شمالي کوریا د «نه یرغل کولو» تړون لغوه کړ
۱۳۹۱ اسفند ۱۸, جمعه په دې ترڅ کې شمالي کوریا خپل ګاونډي هیواد سویلي کوریا ته خبر ورکړی دی چې نور د سولې تړون پاپند نه دی. د کوریا د سوله ییز بیا یووالي دولتي کمیټې په یوه بیانیه کې ویلي دي: «[شمالي کوریا] د شمال او سویل تر منځ د نه یرغل کولو د ټولو موافقتنامو د له منځه وړلو پریکړې ته رسیدلې ده.»
د شمالي کوریا له لورې دغه اعلان وروسته له هغې وشو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د اتومي وسلو د مخ نیوي په خاطر د شمالي کوریا پر رژیم باندې سخت تحریمونه وضع کړل. سویلي کوریا لا تر اوسه پورې په دې اړه کوم غبرگون نه دی ښوولی.
دا په داسې کې ده چې سویلي کوریا خپل پوځ د پنجشنبې له ورځې راهیسې د تیارسی په حالت کې درولی دی او ویلي یې دي چې په شمال کې د دوی ګاونډی هیواد د «لویو» پوځي تمریناتو له پاره چمتووالی نیسي. تر دې یوه ورځ مخکې شمالي کوریا د متحده ایالاتو او سویلي کوریا پر وړاندې په خپله لهجه کې تندوالی راوستی وو.
شمالي کوریا په فبروري میاشت کې اعلان وکړ چې خپله دریمه اتومي آزموینه یې په بریا سره تر سره کړې ده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورې تر دې مخکې د دې هیواد پر وړاندې داسې پریکړه لیکونه تصویب کړي ول چې موخه یې د دغه هیواد د اتومي وسلو او توغندیو د تکنالوژې د پرمختګ مخه نیول وو.
پر شمالي کوریا باندې د امنیت شوری بندیزونه
د پنجشنبې په ورځ «د ۲۰۱۳ کال د مارچ د میاشتې اوومه نېټه» د ملګرو ملتونو د امنیت شوری ټول غړي د شمالي کوریا پر وړاندې د لا سختو اقتصادي بندیزونو د وضع کولو پر سر سره موافقتې ته ورسیدل.
د دغو بندیزونو له مخې به شمالي کوريا ته د تلونکې کارګو څارنه سخته کړل شي او په ځانګړي توګه به د دغه هیواد پلازمینې ته د قیمتي موټرو، کښتۍ ګانو او د ګاڼې پر صادرولو نوي بندیزونه وضع شي. پر دې سربیره درې کسان، یوه دولتي ساینسي اکادمي او یو سوداګري شرکت هم د ملګرو ملتونو د سفر کولو په تور لیست کې شامل کړل شوي او شتمنې یې باید کنګل کړای شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، په دې اړه د رایې ورکولو ستاینه کړې ده. د بان له قوله په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې دغه اقدامات په واضح ډول دا پیغام رسوي چې نړیواله ټولنه به د شمالي کوریا له لوري د اتومي وسلو تعقیب و نه زغمي.
په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیري سوزان رایس، ویلي دي چې د دغو بندیزونو موخه دا ده چې د شمالي کوریا رژیم د خپلې سختي پوځي پالیسي د پایلو احساس وکړي.