده ایالاتو او شمالي کوریا ترمنځ د غیر اتومي کیدو پر سر خبري پلان شوي دي. د دواړو هیوادونو ترمنځ دغه مذاکرات له څو میاشتو راهیسې په ټپه دريدلي ول.

په ورته وخت کې جاپان چې د شمالي کوریا په ګاونډ کې موقعیت لري د دغه بالستیک توغندي آزموینه تائید کړې او وایي چې توغندی د سمندر په هغه برخه کې لویدلی چې د دوی مالکیت دی. جاپان د شمالي کوریا له لوري د توغندي دغه آزموینه غندلې ده.

د جاپان لومړي وزیر شینزو آبي، خبریالانو ته د یادې آزموینې په تړاو وویل: «د [شمالي کوریا له لوري] د بالستیک توغندي آزمویل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له قطع نامې څخه سرغړونه ده. موږ د [بالستیک] توغندي د توغولو له کبله خپل جدي اجتجاج کوو او دغه څه [د توغندي آزمویل] په کلکه غندو.»

شمالي کوریا ویلي‌ چې ازمویل شوی توغندی یې ګاونډیانو ته کوم خطر نه متوجه کوي. انځور: Reuters/K. Hong-Ji

د جاپان لومړي وزیر همدا راز زیاته کړه چې موږ به خپلې ټولې هڅې وکړو چې د خپلو خلکو خوندیتب ډاډمن کړو او له امریکا متحده ایالاتو او خپلو متحدینو سره پر همغږۍ سربیره به د خبرداري په لوړه درجه کې پاتې شو.

بل لوري ته د جنوبي کوریا د وسله والو ځواکونو لوی درستيز ویلي دي چې دوی هم د سمندر په شرقي لوري کې د بالستیک توغندي توغول کشف کړي دي.

د جنوبي کوریا دغه لوړي پوړي چارواکي ویلي دي چې د پیونګ یانګ له لوري د توغندي دغه آزموینه د کوریا په ټاپو وزمه کې د ترینګلتیاوو د کمولو په برخه کې مرسته نه کوي او دا چې موږ شمالي کوریا هڅوو چې خپلو دغو اقداماتو ته په بیړنۍ توګه د پای ټکی کیږدي.

شمالي کوریا دغه آزموینه داسې مهال کوي چې دغه هیواد لا له وړاندي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د قطعنامو پر اساس د هر راز بالستیک توغندیو له آزموینو منع شوی دی.

(AFP, Reuters)

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب