د ائتلاف ځواکونه د امريکا په رهبرۍ له افغانسنتان څخه د خپلو ځواکونو او سیمه ایزو همکارانو د چټک ويستلو هڅې کوي. د کابل له هوایي ډګر څخه د هغوی د اتباعو او سیمه ايزو همکارانو ليږدول په دی انځوريز راپور کې:
انځور: Francois Mori/AP Photo/picture alliance
د آلمان پوځ د سه شنبې په ورځ د «ژغورلو» عملیات په نامه د آلماني اتباعو، د دوي له سمیه ايزو افغان همکارنو ليږدول پيل کړل. له دوي څخه يې يوه ډله د ازبکستان پلازمنينې تاشکند ته رسولي دي.
انځور: Marc Tessensohn/AP/picture alliance
د آلمان دولت د يوې لوفت هانزا الوتکې په کرايه کولو سره دغه ژغورل شوي ډله چې ۱۳۰ کسان دي له تاشکند څخه د فرانکفورت هواي ډګر ته وليږدول. (عکس: تاشکند ته د رسیدلو پر مهال)
انځور: Marc Tessensohn/AP/picture alliance
د جرمنیانو او افغانانو لومړني ډله وتوانيدل چې له افغانستان څخه ووځي. دوي د طالبانو له خوا د کابل ترنيولو وروسته د برلین په کوښښونو او زیار سره د چهارشنبې په ورځ د (اګست ۱۷) فرانکفورت هوایي ډګر کې الوتکه پر زمکه کښيناسته.
انځور: Thilo Schmuelgen/REUTERS
له دولتی الوتکي څخه د يو فرانسوي سرتیري عکس کې ښکاري چې له کابل څخه د شارل دوګل هوایي میدان ته رسیدلی دی. فرانسي له کابل څخه تر اضطراري وتلو وروسته خپل اتباع او سیمه ايز همکاران لومړی د ابوظبی نظامي هواي ډګر ته ولیږدول او له هغي ځاي څخه فرانسي ته.
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance
په دویم عکس کي د چک جمهوریت الوتکه ښکاري چې ۸۷ اتباع او د هغوي سیمه ايز همکارانو ځانونه د کابل له هوایي ډګر څخه پراګ ته رسولي دي.
انځور: Vit Simanek/CTK/AP Photo/picture alliance
د استرالیا د پوځ هرکولس سی ۱۳۰ لمبر الوتکه کې د خپلو اتباعو او د هغوي همکارانو لومړني ډله له افغانستان څخه بهر او د دغه هېواد یوې پوځې آډي ته وليږدوله.
انځور: AUSTRALIAN DEFENCE FORCE/AAP/dpa/picture alliance
په عکس کي يوه هندي پوځي الوتکه ښودل کيږې چې پر افغانستان باندي د طالبانو له تسلط وروسته د کابل له هوای ډګر څخه خپل اتباع ليږدوي.
انځور: AFP/Getty Images
د ۲۲ زره کسانو د اخراج په اړه د امريکا بحثونه دوام لري. د امريکا دولت اعلان کړي دې چې د کابل په هوایي میدان کې يې د ځای پر ځای شویو سربازارنو شمير له څلورو څخه شپږ زره ته پورته کوي او په ساعت کی يو ځل الوتنه. په ورځ کې له پنځه زره څخه تر ۹ زره کسانو پورې له افغانستان څخه اخراجوي.
انځور: AP Photo/picture alliance
د کابل هوایي ډګر دا دی د امريکایي سربازانو په واک کې دې. د پنتاګون وياند ویلي چې د کابل په هوایي ډګر کي نظامي قوماندانان له طالبانو سره په مسقتیمه اړیکه کې دي، تر څو د نظم او د تاو تريخوالي څارنه وکړي.
انځور: Shekib Rahmani/AP/picture alliance
د سپيڼې مانۍ امنيتي مشاور جيک سوليون مخکی ويلي وه، چې طالبانو له واشنګتن سره توافق کړي، چې هوایي ډګر ته د ملکي کسانو مخنيوی به نه کوی او له افغانستان څخه د وتلو شرايط ورته برابروي.
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance
طالبان د هوایي ډګر کنترول په لاس کي لری.عینی شاهدانو ویلي چې دهغوی جنګیالی په تم ځای کې هوایي ډګر ته د خلکو د ننوتلو مخه نیسي او له هغوی سره له تاو تريخوالي کار اخلی.
انځور: Kyodo/picture alliance
د امريکا او لويديځو متحدو هېوادونو کوښښونه یې د افغانستان څخه د بهرنیانو او د دوی د همکارانو د وتلو پخاطر په داسی حال کي دوام لري، چې طالبانو عمومي بخښنه اعلان کړی ده. دوی ويلي چې د دولت ټول کارکونکي هغه که ښځې او نارينه دی پرته له ډار او ويرې څخه خپلو کارونو ته دې راوګرزي او خپلې ورځنۍ چاري دې پرمخ بوځې.
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance
انځورونه1 | 12
په زرګونه سیمه ایز کارکوونکي چې د آلمان له پوځ، سفارت او یا د آلمان د پراختيايي مرستو دفترونو سره یې کار کاوه، په افغانستان کې سره له دې چې ژوند ته یې ګواښونه موجود ول، یوازې پریښودل شول. د آلمان په پارلمان کې د افغانستان لپاره یو تحقیقاتي کمیسیون له تېر دوبي راهیسې له افغانستانه د وتلو پر مهال د تېروتنو په اړه څېړنه کوي. له عيني شاهدانو سره تر څلوېښتو زياتو ناستو دا څرګنده کړه چې د هېواد صدارتي دفتر د سياسي مديريت له نشتوالي سره مخ شوی و او دا چاره د بيروکراسيکي څېړنو له ستونزمن بهير سره هم مله وه.
په دې څېړنو کې برخه اخیستونکو وزارتونو بېلابېلې لېوالتیاوې لرلې او د وزارتونو لوړپوړي استازي او ادارې هم په یوه نظر نه وې او په ې اړه ناسمې محاسبې موجودې وې، چې ګواکې افغان پوځ به لږ تر لږه له پلازمېنې څخه طالبان لري وساتي.
د عیني شاهدانو د وینا پراساس، د آلمان د کورنیو چارو په وزارت کې «د اقامې د حق په اړه پریکړه کونکو« په ډله ایزه توګه د داخلېدو مخه ونیوله او په انفرادي بیا کتنو یې ټینګار وکړ. په دې صورت کې یو داسې سند ته اړتیا وه چې پر بنسټ یې یو سیمه ییز کارکوونکی ثابت کړي چې هغه د المانیانو لپاره د کار کولو له امله په شخصي توګه د طالبانو له خوا سخت ګواښل شوی دی.
انځوریز رپوټ: له شاه امان الله څخه تر اوسه د آلمان او افغانستان اړیکي
آلمان او افغانستان ډیر تاریخي اړیکې لري. په دې انځوریز رپوټ کې د شاه امان الله خان څخه نیولې بیا تر اوسه له آلماني چارواکو سره د ملاقات او د دغو هیوادنو تاریخي دوستې نندارې ته وړاندی شوې.
انځور: CC-BY-SA-Bundesarchiv
شاه امان الله په برلين کي
برلین ته د شاه امان الله خان سفر. د دې سفر په ترڅ کې د آلمان د هغه وخت ولسمشر فون هیندنبورگ، په برلین کې شاه امان الله ته هرکلې ووایه. آلمانانو د امان الله خان تود هرکلی وکړ.
انځور: CC-BY-SA-Bundesarchiv
امان الله خان د برلين په تمځای کي
په دغه انځور کې لیدل کیږي چې شاه امان الله خان له خپلي مېرمني، زوم(سردار محمد حسن خان) او یو لوړ رتبه پلاوي سره د برلین لرتر مرکزي تمځای ته رسیږي. د آلمان د هغه وخت ولسمشر هیندنبورگ او نور چارواکي د هغه هرکلي ته ورغلي دي.
انځور: CC-BY-SA-Bundesarchiv
امان الله خان د برلين په تخنيکي پوهنتو کي
په دې ځای کې امان الله خان د آلمان له تخنیکي پوهنتون څخه د خپل افتخاري دوکتورا له ترلاسه کولو وروسته خدای پاماني کوي.
انځور: CC-BY-SA-Bundesarchiv
محمد ظاهر شاه په آلمان کي
د افغانستان پخوانې پادشا محمد ظاهر شاه له خپلې میرمنې ملکه حمیرا سره د آلمان د هغه وخت له ولسمشر هاینریس لوبکه او د هغه له مېرمنې سره د ملاقات پر مهال.
انځور: picture-alliance/dpa
محمد ظاهر شاه په سروبي کي
محمد ظاهر شاه په سروبي کې د برېښنا بند د پرانستې پر مهال. دغه بند د آلماني شرکت زیمنس له خوا جوړ شوی.
انځور: picture-alliance/dpa
د بن کنفرانس
په افغانستان کې د شاهي نظام تر پاشل کیدو وروسته آلمان او افغانستان چندان ښې اړیکې نه درلودې. په افغانستان کې د جگړی د لمن له پراخیدو سره د دغو دواړو هیوادونو اړیکې د نشت سره برابرې شوې. خو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر رڼگیدو وروسته (۲۰۰۱م کال) د افغانستان له پاره لومړنې برخلیک ټاکونکي کنفرانس د آلمان په بن ښار کې جوړ شوې وو.
انځور: Getty Images
پترزبورگ ماڼۍ
دا ځای پترزبورگ نومیږي چې د آلمان په بن ښار کې موقعیت لري. په آلمان کې د افغانستان په اړه کنفرانسونه په همدې ځای کې جوړ شوې دي.
انځور: Getty Images
فرانسيس وندرل او لخضر براهيمي
د ملگرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال فرانسیس وندرل(کیڼ خواته) د بن په کنفرانس کې(۲۰۰۱) د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي لخضر براهیمي سره د خبرو پر مهال.
د وخت په تیریدو سره د آلمان او افغانستان تر منځ خپل منځي اړیکو قوت وموند او د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ تگ راتگ ډیر شو. په ۲۰۱۱م کال کې یو وار بیا پخوانې ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د وضعیت په هکله د آلمان په بن ښار کي کنفرانس رابللی وو.
انځور: dapd
کرزی او انګلا ميرکل په برلين کي
د بن تر دویم کنفرانس وروسته ولسمشر حامد کرزی په ۲۰۱۲م کال کې یو وار بیا آلمان ته راغی او په برلین کې یې د آلمان له صدراعظمې انگلا ميرکل سره ولیدل. دا وار له افغانستان څخه د آلمان د جنگي سرتیرو د وتلو او له دغه هیواد سره د اوږدمهال مرستو موضوع مطرحه وه.
د ۲۰۱۴م کال په وروستیو ورځو کې ولسمشر اشرف غني برلین ته سفر درلود، په دې وخت کې د آلمان جنگي ځواکونه له افغانستان څخه د خپلو کورونو ته د راگرځیدو په حال کې ول. د دې سفر په ترڅ کې د آلمان صدراعظمې یو وار بیا له افغانستان سره د خپلو مرستو د جاري ساتلو ژمنه نوې کړه او ويې ویل چې افغانستان به یوازي پرې نږدي.
انځور: Reuters/H. Hanschke
کابل ته د طالبانو راتګ
د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۱۵ طالبانو قدرت تصرف کړ. خو تر اوسه پورې د آلمان په ګډون د نړۍ هیڅ یوه هیواد هم هغوی په رسمیت نه دی پیژندلی. ځینې هیوادونه شته چې په افغانستان کې یې دیپلوماتیکي استازولۍ پرانیستي دي. خو آلمان خپل سفارت له افغانستان څخه قطر ته انتقال کړی دی. که څه هم ځینو دیپلوماتانو یې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او نورو موضوعاتو په اړه له طالب مشرانو سره ملاقاتونه کړي دي.
انځور: Ali Khara/REUTERS
انځورونه1 | 13
د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوې حقوق پوهې تایید کړه چې دا وزارت د ډله ایزو قبولۍ په اړه »روښانه اصول« لري. هغې وويل چې په هغه وخت کې، د بهرنیو چارو وزارت او د آلمان د پراختیایی همکاریو وزارت په بیړه کې نه و او دوی غوښتل چې خپل افغان سیمه ایز کارکوونکي په افغانستان کې وساتي، خو پلان یې درلود چې د ځواکونو له وتلو وروسته هم په افغانستان کې حضور ولري.
یو ډیپلومات اندیښنه څرګنده کړه چې د سیمه ایز کاري ځواک ايستلو کولای شول یو جدي سیاسي سیګنال له ځان سره ولري. د آلمان د کورنیو چارو د وزارت یوه سرپرست کارپوه ټینګار وکړ چې د داسې يوه وضعيت څخه چې «هرڅوک چې کولای شي ځان وژغوري» باید ډډه شوې وای. د دې ترڅنګ به د پخوانیو سیمه ایزو کاروونکو د رايستلو بهير ارزونې يوازې په هغه صورت کې کار ورکاوه، چې هر کال یوازې د شلو په شا او خوا کې کسانو آلمان ته راتلل غوښتل. دا بهیر د زرګونو کډوالو لپاره بې اغېزې و.
د منل کېدو مخکنی شرط دا و چې عریضه کوونکی باید لومړی خپل آلماني کارمند ته شکایت وړاندې کړي چې هغه په خطر کې دی او تر دې وروسته به بيا د ویزې ترلاسه کولو امکان پيدا کيده. په اصولي توګه، دا غوښتنه د آلمان په سفارت کې کیږي. خو په ۲۰۱۷ کال کې په کابل کې د آلمان پر سفارت تر ځان مرګي برید وروسته د ویزې ورکولو دفتر شتون نه درلود. د ویزو غوښتونکو باید پاکستان یا هند ته سفر کړی وای.