1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شنونکي: د امربالمعروف قانون افغانانو ته نور محدودیتونه زيږوي

محمد کریم صالح | نجيب الله زيارمل
۱۴۰۳ شهریور ۱, پنجشنبه

د طالبانو عدلیې وزارت وايي چې د امر بالمعروف قانون د طالبانو د مشر ملاهيبت الله آخوندزاده، له خوا تر توشیح وروسته په رسمي جريده کې چاپ شوی دی. شنونکي دغه اقدام ګټور نه بولي، وايي طالبان باید پر حیاتي مسایلو تمرکز وکړي.

د طالبانو د امر بالمعروف په قانون کې د نورو تر څنګ راغلي چې ښځې له محرم نارینه پرته په موټرو کې سفر نشي کولی او د مخ پټول باید رعایت کړي
د طالبانو عدلیې وزارت وايي چې د امر بالمعروف قانون د طالبانو د رهبر ملا هبت الله آخوندزاده له لورې تر توشیح کېدو وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی انځور: WAKIL KOHSAR/AFP

د طالبانو حکومت د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اګست ۲۱) خبر ورکړ چې د دې ډلې مشر ملا هيبت الله آخوندزاده، د امر بالمعروف قانون توشیح کړی دی.
د طالبانو د عدليې وزارت پر خپلې ويب پاڼې یوه اعلامیه کې ويلي دي چې په دغه قانون کې «یوه مقدمه، ۴ فصلونه او ۳۵ مادې» شاملې دي چې د طالبانو د رهبر له لوري تر توشيح وروسته نافذ او د اجرا له پاره په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د دغه قانون په څلورمه ماده کې راغلي: «دغه قانون په ټولو ادارو، عمومي اماکنو او پر هغو اشخاصو باندې چې د افغانستان په قلمرو کې استوګنه لري، تطبیقیږي.»

طالبانو ويلي دي چې د دغه قانون د تطبیق مرجع د دوی د «امر بالمعروف نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدولو وزارت» دی او د یاد وزارت محتسبین د «اسلامي شریعت او حنفي فقهې له مخې په معروفاتو په امر کولو او له منکراتو څخه په منع کولو مکلف دی.»

د طالبانو د امر بالمعروف قانون ۱۳مه ماده د ښځو د حجاب موضوع ته بېله شوې ده. په دې برخه کې راغلي چې «د ښځې د ټول بدن ستر لازمي دي. د فتنې له وېرې د ښځې مخ پټول ضروري دي...»

شرعي حجاب

طالبانو په خپل دغه قانون کې د شرعي حجاب تعریف داسې کړی: «شرعي حجاب: هغه لباس ته وايي چې د ښځې ټول بدن او مخ له نامحرمو څخه پټوي؛ نری، لنډ او چسپ نه وي.»

د طالبانو د امر بالمعروف په قانون کې راغلي چې ښځې که د ضرورت پر وخت له کوره وځي باید شرعي حجاب رعایت او شرعي محرم له ځانه سره ولريانځور: AFP/Getty Images

د دیارلسمې مادې په ۷م بند کې راغلی چې د ښځو مخ او بدن ته د بالغو اجنبي نارينه وو کتل او نارینه وو ته د بالغو ښځو کتل حرام دي. دغه راز ويل شوي چې د فتني له وېرې، له کافرو ښځو څخه د مسلمانو ښځو ستر واجب دی.

طالبانو په دغه قانون کې پر ښځو له کوره د وتلو په صورت کې محدودیتونه سخت کړي. د دیارلسمې مادې په اتم بند کې راغلي: «که بالغه ښځه د کوم ضروري حاجت له پاره له خپله کوره ووتله، مکلفه ده چې د خپل غږ، مخ او بدن ستر وکړي.»

د طالبانو د امر بالمعروف د قانون ۱۴مه ماده نارينه په نخښه کړې. د دغې مادې دریم بند کې راغلي: «نارینه مکلف دی، د ساتیری او ورزش په وخت کې داسې لباس واغوندني چې عورت ېې پکښې پټ وي، البته داسې لباس چې ډېر چسپ نه وي او د اعضاو شکل په کې ښکاره نشي.»

رسنۍ

د مطبوعاتو په برخه کې د محتسبانو مسئولیت ته د ۱۷مې مادې په دوم او دريم بند کې داسې اشاره شوې ده: «محتسب مسئولیت لري چې، د مطبوعاتو او اطلاعاتو مسئولین د مطالبو د خپرولو په وخت کې د لاندې معروفاتو په رعایتولو مکلف کړي:

1.    د داسې مطالبو خپرول چې له شریعت او مذهب څخه مخالف نه وي.
2.    د داسې مطالبو خپرول چې د مسلمان تحقیر او سپکاوی په کې نه وي.
3.    د داسې مطالبو خپرول چې د ذي روح (ساه لرونکي) انځورونه پکې نه وي.

د دغه قانون د ۱۸مې ماده په شپږم بند کې سوداګرو ته په خطاب کې ويل شوي چې دوی «د اشتهارونو په موخه د ساه لرونکو شیانو د مجسمو له کارولو څخه» منع کړل شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف قانون په ۱۷مه ماده کې مطبوعاتو په هکله سپارښتنې شوي ديانځور: DW/A. Behrad

د طالبانو دغه قانون په خپله شلمه ماده کې يو ځل بیا ښځې تر تاثیر لاندې نيسي. په دغې ماده کې راغلي دي چې موټر چلوونکي نه باید بې حجابه او د شرعي محرم پرته عاقلې او بالغې ښځې انتقال کړي. په دغه ماده کې همدارنګه ټينګار شوی چې په موټرو کې دې موسیقي نه اورېدل کیږي او نامحرم سړیان دې پکې له ښځو سره اختلاط نکوي.

د طالبانو د دغه قانون په ۲۲مه ماده کې د زنا، لواطت او همجنس بازۍ ترڅنګ، د هګۍ پر جنګولو، تشله بازي، بېډې جنګولو، چهارمغز بازي او دا ډول نورو ساتېریو ممنوعیت لګول شوی دی. په دې ماده کې دغه راز ټينګار شوی دی چې د ښځې یا د موسيقي غږ نباید له کور یا مجلس څخه بهر ووځي.

طالبانو په خپل دغه قانون کې په مختلفو ځایونو کې په خپل وخت د لمانځه پر ادا کولو هم ټينګار کړی دی.

د نوروز ورځې، یلدا شپې، اورلوبې، د نیکتايي تړل او داسې نورې ورځې چې د طالبانو په آند د مسلمانانو په منځ کې رایج نه دي او په شریعت کې ځای نه لري هم منسوخې سوي دي.

د مجازاتو لا ډېر صلاحیت

د طالبانو دغه قانون محتسبانو ته ډېر صلاحیتونه ورکوي. دوی کولی شي د دغو اوامرو د متخلفینو په مقابل کې له ډارولو، تنبیې، ګواښ، د مال تلفولو، له یو ساعت نه تر ۲۴ ساعته پورې حبس او حتی تر درو ورځو په عمومي محبسونو کې د بندي کولو له مواردو استفاده وکړي. د نه اصلاح په صورت کې محتسبان صلاحیت لري چې هغوی محکمې ته معرفي کړي.

کارپوهان وايي په داسې حال کې چې افغانستان نن ورځ له سختو اقتصادي او بشري بحرانونو سره مخ دی، د دا ډول سختو قوانین وضع کول به پر خلکو د ژوند ساحه نوره هم راتنګه کړي.

«طالبان دې پر نورو حیاتي مسایلو غور وکړي»

د سیاسي چارو کارپوه داکتر مجیب الرحمن اتل په اوسنيو شرایطو کې د دا ډول قوانینو وضع کول، د افغانستان له پاره یو اړین ګام نه بولي. هغه وايي د افغانستان تقریبا ټول اوسيدونکي مسلمانان دي، او «د دا ډول نوو قوانینو وضع کول چې ولس ته محدودیتونه زېږوي، اړین ګام نه دی.» 

ډاکټر مجیب الرحمن اتل، د سیاسي چارو شنونکیانځور: privat

ښاغلي اتل دویچه ویله ته وويل د طالبانو حکومت په خپله د بهرني مشروعیت له بحران سره مخامخ دی، نو اړينه دا ده چې دوی د افغانستان خلکو او راتلونکې له پاره پر نورو حیاتي مسایلو تمرکز وکړي: «د ښځو د تعلیم او تحصیل مسئله، اقتصادي ستونزې، د تکنالوژۍ پرمختګ هغه مسائیل دي چې طالبان باید پرې په اوسنیو شرایطو کې غور وکړي.»

«د طالبانو نوی قانون، به یو بل بحران رامنځ کړي»

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعيدی، دويچه ویله ته وويل چې ملا هيبت الله، دغه قانون د امر بالمعروف وزارت د وړاندیز پر اساس توشیح کړی. هغه وايي په دغه قانون کې «د افغانستان پر خلکو ډېر قېودات وضع شوي دي.» سعيدي وويل: «دا په دې معنی ده چې هغه افراد چې ږېره نه لري نور نشي کولی په دولتي ادارو کې دنده ولري.» د سعيدي په خبره دغه قانون کولی شي په افغانستان کې یو بل لوي بحران رامنځ ته کړي: «دا په دې معنی ده چې دوی غواړي د ټولنې نيمه برخه د نابودۍ پر لور بوځي.»

طالبانو تر دې مخکې هم له اسلامي شریعته د خپل سخت تفسير پر اساس، محدودیت لرونکي فرمانونه صادر کړی دی، چې په هغو کې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار د حقونو په څېر مهم موضوعات هم شامل دي. د دغو فرمانونو پر اساس اوس په افغانستان کې نجوني نه شي کولی له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته ولاړې شي.

ښځې په اکثرو ادارو او موسساتو کې له کار کولو منع کړل شوي دي. طالبان تر اوسه په دې برخه کې پر نړېوالو غبرګونونو او فشارونو سربېره له خپل دريځه کوم شاتګ نه دی کړی. 

طالبان له درو کلونو راهیسې پر افغانستان حاکم دي، خو حکومت ېې تر اوسه د هېڅ هیواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

 له آرشیف څخه:

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب