شوخ طبعي، د ژوند په سختو شيبو کې يو دفاعي غبرګون
۱۳۹۸ مرداد ۱۸, جمعه
د انسان بدن او روان له يو بل سره په نږدې اړیکه کې دي، دا په امريکا کې له وروستيو علمي څيړنو څخه جوته شوي دي. ډيرې خلک داسې فکر کوي، هغه کسان چې پر شونډو يې موسکا وي، لا نيکمرغه دي. هغه څه چې دوی يې په خپله څيره کې بيانوي، زموږ په خلق او خوی باندې هم اغيز کوي.
که څه هم موسکا او خندا له ځان سره يوه کيسه لري:
کله چې سهار له خوبه بيدار شوي یوو او په هنداره کي خپله ځپلې څيره وينو، يا پر لاره د ترافيکې ګڼې ګوڼې او قهريدلو کسانو سره او يا د ورځې په اوږدو کې له داسي مسايلو سره مخ کيږو، چې موږ ته زموږ د ژوند محدودیتونه په ګوته کوي، بيا کله چې کورته راستنيږو او د کور د دروازې تر شا پاتې کيږو، ځکه د کور کلي ګانې راڅخه په کور کې پاتې وي، نو پر څه شي باندې به وخاندو؟
هغه څيړونکي چې د "آلمان د شوخ طبعۍ انستيتوت" کې کار کوي، په دې اند دي چي «هر هغه څوک د خندا او ټوکو په لټه کې وي ميندونکې يې هم وي». دغه انستيتوت چې د لايپزيک په ښار کې جوړ شوی، دوه روزنيز کورسونه او سيمنارونه هم لري، تر څو هغه کسانو سره چې شوخ طبعي ورته ستونزمنه وي، مرسته وکړي.
هر څه چې مخې ته راځي، هر کله دې راشي
شوخ طبعي په انسان کي يو ډول ځواک او چمتو والی دی، د دې له پاره چې د څه ډول ټاکلو څيزونو تر وړاندې په آرامۍ او خندا سره غبرګون وښيې.
له شوخ طبعۍ سره سړی کولای شي ورځنې ژوند، په لږې سختۍ او سرخوږۍ سره تر سره کړي. داسې شيبې شته دې، چې ټوکې ټکالي په کې ځای نه لري. د بيلګې په توګه د مړينې او يا ناروغتيا پر مهال. خو د "آلمان د شوخ طبعۍ انستيتوت" څيړونکي وايې، چې داسې نه ده او د هغې برعکس يې سم دی.
شوخ طبعي او د ژوند په سختيو کي دفاعي غبرګون، له انسانانو سره مرسته کوي، تر څو له خپل رواني کشمکش او بیروني پارونکو لاملونو سره مقابله وکړي.
شوخ طبعي له هغه کسانو سره چې د "تسکين پالنې" (Palliative Care) په برخه کې کار کوي، مرسته کوي، چې له رواني پلوه سالم او پلټونکي پاتې شي.
ځکه هغه ډاکټران او روغتيا پالونکي، چې د تسل ورکولو په برخه کې پالنه کوي، هره ورځ له داسې ناروغانو سره مرسته کوي، چې نور يې د رنځ درملنه نه کيږي او مرګ ته نږدې وي. د دغه ډاکټرانو او روغتيا پالونکو په دې برخه کې کوښښ دا دی، چې د ناروغ درد او کړاو کم کړي او دا چي د نارو د ژوند په څرنګوالې کې ښه والې رامنځ ته کړي.
ويل شوي چي شوخ طبعي حتی د برن آوت (burn-out) په څير ناروغيو په مخنيوي کي هم مرسته کولای سي. دا هغه ناروغي ده چي د زيات کار له کبله انسانانو ته ورپېښېدلای سي. ټوکې او شوخ طبعيتي په خپله له ناروغ سره چې د مړيني په حال کې وي مرسته کوي، تر څو له ويرونکي حالت سره ځان ته سمون ورکړي.
که چيرې ځني کسان د مرګ په حالت کي هم شوخ طبع او موسکا لرونکې وي، نو موږ هم بايد د ژوند په ورځنيو مسايلو کي خوشاله طبيعت ولرو. په دې هکله د دغه جادويې کلمې" مثبت تفسير دې".
د زده کړې او تمرين اهميت
کله چې په واټونو کې د ترافیکو له ګڼې ګوڼې سره مخ کيږو يا مجبوريږو چې د سودا رانیولو له پاره ډير وخت په کتار کې ودريږو، مثبت تفسير يې، چې له موږ سره مرسته کوي تر څو ارامه اووسو، هغه دا دی چې موږ اوس یو مطلق سکون تجربه کوو!
کله چې د کور دروازې تر مخ، چې کلي ګانې مو په کور کې پرايښې وي، داسی يوه موقع ځانته پيدا کړو چې له خپل خلاقيت څخه کار واخلو او دروازه په يوه بله طریقه پرانيزو. يا لږ تر لږه په دې لار کې کوښښ وکړو.
واقعيت دا دی چې له خپل قار او غصې سره نه شو کولای په دغه ناوړه وضعيت کې بدلون رامنځ ته کړو. د "آلمان د شوخ طبعۍ انستيتوت" يوI کارپوهه کارین زایدلر له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل:« خوش طبعي او د ژوند په اړه د نظر بدلون له يو بل سره تړاو لري.»
د دې کار له پار تمرين ته اړتیا ده. د پیل له پاره کولې شو، هغه پيښې وڅيړو چې په تير مهال کې رامنځ ته شوي وي او په يو بل نظر ورته وګورو. کله چې وروسته د هغه حالاتو په اړه چې زموږ د قار او غصې سبب شوي وي بيا ورته کتنه کوو،کولې شو په آسانۍ پرې وخاندو.
خو په ورځني ژوند کې هم کله داسي فرصتونه تر لاسه کوو،چې شوخ طبعي په کې تمرين کړو. د کارین زایدلر په اند، يوازي سترګې پرانيستې ونيسو او فرصت ته منتظر اووسو.
زایدلر خپله یوه خاطره يادوي، د بيلګې په توګه د یوې مودې له پاره يې د خپلو دوه دوستانو سره ويلي وو، چې د کورنيو عجيب او ناآشنا نومونه به پيدا کوي. د دغه کار له پاره له کوڅو او واټونو څخه د تيريدلو پر مهال او په انترنتي لټولو کې به د دغه ډول نومونو په فکر کې وو. زايدلر وایې:» اوس هم وروسته له ډيرو کلونو څخه چې د هغه نومونو څخه ځني په ياد راوړم خندا راځي.«
د "آلمان د شوخ طبعۍ انستيتوت" دغه څيړونکې وايې چې دا ډول تمرينونه زموږ د "شوخ طبعۍ عضلات" پياوړې کوي. له شوخ طبعۍ سره زموږ وخت په آسانۍ تيريږي او هماغه ډول چې څيړنو ښودلې د لا زياتې نيکمغۍ احساس کوو.