1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآلمان

« شولڅ باید د ماکرون سره روابط عادي کړي»

۱۴۰۱ آبان ۱, یکشنبه

د زرغون ګوند سیاستمدار، انتون هوفمایر د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ څخه وغوښتل، چي د فرانسې د جمهوررییس، ایمانوییل ماکرون سره تازه خرابه سوې فضأ بیرته سمه کړي.

EU-Gipfel in Brüssel | Emmanuel Macron und Olaf Scholz
انځور: Olivier Hoslet/Pool EPA/AP/dpa/picture alliance

د جرمني په پارلمان کي د اروپا د کمیټې دغه مسؤل الماني خبري آژانس،dpa ته پرون شنبه (د اکتوبر میاشتي ۲۲ مه) وویل، چي که »الماني- فرانسوي مناسبات خراب وي او کار ورنکړي، بیا به نو موږ په اروپا کي د یوه مشکل سره مخامخ یو.«
ماکرون د انرژۍ د بحران په ارتباط د اروپا د اتحادیې د سرمشریزي تر سلا مشورو دمخه تیره پنجشنبه د دې څخه خبرداری ورکړی ؤ، چي »جرمني نباید پدې مسأله کي اروپا یوازي پریږدي. دا کار نه د جرمني او نه هم اروپا دپاره ښه دی«.
شولڅ راتلونکي چهارشنبه ورځ په پاریس کي د فرانسې د جمهوررییس سره د خبرو پخاطر گوري. خو دواړو خواوو په عین ورځ اصلأ وختي پلان سوي د کابینې جلسې لغؤ کړې. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب