1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا یو ځل بیا دوه توغندي توغولي دي

۱۴۰۳ تیر ۱۱, دوشنبه

د جنوبي کوریا پوځ د خپل ګاوندي هیواد شمالي کوریا له خوا د دوو بالستیک توغندیو د توغولو په اړه خبر ورکړی دی. شمالي کوریا په دا وروستیو کي په منظم ډول د بیلابیل واټن توغندي آزمايي.

Nordkorea Raketentest
انځور: Jung Yeon-Je/AFP/Getty Images

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز ویلي دي چي د دوشنبې په سهار وختي یې د خپل ګاونډي هیواد شمالي کوریا  په لوېدیځ کي د دوو توغندیو توغول لیدلي دي.

د سئول  په حواله، دغه توغندي د بالستیک له هغه ډول څخه دي چي د ملګرو ملتونو سازمان د تړون له مخي يې د آزمویني اجازه نه سته. دغه توغندي، د خپل ډول له مخي کولای سي په اټومي سرګلولو مجهز سي.

د جنوبي کوریا د قومندې تر ټولو لوړ مرکز، خپل منزوي ګاونډی هیواد په یوه «ښکاره تحریک» تورن کړی دی، داسي یو غبرګون چي معمولاً د دا ډول آزموینو په وړاندي ښودل کیږي.

شمالي کوریا د خپل اټومي وسلو د برنامې له امله تر نړیوالو بندیزونو  لاندي دی.

د جنوبي کوریا د اطلاعیې له مخي، د لنډ واټن یو توغندی د شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره په واټن د شمال ختیځ خواته او وروسته یو بل توغندی تقریباً د ۱۲۰ کیلومتره په واټن همدغي خواته توغول سوی دی.

په دې اړه چي دغه توغندي چیري موښتي، تر اوسه یې په هکله معلومات نه دي ورکړل سوي. په یوه اعلاميه کي راغلي دي چي د دغو توغندیو د توغولو په هکله جزیات د امریکا متحده ایالاتو له پوځ سره په ګډه ارزول کيږي.

شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ د کوریا نیمه ټاپو په جنوب، نړیوالو اوبو په منځ کي له جنوبي کوریا  سره د امریکا متحده ایالاتو پر ګډو تمرینونو انتقاد وکړ او په «متقابلو تهاجمي او فوق العاده» اقداماتو یې ګواښ وکړ.

په پیونګ یانګ کي د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کي چي په دولتي رسنیو کي خپره سوې، پر امریکا متحده ایالاتو تور لګولی دی چي د «درې اړخیز پوځي بلاک» په مرسته له جنوبي کوریا او جاپان سره د ستراتیژیکو اهدافو په لټه کی دی.

له جنوبي کوریا او جاپان سره د «ازادۍ څنډي» په نوم د امریکا متحده ایالاتو درې ورځني تمرینات چي د شمالي کوریا د مهارولو له پاره پر لاره اچول سوي وه، د شنبې په ورځ پای ته ورسیدل.

په دغو تمرینونو کي د دغو دریو هیوادونو جنګي کښتیو برخه اخیستې وه چي د امریکا متحده ایالاتو، الوتکي وړونکي (تیودور روزویلت) په نوم کښتۍ هم شامله وه. ګډون کوونکو هیوادونو ویلي دي چي دغه درې اړخیز تمرینونه به په راتلونکي کي لا پسي پراخ سي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل