1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهباز شریف: د طالبانو بریدونه به له کلک غبرګون سره مخ شي

۱۴۰۴ مهر ۲۰, یکشنبه

د پاکستان پر سرحدي پوستو د طالبانو د بریدونو په دوام د دغې هېواد لومړي وزیر وویل، چې هر ډول حرکتونه به له «قوي او اغیزمن ځواب» سره مخ شي. عربستان، ایران او قطر له دواړو غاړو د جوړجاړي غوښتنه کړې ده.

Shahbaz Sharif
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

چارواکیو ویلي، چې د تېرې شپې د نښتو له امله یې د دواړو هېوادونو تر منځ کلیدي سرحدي دروازې تړلي دي. د طالبانو ادارې ویلي، چې دا بریدونه یې روانې اونۍ کې د اسلام اباد د بریدونو په ځواب کې کړي. د  پاکستان  لومړي وزیر شهباز شریف د پولې په اوږدو کې شخړې «د افغانستان پارونې» نومولي او هغه یې غندلي دي.

شریف په یوې خبرپاڼه کې ویلي:«د پاکستان د دفاع اړوند هېڅ ډول جوړجاړی به ونه شي او هر حرکت به له قوي او اغیزناک ځواب سره مخ شي.» هغه افغانستان کې طالب چارواکي تورن کړل، چې خاوره یې د «ترهګرو عناصرو» له لوري کارول کېږي.

سعودي عربستان، ایران او قطر له دواړو غاړو د جوړجاړي غوښتنه کړې ده. دغو دوو ګاونډیو هېوادونو په ۲۰۲۱ کال کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته سړې اړیکې لرلي دي.

اسلام اباد د افغانستان اوسني واکمن  پاکستاني طالبانو  ته په ځای ورکولو تورنوي، هغه ډله چې پاکستان کې بریدونه کوي؛ خو پر افغانستان واکمن طالبان دا تورنه ردوي.

پاکستاني پوځ ته د مرګ، ژوبلې اړولو ادعا

طالب ویاند ذبېح الله مجاهد نن یکشنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته ادعا وکړه، چې د  تېرې شپې نښتو  کې یې ۵۸ پاکستاني ځواکونه وژلي او ۳۰ نور یې ژوبل کړي دي. هغه ویلي، چې دغو جګړو کې یې د پاکستاني پوځ ۲۵ امنیتي پوستې هم نیولي دي.

مجاهد وویل:«په ټولو رسمي پولو او د افغانستان اوسنیو کرښو کې حالت په بشپړ کنټرول کې دی او تر ډېره بریده د ناقانونه فعالیتونو مخه نیول شوې ده.»

پاکستاني چارواکو تر اوسه د مرګ، ژوبلې دغه شمېرې نه دي تائید کړي.

تر دې وړاندې پاکستان د افغانستان دننه په ځینو ځایونو بریدونه کړي او د دوی د ادعا له مخې یې د وسله والو پټنځایونه نښه کړي؛ خو دغه ځایونه تر ډېره په لیرې غرنیو سیمو کې وو.

اړوند:پاکستاني رسنۍ: پر پوله په نښتو کې ۸ طالبان وژل شوي دي

د دواړو هېوادونو تر منځ سرحدي لارې تړل شوي

د پولې د دواړو غاړو چارواکیو فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې نن سهار ننګرهار کې تورخم بندر او کندهار کې چمن دروازه د هر ډول تګ، راتګ پر مخ تړل شوي دي.

تورخم کې یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي ویلي، چې د کابل او اسلام اباد تر منځ دغې نښلوونکې سیمې ته یې لا ډېر امنیتي ځواکونه لېږلي دي.

دغې چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو جواز یې نه درلود، د نوم ښودلو پرته وویل:« تورخم بندر په بشپړ ډول د مسافرو او سوداګرۍ پر مخ تړل شوی دی.»

هغه وویل:«دغه راز امنیتي ځواکونو پولې ته نیږدې ټول پراته ملکي کارکوونکي ویستلي، څو په ډزو کې کې زیانمن نه شي.»

دغه راز په چمن کې هم یوه پاکستاني چارواکي وویل، دغه دروازه هم تړل شوې ده. ځینو پاکستانيو چارواکیو ویلي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له څلورو خواوو د درنې وسلې بریدونه شوي؛ خو مرګ، ژوبله نه لري.

هند ته د امیر خان متقي سفر او د پاکستان غبرګون

03:49

This browser does not support the video element.

د طالبانو دفاع وزارت د شنې پر شپې خبر ورکړ، چې امنیتي ځواکونو یې په مختلفو سیمو کې له  پاکستاني  پوځ سره سخته جګړه کړې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي فرانسې خبري اژانس ته وویل، چې د تېرې شپې «بریالي» عملیات د شپې ناوخته پای ته رسېدلي دي. پوله کې څو نورو چارواکیو فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د یکشنبې پر سهار د نښتو رپوټ نه دی ورکړل شوی.

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو او پر کابل د طالبانو له واکمنېد وروسته خیبرپښتونخوا کې وسله والې شخړې ډېرې شوي دي.

که څه هم پاکستاني طالبان، چې د افغانستان له طالبانو جدا ډله ده؛ خو یو ډول ایډیالوژي لري او له ۲۰۲۱ کال راهیسې د زرګونو پاکستاني سرتېرو په وژلو تورن دي.

پاکستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل

د پاکستاني طالبانو وسله والې ډلې په وروستیو میاشتو کې  افغانستان  سره د پولې په اوږدو کې د دغې هېواد امنیتي ځواکونو خلاف تاوتریخوالی او بریدونه زیات کړي دي.

اړوند: تورخم: د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې درې کسان وژل شوي

د پاکستان د پوځ ویاند همدا تېره جمعه وویل، چې د روان کال له جنورۍ بیا د سیپټبر تر ۱۵ نېټې وسله والو بریدونو کې د ۳۱۱ سرتېرو او ۷۳ پولیسو په ګډون ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

روان کال کې د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، د پاکستاني طالبانو تحریک «له اوسنیو چارواکیو څخه پاموړ لوژیستیکي او عملیاتي ملاتړ تر لاسه کوي»، چې ظاهرآ یې اشاره پر کابل اوسنیو واکمنو ته ده.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پنجشنبې پر ورځ د دغې هېواد پارلمان ته وویل، چې له پاکستاني طالبانو څخه د  افغانستان  د طالبانو ملاتړ درولو له پاره یې هر ډول هڅې په پرلپسې توګه ناکامې شوي دي.

هغه وویل:«نور بس دی. د پاکستان د حکومت او پوځ صبر تمام شوی دی.»

آيا له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت خبرې ممکنې دي؟

29:30

This browser does not support the video element.

امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل