1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

«شمالي کوریا له نړۍ سره پټه لوبه کوي»

۱۳۹۹ شهریور ۵, چهارشنبه

د شمالي کوريا په ګاونډي هیواد کي د کرونا ویروس مخ پر زیاتیدو دی. په پیونګ یانګ کي بیا واکمن کیم جون اون د دغه ویروس پر موجودیت باندي سترګي پټوي. آیا دا خبره د باور وړ ده؟ یو ډاکټر په دې هکله حقایق بیانوي.

Nordkorea: Raketenübungen unter Leitung von Führer Kim Jong Un
انځور: Reuters/KCNA

کله چي چوی یونګ هون په شمالي کوریا کي خپل د ناروغانو درملنه کوي نو باید په خپله د لارمو نظافتي تدابیرو غم وخوري. نوموړي ډاکټر له دویچه ویلي سره په مرکه وویل: «زما څخه غوښتل سوي چي په خپله ماسک او دستکشي رانیسم. د ډاکټرانو له پاره هیڅ ډول تجهیزات نه سته.»

د اعصابو دغه متخصص په ۲۰۱۲م کال کي جنوبي کوریا ته راوتښتید. مخکي تردې یې د شمالي کوریا په بندري ښار چونګ یین کي د ساري ناروغیو سره د مبارزې په مرکز کي کار کاوه. هغه د یوه ځوان ډاکټر په توګه د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ سارس اپیدیمي هم لیدلې ده. هغه وخت یې هم پرته د تبې د اندازه کولو له آلې څخه کوم بل څه په اختیار کي نه درلودل چي ددغي ناروغۍ تشخیص وکړي.

نن ورځ هغه د کوریا د سیچونګ په نامه پوهنتون کي د یوه کارپوه په توگه کار کوي. دا چي شمالي کوریا تر اوسه پوري د کرونا له ویروس څخه په امان کي پاته دی، نوموړی ډاکټر دې خبري ته د یوه پروپاګڼد په سترګه ګوري. هغه هم له دې کبله چي د جنورۍ تر پایه لا د نوموړي هیواد ۱۴۰۰ کیلومتره اوږد سرحد له ګاونډی هیواد چین سره پرانیستی وو.

ډاکټر چوی اټکل کوي چي په هغه وخت کي لا د کرونا ویروس نوموړي هیواد ته راداخل سوی وو. په تیرو وختونو کي ډیر کسان ددغه ویروس په نتیجه کي له منځه تللي ول. شمالي کوریا د ویروسونو یو موزیم دی.

د ده له پاره د تعجب خبره نه ده چي حکومت فکر کوي اولس یې د کرونا له ویروس څخه ساتلی دی. د دغه هیواد روغتیايي سیستم ډیر ضعیف دی. هغوی نه غواړي چي نړۍ په دې خبره پوه سي. له بلي خوا یې اولس هم په مقابل کي راپورته کیږي.

چوی وايي چي په شمالي کوریا کي نه یوازي داچي د تست کولو کیټونه نه سته، بلکي هیڅ ډول زیربنايي سیستم موجو نه دی. په روغتونونو کي په بیا بیا سره بريښنا قطع کیږي. ځینی وخت په نلونو کي اوبه هم نه وي.

د دولتي رسنیو رپوټونه

هره ورځ د شمالي کوریا په دولتي رسنیو کي د کووید ۱۹ په اړه رپوټونه خپريږي. هره ورځ نوي خبرونه چي ګواکي حکومت خپلي ټولي هلي ځلي کوي تر څو د اولس ساتنه وسي. د کرونا پر ضد تدابیر به لا پسي سخت سي.

همدارنګه د شمالي کوریا له پاره ځانګړې انترنیتي ورځپاڼه هم په پرله پسي ډول خبر ورکوي چي هلته د رپوټونو ورکول بل ډول دي. د هغوی اداره په سئول کي نمایندګي لري او د هغوی رپوټونه په شمال کي پر هغو نامعلومو سرچینو ولاړ دي چي د امنیتي دلایلو له مخي یې هویت پټ ساتل کیږي.

د مثال په ډول د جون مياشتي په نیمايي کي د یوې سرچینې له خوا رپوټ ورکړل سو چي څه د پاسه ۵۰۰۰ انسانان چي له قرانطین څخه وتلي ول، د کرونا له امله مړه سوي دي. خو یوې بې طرفه ارزوني دا کار له امکان څخه لیري وباله.

د ډیرو لږو بهرنیانو موجودیت

دا ګډ زیګنال په څه معنی دی؟ له کرونا بحران راهیسي سم خبرونه نه خپريږي. د خارجیانو ډیره برخه له نوموړي هیواد څخه وتلې ده. همدارنګه د ډیرو اروپایانو په ګډون زیاتره سفارتونو خپل پرسونل راایستلی دی. د جرمني سفارت د مارچ له نهمي څخه تړلی دی.

خو د دیپلوماتانو کورنۍ او نور کارکوونکي د مارچ پر نهمه نیټه رومانیا ته ستانه سوي. په دغه هیواد کي لا د چک جمهوریت او بلغاريا استازي پاته دي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب