1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهرزاد د المان د فریدریش ایبرټ بنسټ د بشري حقونو جایزه وګټله

شکیلا ابراهیم خیل | شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ آبان ۲۱, یکشنبه

د المان د فریدریش ایبرټ بنسټ اعلان کړی چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر د دغه بنسټ د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو جایزه ګټلې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبرانځور: Radaakbarr

 ټاکل شوې چې نوموړې د روان کال د نومبر په ۲۸مه په یو لړ مراسمو کې دغه جایزه ترلاسه کړي.

د المان فریدریش ایبرټ بنسټ په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د دغه بنسټ د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو جایزه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشري شهرزاد اکبر ته ځانګړې شوې ده.

دغه بنسټ زیاته کړې چې "په افغانستان کې د بشري حقونو د یوې فعالې په توګه د شهرزاد اکبر پرته له ډاره ژمنتیا او په ځانګړې توګه له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د وروستۍ مشرې په توګه د هغې د زروړتیا  ستاینه کيږي."

شهرزاد اکبر چې له خپلې کورنۍ سره په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، دا مهال د بشري حقونو د سازمان "رواداري" اجرایوي مشره ده.

د آلمان د فریدریش ایبرټ بنسټ ټینګار کړی چې د بشري حقونو یوې افغانې فعالې شهرزاد اکبر ته د دې جایزې ورکول د افغانستان له خلکو سره د دغه بنسټ د پیوستون یوه نښه ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ناوړه بشري شرایطو کې ژوند کوي.

د قطر په څیر ناستې د افغانستان په وضیعت کې څومره بدلون راوستلی شي؟

35:02

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب