1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهباز شریف: د شمالي وزیرستان خلک ترهګرۍ ځپلي دي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲, جمعه

تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف شمالي وزیرستان ته له سفر وروسته په ټویټر په پښتو ژبه له وزیرستان سره د تعلیم په برخه کې ژمنې کړي. د هغه ټویټ ته بیلابیلو خلکو غبرګونونه ښوولي دي.

Shahbaz Sharif
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تېره ورځ شمالي وزیرستان ته سفر کړی وو او له ځایي خلکو سره یې په یوه غونډه کې برخه اخیستې وه.

ویل شوي دي چې قبایلي مشرانو په ویناوو کې شهاز شریف ته د خپلو ستوونزو او غوښتنو د وړاندې کولو ترڅنګ په افغانستان کې د هوایي برید د سپیناوي غوښته وړاندې کړې او ټینګار یې کړی وو چې په وزیرستان کې دې روانې ترهګريزې پېښې بندې شي.

تر خپل دغه سفر وروسته شهباز شریف په پښتو ژبه د ټویټر په ټولنیزه شبکه په پښتو ژبه پیغامونه خپاره کړل. په یوه ټویټ کې هغه لیکلي: «د شمالي وزیرستان خلک د دهشتګردانو په لاس د ډېرې مودې راهیسې ځپل شوې دي.»

ښاغلې شریف دغه راز په شمالي وزیرستان کې د یوه پوهنتون، ښوونځي او یوه ګرځنده روغتون د جوړیدو اعلان هم کړی دی: »نن مې شمالي وزیرستان ته د خپل سفر پرمهال یو پوهنتون، د دانش سکول سیسټم میډیکل کالج تعمیرولو اعلان وکړو. یو موبایل هسپتال (ګرځنده روغتون) به زر شمالي وزیرستان ته ولاړ شي.»

په پښتو ژبه د شهباز شریف ټویټونو او له شمالي وزیرستان سره د هغه ژمنو ته په ټولنیزو رسنیو کې بیلابیل غبرګونونه ښوول شوي دي.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي او د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ ویلي دي چې هیله لري چې پاکستان په وزیرستان کې خپلې ناسمې پالیسۍ چې له مخې یې په خلکو باندې کړاو تیروي بدلې کړي.

ښاغلي داوړ وایي د دوی مبارزه او هیله په سیمه کې د تلپاتې سولې له پاره ده: «مننه، چې شمالي وزیرستان ته مو په راتګ زما بلنه مو ومنله او مهمې پروژې مو یادې سیمې ته اعلان کړې. هیله لرم، چې د هغو غلطو پالیسو ریښې لنډې کړای شي د کومو پالیسو له امله چې د وزیرستان خلکو کړاونه تېر کړي او تیروي.»

د وزیرستان یوه اوسیدونکي عادل جان شهباز شریف ته ټویټ ته په خپل غبرګون کې لیکلي: «شمالي وزیرستان ترهګرو نه بلکې ستاسې پوځ وځپلو.»

ځینو لیکلي چې دوی په پښتو ټویټونو ته اړتیا نه لري او ماشومان یې په خپله مورنۍ ژبه پښتو د زده کړو حق لري، چې تر اوسه د پاکستان حکومت دا حق نه دی ورکړی.

یوې فعالې درخانۍ لیکلي: «شهباز شریف چې په پښتو ټویټونه کوي، نو نصاب کې دې پښتو شامله کړي دا غوره ده.»

ځینو خلکو د هغه د ټویټونو او په وزیرستان کې د شوو ژمنو هرکلی کړی دی. د رب نواز آفریدي په نوم یوه کس هیله څرګنده کړې چې د شهباز شریف ژمنې عملي شي.

د پاکستان صدارعظم په داسې حال کې شمالي وزیرستان ته سفر کړی، چې هلته په بنو کې د تېرو څو ورځو راهیسې د مداخیل قبیلې له لورې احتجاجي پرلت پیل شوی او په افغانستان کې د هوایي برید له امله د وژل شویو وزیرستاني خلکو له پاره د عدالت غوښتنه کوي.

فریدالله ظاهر